جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهپاکستان په اسلام اباد کې له افغان سفارت سره د تماس لپاره...

پاکستان په اسلام اباد کې له افغان سفارت سره د تماس لپاره استازی وټاکه

تاند(شنبه، د دلوې ۲۱ مه) د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې د افغانستان له سفارت سره د همږغۍ او د افغان کډوالو د ستونزو د حل کولو لپاره ځانګړی استازی وټاکه.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خپل نوی ګومارلی استازی ورمعرفي کړی دی.

د افغانستان له سفارت سره د تماس لپاره د پاکستان د کورنیو چارو وزارت استازي پرون په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت له سفیر سرداراحمد شکیب سره ولیدل.

د سفارت له خبرپاڼې سره سم، سردار شکیب په دې کتنه کې له پاکستاني استازي سره په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونو د مخنیوي، د وېزو په برخه کې موجودو ستونزو د هواري، په پاکستان کې د بې درکه شویو افغانانو د برخلیک د معلومېدو، او خپل هیواد ته د بې اسنادو افغانانو د تګ لپاره د ګېټ پاس په نوم د جواز ورکولو په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان په محبسونو کې سلګونه افغانان په دې خاطر بندیان دي چې دغه هیواد ته بې اسناده تللي وو. تر ټولو ډیر بندیان د سند ایالت د کراچۍ په زندان کې دي چې شمېر یې تر زرو اوړي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان لپاره د دوی سفیر عبید الرحمن نظاماني لا هم په پاکستان کې دی او افغانستان ته نه‌دی تللی.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ یوه کنفرانس ته د پوښتنې په ځواب کې وویل، په دې اړه چې د دوی سفیر به کله افغانستان ته ستنيږي پرېکړه نه‌ده شوې.

بلوچ زیاته کړه، دوی لا هم هغه وضعیت ارزوي، چې کابل ته د دوی د سفیر د ستنېدو لپاره مهم دی.

د دسمبر میاشتې په لومړیو کې کابل کې د پاکستان پر سفیر ناکامه حمله وشوه، چې یو ساتونکی یې ټپي شو، تر هغه وروسته سفیر پاکستان ته لاړ.

د هغې حملې مسوولیت داعش ډلې منلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب