حسن دهلوي چې د حضرت خواجه نظام الدین اولیا مرید دی، په صوفیانه ادب کې د یوه مهم ژانر موسس بلل کیږي. ده له خپل پیر سره د خپلو ملاقاتونو او مجلسونو رپورټونه په یوه کتاب کې راغونډ کړل او بیا وروسته نورو هم د صوفي بزرګانو د شفاهي تعلیماتو رپورټونه ولیکل او دغسې آثار (ملفوظات) وبلل شول. د حسن دهلوي ملفوظات، فواید الفواد نومیږي. امیرخسرو چې د حسن دهلوي په شان د چشتیه طریقې پیرو او د فارسي ژبې لوی شاعر دی، ویلي دي چې کاشکې زما ټول آثار د حسن وای خو فواید الفواد زما وای. فواید الفواد مو په پنځلس کلنه موده کې د خواجه نظام الدین اولیا د ۱۸۸ مختلفو ورځو په مجلسونو کې شریکوي، د هغه خبرې راباندې اوروي او د هغې زمانې صوفیانه آداب مو سترګو ته دروي.
د ۱۳۰۹ عیسوي کال د جون د نهمې نېټې په مجلس کې خواجه نظام الدین اولیا وویل چې هغه څوک به خامخا د خپلې صدقې اجر مومي چې پنځه شرطونه رعایت کړي. په دغو کې دوه شرطونه د صدقې تر ورکړې له مخه لازمیږې، دوه نور باید د ورکړې په شېبه کې رعایت شي او پنځم شرط له ورکړې وروسته وخت سره تعلق لري. لازمه ده چې صدقه د حلالې شتمني وي او صدقه ورکوونکي نیت کړی وي چې صالح بنیادم ته به یې ورکوي. دا دواړه مخکیني شرطونه دي. د صدقې د ورکولو په وخت پکار ده چې ورکړه په پټه وي او په ورین تندي او تواضع سره وي. د صدقې له ورکولو وروسته شرط دا دی چې خیرمن بنیادم به د خپل خیر یادونه نه کوي.
نظام الدین اولیا هغو کسانو ته د صدقې شرطونه ورښیي چې د هغې دنیا اجر غواړي خو له نورو سره مرسته کول او صدقه ورکول په دې دنیا کې هم د روحي سکون او خوشحالي سبب ګرځي. ما د خوشحالي په باره کې په مختلفو وختونو کې ګڼ رپورټونه لوستي او د ځینو تحقیقاتو لنډیزونه مې پښتو کړي دي. کابو ټول تحقیقات وایي چې له نورو سره ښه کول او خیررسول د خوشحالي لوی عامل دی. ډیر کسان ګومان کوي چې ثروت به د خوشحالي لوی سبب وي، حال دا چې شتمني په خوشحالي کې وړه برخه لري او د ځینو معتبرو څيړنو په اساس، ثروت مو په خوشحالي کې یوازې لس فیصده ونډه لرلای شي. له نورو سره ښه رابطه لرل او ښه کول، د خپلو کامیابیو بیا بیا رایادول او د خپلې آیندې لپاره پلان او پروګرام لرل، د خوښۍ د ایجاد ځینې لوی سببونه دي.
یوناني فیلسوف اپیکور چې تر میلاد درې، څلور سوه کاله پخوا اوسیده، د خوند او خوشحالي په باره کې ډیر فکر کړی و او دې ته یې پام شوي وو چې د اوږدې مودې خوندونه تر هغو بهتره دي چې یوازې شیبه نیمه را سره مله وي.
زه د خپلې تجربې له مخې وایم چې د ښېګړې خاطرې له کلونو وروسته هم خوشحاله کړی یم، خو د یوې ښې تفریح خاطره مې د وخت په تېریدو سره معمولا په حسرت او ارمان بدله شوې ده.
لوی فیلسوف ایمانویل کانت چې د نظام الدین اولیا غوندې یې ټول عمر واده ونه کړ او فکر کولو ته ډیر وخت ورسره و، د اخلاقي اوسېدلو په باره کې بیخي بېل نظر لري. د کانت په نظر هغه عمل چې د خوند یا ګټې لپاره یې تر سره کوو، اخلاقي عمل نه دی. اخلاقي عمل هغه دی چې د مسولیت په اساس یې کوو او باید تر سره یې کړو. کانت وایي، اخلاقي احکام له تجربو څخه نه بلکې د انسان له فطرت او ضمیره زده کیږي او موږ له تجربې پرته هم پوهېږو چې قتل غیراخلاقي عمل دی. د ده په اند، اخلاقي قانون له تجربې څخه سرچینه نه اخلي. اخلاقي قانون تر تجربي مقدم دی او له عقله سرچینه نیسي. دی وایي چې که انسان یوازې عاقل موجود وای، بد اخلاقي به یې نه کوله خو څرنګه چې انسان احساس هم لري او ډیر ځله د غیرعقلاني تمایلاتو تر اغیز لاندې راځي نو بد ورڅخه پېښېږي او په همدې وجه اخلاقي قوانین د احکامو او امرونو په ډول ورښکاري. کانت وایي له هغه څه چې (شته) او په طبیعت کې پیښېږي، د (باید) نتیجه نه شو اخیستلای. دا نه شو ویلای چې پسرلی دی او باید باران واوري خو دا ویلای شو چې درې ځله درې باید نهه شي. اخلاقي احکام هم د ریاضي د احکامو غوندې د (باید) احکام دي. مثلا، مونږ باید دروغ ونه وایو.
د نوې ځوانۍ په کلونو کې مې د استاد الفت په (لوړ خیالونه او ژور فکرونه ) کې د موریس مترلینګ یوه لیکنه ولوسته چې سخت خوند یې راکړ او سمدستي د هغې د حفظ کولو شوق راپیدا شو. لیکنه دا ده:
انساني سلوک
انسان باید هغه مینه چې له نورو سره یې کوي، له ډیر لوړ ځایه راواخلي او په ډیر لوړ همت له نورو سره وچلېږي.
تر څو چې ممکنه ده چې خلکو ته د عشق په نظر وګوري، نه ښایي چې د خپل ترحم او شفقت سیوری په چا باندې وغورځوي.
تر څو چې د عدالت له مخې چا ته څه ورکولی شي، نه ښایي چې د احسان له مخې چا ته څه وبخښي.
تر څو چې د چا احترام کولی شي، نه ښایي چې د هغه دلجویي او دلداري وکړي.»
په را وروسته کلونو کې چې د کانت له نظریو سره څه نا څه بلد شوم دې نتیجې ته ورسېدم چې د مترلینګ لیکنه د کانت د اخلاقي فلسفې تر اغېز لاندې لیکل شوې ده. د کانت په فلسفه کې د انسان ډیر درناوی شوی دی، ځکه له یوې خوا اخلاقي اصول د بنیادم د خپل فطرت پیداوار ګڼي او له بلې خوا له بل چا سره ښه کول، زموږ مسولیت بولي او دا اجازه نه راکوي چې په خپلې ښېګړې لویي وکړو او په نورو باندې د خپل احسان سیوری واچوو.
د کانت په اخلاقي نظریې باندې، د هغې له ټول عظمت سره سره، نیوکه کیږي چې د خیر په چاره کې یې د خیرمن بنیادم احساساتو او عواطفو ته ځای نه دی ورکړی. بنیادم ډیر ځله د رحم د عاطفې تر اثر لاندې له نورو سره ښه کوي او یا ممکن د نوم شوقي وي او وغواړي د خپل وخت سخي ارسلا خان شي.
له نورو سره ښه کول که د ثواب لپاره وي یا د خوشحالي په مقصد وي یا د کومې بلې عاطفې تر اثر لاندې، خو لا مهمه دا ده چې محتاجو کسانو ته په لا ښه طریقه خیر ورسوو.
جنګونه، وچکالي، توفانونه او نور آفتونه په ټولنو کې بیوزلي زیاتوي او پر ګڼو کسانو د روزي د ګټلو لارې بندوي. زموږ ټولنه چې پرله پسې جګړو سخته تباه کړې ده، د بیوزلو کسانو شمیر پکې خورا زیات دی او په همدې وجه پکار ده چې د صدقې ورکولو او خیر رسولو په باره کې لا زیات غور وکړو او لا ګټورې لارې چارې ورته ولټوو.
نورو ته ډوډۍ ورکول او وږي مړول د خیرخیرات عام ډول دی خو محتاج کسان یوازې ډوډۍ ته اړتیا نه لري. په کابل کې د نانوایي ګانو په خوا کې ناستو ګدایانو ته خلک معمولا ډوډۍ اخلي، حال دا چې ګدا تر ډوډۍ په پیسو خوشحالیږي.
په کلیو کې به لوی خیرات ته له لرې ځایونو خلک را روان وي. دغه خلک معمولا نارینه وي او دې ته پام نه کیږي چې لوږه او ناوړه تغذیه امیدوارو میندو او ماشومانو ته لا خطرناکه ده.
کور، کالي،ډوډۍ د چپي نهضتونو ډیر مهم شعار و. د شلمې پیړۍ په اویایمو کلونو کې چې چپیانو په افغانستان کې قدرت تر لاسه کړ، د نساجي صنعت د ودې په برکت د بیوزلو د لباس مشکل په فرعي مشکل بدل شوی و، خو چپیانو په پخواني شعار کې د تغییر ضرورت احساس نکړ او په اړتیاوو کې تغییر ته یې پام نه شول. یو وخت چې د علاج پرمختللي وسایل او مختلف درمل نه وو، علاج نسبتا ارزانه و خو د طب ودې علاج قیمته کړ. د شلمې پیړۍ تر دویمې نیمې وروسته له بیوزلو کسانو سره دومره د لباس غم نه و لکه د علاج. نن سبا زموږ په وطن کې هره ورځ ګڼ ماشومان، امیدوارې میندې او نور کسان په هغو ناروغیو مري چې که یې کورنۍ پیسې ولري نو علاج یې ممکن دی. خیرمن کسان که د لویو خیراتونو په ځای علاج ته مخ واړوي، په اوسنۍ زمانه کې به یې لا لویه نیکي کړې وي.
د کانت په نظر زموږ د عمل نتیجه لږه یا زیاته زموږ له کنټروله وتلې ده نو موږ د خپل نیت مسوول یو، نه د نتیجې. ته به یو چا ته پیسې ورکوې چې کورس ووایي خو خبر به نه یې او هغه به نشې ورباندې کوي. کانت وایي، څرنګه چې ستا نیت د هغه د پوهې زیاتول وو، نو ستا عمل اخلاقي و. د نظام الدین اولیا په شرطونو کې هم لولو چې نیت باید دا وي چې له صالح بنیادم سره مرسته وشي. زموږ په وطن کې ګڼ پوډریان ګدایي کوي او ځینې کسان هغوی ته پیسې ورکوي او وایي چې که پوډري هم دی، د خدای بنده دی، مرسته ورسره پکار ده، حال دا چې پوډري د ګدایي په پیسو په غالب ګومان پوډر رانیسي. په داسې ځایونو کې شاید دا بهتره وي چې پوډري ګدا ته پیسې نه بلکې ډوډۍ ورکړو.
جاپانیانو متل کړی دی چې ماته د کبانو میلمستیا مه کوه، ماته د کب نیولو چل را زده کړه چې هره ورځ خپل ځانته پخپله میلمستیا وکړم. له پوډري سره هم تر ټولو لویه نیکي دا ده چې د ترک اعتیاد روغتون ته یې معرفي کړو.
هغوی چې ښوونځي جوړوي، چې ځوانانو ته کسبونه ورزده کوي او چې د کار فرصتونه برابروي، هغوی نورو ته د کبانو میلمستیا نه کوي بلکې د کب نیولو چل ورښیي او لا لوی خیر رسوي. موږ هر یوه ته پکار ده چې د خپل وس په اندازه د خدای له مخلوق سره بنیادي مرسته وکړو او د ټولنې حرکت د هغه مقصد په لور جاري وساتو چې هلته هیڅوک دومره مجبور نه شي چې بل چا ته د خیرات کاسه ونیسي.
دا مقصد یقینا لنډ نه دی خو ناممکن هم نه دی. په ځینو پرمختللیو ټولنو کې له بیوزلو سره اجتماعي نظام مرسته کوي او محتاجان خامخا نه مجبوریږي چې شتمنو ته کږه غاړه ودریږي. له بلې خوا شتمن هم ورو ورو بهتره ګڼي چې د محتاج سترګې کوزې نه کړي او خپله مرسته د خیریه موسسې له لارې ور ورسوي.