یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت: تېره شپه او ورځ کې ۲۸۸ وسله وال...

د ملي دفاع وزارت: تېره شپه او ورځ کې ۲۸۸ وسله وال طالبان وژل شوي

تاند (یکشنبه د ثور ۱۹) د افغانستان د ملي دفاع وزرات د افغان ځواکونو سره په نښته کې د ۲۸۸ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۱۳۲ نورو د ژوبلېدو خبر ورکوي.

د ملي دفاع وزارت نن یکشنبه/ د ثور ۱۹/  په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه شمېر وسله وال په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، لغمان، غزني، وردګ، لوګر، کندهار، ارزګان، زابل، هرات، فراه، جوزجان، هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده موده کې د وسله والو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي.

د خبرپاڼې له مخې، د وسله والو طالبانو له لوري هغه ۷۰ بېلا بېل ډوله ماینونه چې د هېواد په مختلفو سیمو کې یې د ملکي خلکو او افغان ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پر ځای کړي و د ملي اردو له خوا کشف او خنثی شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د افغانستان په څو ولایتونو کې له بل هر وخت د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو ډګر تود شوی چې دواړه لوري یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب