شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد دشت برچي پېښه او له وسله والو ډلو د ننګرهاري ماشومانو...

د دشت برچي پېښه او له وسله والو ډلو د ننګرهاري ماشومانو غوښتنه

تاند (یکشنبه د ثور ۱۹) ننګرهار کې د یوه خصوصي ښوونځي زده کوونکو له وسله والو ډلو وغوښتل چې د ماشومانو وژل، ټپي کول او ربړول ودروي.

دغو زده کوونکو نن یکشنبه/ د ثور ۱۹/ د یوه خبري کنفرانس پر مهال د ننګرهار د زده کوونکو په استازيتوب د کابل په وروستۍ پېښه چې له امله د ښوونځي یو شمېر زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته خواشیني وښوده.

د دوی په خبره چې ماشومان په جګړه کې برخه نه لري نو وسله والې ډلې دې د دوی له وژلو، ټپي کولو او ربړلو څخه لاس واخلي.

دغو زده کوونکو وويل: «هره ورځ چې له کوره ښوونځي ته راځو مور او پلارم مونږ ته په ډېر تشويش کې وي په کابل کې د ماشومانو له شهيدولو ورسته مو نن ميندې مونږ ته ډېرې خفه وې چې بېرته به ژوندي راشو او که نه؟»

دې ماشومانو هم د لويانو په څېر تکراري جمله «مونږ سوله غواړو جنګ دې بس شي پرلپسې يادونه وکړه» او پر ماشومانو يې د رحم او عاطفې غوښتنه وکړه.

په کابل کې د تېرې ورځې د چاودنو د قربانیانو کورنیو او خپلوانو چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، نن یکشنبه د خپلو عزیزانو مړي خاورو ته وسپارل.

دغه جسدونه د کابل د لويدیځ په عمومي هدیره کې د جنبش روښنایي د قربانیانو ترڅنګ په ډله ییز ډول خاورو ته وسپارل شول.

د دشت برچي د چاودنو له امله د وژل شویو خلکو د جنازې مراسم

د قربانیانو کورنیو له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت دې د خلکو په ځانګړې ډول د ښوونیزو مرکزونو د امنیت په خوندیتوب کې خپلې هڅې چټکې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د پروني برید/ شنبه/ د ثور ۱۸/ د قربانیانو شمېر څه باندې پنځوسو تنو ته رسیدلی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین ویلي «وروستۍ شمېرې ښیې چې څه باندې ۵۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي. ښایي دا شمېرې هم بدلې شي، ځکه د شپې تر ناوخته پورې مړي او ټپیان انتقالېدل. دا د طالبانو لوی جنایت او نه بښونکی عمل دی.»

ولسمشرمحمد اشرف غني د دغو حملو مسؤل طالبان بللي دي او په یوه اعلامیه کې یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې جدي اقدمات وکړي.

که څه هم افغان حکومت د دې حملو مسؤل طالبان بللي، خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرونۍ حمله غندلې او دا یې د هغو کسانو کار بللی چې دده په خبره د افغان حکومت او استخباراتي پوښښ لاندې د داعش په نوم فعاليتونه کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کابل په لوېديځ کې یو ښوونيز مرکز په نښه کېږي، تر دې مخکې هم د مهدي موعود په نوم د یو تعلیمي مرکز پر زده کوونکو چاودنه شوې وه چې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د یادونې ده چې د دې برید په ګډون پر یو شمېر نورو ښوونيزو او ورزشي مرکزونو بريدونه چې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې مسؤليت یې داعش ډلې منلی دی.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونېسف، د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما، اروپایي ټولنې، د بریتانیا سفارت، د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د امریکا سفارت او یو شمېر نورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو او پېژندل شویو څېرو او شخصیتونو هم د کابل پرونۍ خونړۍ پېښه په کلکه غندلې او ویلي یې دي چې د ښوونځیو په شااوخوا کې تاوتریخوالی او حملې نه بښونکی عمل دی او ټینکار شوی چې ښوونځي باید خوندي او داسې ځایونه وي چې ماشومان په کې بشپړ امنیت ولري.

دوی د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د خپلو موخو لپاره له ماشومانو کار ونه اخلي او نړیوالو بشري حقونو او انسان دوستانه قوانینو ته ژمن پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب