یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د نجونو د تعلیم مخنیوي تاریخي مسؤلیت چا ته ورله غاړې دی؟

د نجونو د تعلیم مخنیوي تاریخي مسؤلیت چا ته ورله غاړې دی؟

پوهندوی آصف بهاند

(په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو د زدکړو ستونزه)

چي په خپله، په خپل کور کې ډیوې وژني
هــای تــوبـــه د داسـې قــــوم لـه تـغـافـلـه

(؟)

دغه ته په مکتب کې څه غواړې چې ورپسې شله یې ونجلۍ!

د نجونو له تعلیم سره مخالفت، د افغانستان د تاریخ یوه توره او شرمونکې پاڼه جوړوي. د نجونو په تعلیم کې ستونزې، په داسې یو نا ناسور زخم اوښتی دی چې څومره وخت پرې تېرېـږي، هغومره پـړسېـږي او د رغېدو امید ورنه غوڅېـږي.

د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار باندې بندیز او بیا تر نن پورې پر دې ناسمو پرېکړو ټينگار، طالبان انزوا او بربادۍ ته نږدې کوي.

د طالبانو په دویم سلطنت کې چې دوی کوم دریځ د نجونو او ښځو په مقابل کې غوره کړی دی، له ټولو ملي، نړیوالو او اسلامي اصولو او موازینو سره په ضدیت کې دی. دوی نه د کورنیو متخصصینو، نه د ملي اسلامي افکارو لرونکو پوهانو خبره واورېده، نه یې د نړیوالو علمي استدلال ته وکتل او نه یې د اسلام د ستر پیغمبر لارښونو ته احترام وکړ؛ دوی له پیل نه تر اوسه نه یوازې د چا وانورېده، بلکې پر خپل ناسم دریځ او غیر علمي استدلال باندي یې ټینگار وکړ او اوس هم ټینگ پرې ولاړ دي.

څه موده پخوا د طالبانو د کابینې د پوهنې وزیر ترکیې ته په سفر تللی و او د ترکیې یو لوی مفکر مخامخ په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په باب ډېرې علمي او منطقي خبرې ورته کړې وې. د بي بي سي پښتو ویبپاڼې په یوه رپوټ کې په دې باب داسې راغلي دي:

«د ترکیې یو وتلی دیني‌ عالم چې د مسلمانو هېوادونو د عالمانو د مشرتابه کمېټې غړی هم دی،‌ په یوه کتنه کې د طالبانو پوهنې وزیر ته وايي‌ چې له ښوونځیو د نجونو را ګرځول د “منلو نه دي.”

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا چې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده ته نژدې کس بلل کېږي، څو ورځې وړاندې ترکیې ته په سفر تللی و.

 د مسلمانو عالمانو د ټولنې ترکي غړي ډاکتر محمد غورماز له نوموړي سره کتنه کې ټينګار کړی چې د یوه دیني عالم په توګه د طالبانو د حکومت له خوا ښوونځي او پوهنتونونو کې له زدکړو د نجونو منع کول نه شي منلی.

ډاکټر غورماز د طالبانو د پوهنې وزیر ته چې د یوه میز شاوخوا ناست دي، وايي:

 “ښاغلی وزیر ښايي تاسې ووایئ چې دا زموږ کورنۍ مسله ده او هېڅوک حق نه لري په اړه یې خبرې وکړي، خو دا د ټولو مسلمانانو مسله ده او په دې اړه پوښتنه کوي، آن زما لور له ما پوښتنه کوي چې افغان نجونې ولې له زدکړې منع کړل شوې دي. زه باید هغې ته ځواب ووایم. امنیت او د بنسټونو نشتوالی عذر نه دی. فکر کېده چې یو دوه میاشتې به نجونې له زدکړې بندې وي، خو دا دی یو کال وشو.”

دغه ترکی عالم د افغانستان پلاوي ته خبرو کې د امام غزالي هغه وینا وړاندې کوي چې وايي “عقلي علوم لکه خواړه داسې دي او نقلي علوم او زدکړې لکه درمل داسې دي”.‌

اوس نژدې ۴۸۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي‌ پورته نجونې له ښوونځیو را ګرځولې دي.‌

د مسلمانانو عالمانو دې غړي چې په نبوي احادیثو یې تر دوکتورا زدکړې کړي، د اسلام په لومړیو کې د زدکړو او تعلیم په اړه د طالبانو وزیر ته د ځینو تاریخي پېښو یادونه کړې.

ښاغلی غورماز وايي، “د اسلام پیغمبر چې مدینې منورې ته ولاړ هلته مدینه منوره یې پر یوه پرانیستي پوهنتون واړوله، چې سړو او ښځو دواړو پکې تعلیم کاوه”.

لکه دا چې د اسلام پيغمبر د بدر له لوستو اسیرانو – چې مسلمانان هم نه وو – مرسته وغوښته چې د مسلمانانو اولادونو ته زدکړې ورکړي.

دغه وېډیويي کلیپ‌‌ د مسلمانو عالمانو د نړیوالې ټولنې پر ټوېټر پاڼه وروسته له هغه خپور شوی چې د طالبانو مشر د دوی له پلاوی سره له کتنې د اوس لپاره “بښنه” غوښتې.‌

 د ترکیې دغه عالم پر یوټیوب هم پر دیني مسایلو بحثونه کوي او پخوا د ترکیې په دیني چارو کې مهم چاروکی هم تېر شوی دی…»

دغه راز په افغانستان کې د یوناما مرستیال مارکس پوتزل د طالبانوله لوړو پوړو چارواکو سره د دې لپاره جدي خبرې وکړې چې طالبان د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار پر بندیز باندې له سره غور وکړي او د افغانستان د خلکو د ژوند د لا خرابولو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د اسلامي همکاريو سازمان ننۍ (۱۱/۰۱/۲۰۲۳) غونډه یوازې پر دې راڅرخېده چې: «د طالبانو لخوا د نجونو پر زدکړو او په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز او په افغانستان کې د بشري وضعیت» موضوع به څنگه شي. نور حال د بي بي سي په دې رپوټ کې:

«د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې د ښځو پر زدکړو او کار بندیزونو په اړه پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د اسلامي همکاريو سازمان مشر حسین ابراهیم طه د دغه سازمان د مشرانو په نننۍ ځانګړې غونډه کې ټینګار وکړ چې د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ سره په همغږۍ د علماو دویم پلاوی افغانستان ته استوي چې د طالبانو له چارواکو سره له زدکړو او کار څخه د مخنیوي او ټولنیز عدالت په ګډون د ښځو پر اساسي حقونو خبرې وکړي.

دا هغه څه چې د دغه سازمان د مشر په خبره د اسلامي نړۍ لپاره ستر لومړیتوب دی.

د اسلامي همکاريو سازمان ناسته نن (چارشنبې) د سعودي په جده کې د ياد سازمان په مرکزي دفتر کې د طالبانو لخوا د نجونو پر زدکړو او په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز او په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه جوړه شوې وه.

د اسلامي همکاريو سازمان مشر وايي، “موږ په افغانستان کې د وروستیو ناخوالو ډکې پېښې له ژورې اندېښنې سره څارو. د خپل ځانګړي استازي په لاس مو طالب چارواکو ته خپل پیغام استولی چې پکې د اسلام په رڼا کې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په اړه خپلو تېرو ژمنو پوره کولو باندې ټینګار شوی دی.”

ښاغلی ابراهيم طه زیاتوي چې د دې مسئلې حل کول به د طالبانو د حکومت او د دوی د سازمان غړو هېوادونو ترمنځ د لا رغنده همکارۍ او نړۍ سره د اړیکو پراخولو دروازې پرانیزي.

د اسلامي همکاریو سازمان مشر په افغانستان کې د طالبانو لخوا په دولتي او نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه ویلي، دا به د بشري مرستو بهیر اغېزمن کړي او له امله به یې افغانانو ته سخت زیان واوړي.

حسین ابراهیم طه د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو، د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ، د ښځو د پراختیا سازمان، د الازهر او د سعودي د لویو عالمانو ټولنې، د اسلامي نړۍ ټولنې او نورو بنسټونو لخوا د خپروشویو اعلامیو ستاینه وکړه چې د ده په وینا د ښځو د زدکړو او ټولنیز ژوند کې د برخه اخیستو په اړه د اسلامي شریعت پر دریځ ټینګار کوي…»

اوس به ولیدل شي چې د اسلامي همکاریو د سازمان غږونه او چیغې د د طالبانو پر ککرو او ماغزو کې څه بدلون راولي او که به لکه پخوا د دبرې په څېر کلک او جامد پاتې شي.

زه فکرکوم چې دا خبرې پر طالب چارواکو باندې داسې بې تاثیره وې او دي، لکه غوږنه چې نه لري. باید په پرېکړنده ډول د طالبانو مسؤلینو ته وویل شي چې پر نجونو او د پوهنتون پر ښځینه محصلینو باندې د بندیز پرېکړه بېرنه واخلي. د ملگرو ملتونو سرمنشي انتونیو گوتریش ویلي دي چې: «طالبان دې پر نجونو او ښځو د زدکړې د بندیز پرېکړه بېرته واخلي» د بي بي سي په یوه تازه رپوټ (۲۴/۰۱/۲۰۲۳) کې داسې راوړل شوي دي:

«… نتونیو ګوتېرېش پر ټوېټر لیکلي: “اوس هغه وخت رارسېدلی ټول هغه تبعیضي قوانین او کړنې باید پای ته ورسول شي چې زدکړه کې په لاسرسي کې خنډ ګرځي”.

ښاغلي ګوتېرېش طالبانو ته په خطاب کې لیکلي “زه پر طالبانو غږ کوم چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره ثانوي او لوړو زدکړو ته د لاسرسي په اړه خپل ظالمانه او فاحش بندیز بېرته واخلي”.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د جنورۍ ۲۴مه، د پوهنې پر نړیواله ورځ کړي.‌

هغه لیکلي، زدکړه یو بنسټیز انساني حق او د ټولنو د بنسټ ډبره ده.‌

“په داسې حال کې چې موږ د زدکړې ورځ لمانځو، هېوادونه هڅوو چې د جامع تعلیم چاپېریال کې پانګونه وکړي ، په دې سره به ټول زدکوونکي/زدکوونکې خپل بشپړ ظرفیت ترلاسه کړي”.

بله خوا، د ملګرو ملتونو کلتوري بنسټ “یونیسکو” ویلي، په ۲۰۰۱ کال د افغانستان لومړنیو ښوونځیو کې د نجونو شمېر تقریباً صفر و،‌ له هغه وروسته په ټولو برخو کې د نوملیکنې کچه کې پام وړ پرمختګ وشو، خو نن په هېواد کې د نجونو (د زدکړو حق) په خطر کې دی…»

داسې ښکاري چې طالبان د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار او د ژوند کولو د طریقې په باب نه د اسلام د ستر پیغمبر محمد رسوالله لارښونو او عمل ته پام کوي، نه د خپلو با تجربه زړه سواندو هېوادوالو پوهانو مشورو ته ارزښت ورکوي او نه هم د غیر مسلمو متخصصینو پوهه تجربې او مرستې په پام کې نیسي؛ د طالبانو د دې چلن او پر خپله ناسمه لاره او طریقه باندې ټينگار هسې د خپلو هېوادوالو زورول ـ په ناپوهۍ کې ساتل او د خپل امارتې رژیم بربادول او د افغانستان او افغانانو دوښمنانو او لوټوونکو ټوپیکیانو ته د بیا راتگ او واک ته د رسېدو زمینه برابرول دی. دا په یاد ولرئ چې که طالبان د حکومتولۍ او له خلکو سره چلن بدل نه کړي، ډېر ژر به بیا هماغه ټوپکي لیوان د دوی پر ځای رانازل کړای شي او تاریخي مسؤلیت به یې همدې طالبانو ته ورله غاړې وي.

4 COMMENTS

  1. ښاغلی ببرک خان،
    مسووليت يې قرآن وحديث ته متوجه نه، بلکې د ارسطو فلسفې ته متوجه دی.
    ارسطو به ويل چې ((ښځې تر نارينه وو ټيټې دي)) او بل يې دا ويل چې د ښځو غاښونه تر نارينه وو کم دي.
    تاريخ پوهان دا وايی چې د هغه دوه ښځې وې. له دې سره سره چې هغه د هر څه په اړه ډېرې څېړنې کړې وي او کار يې د قدر وړ دی، خو په دغه خبره کې نه، نو ځکه هغه به ويل چې ((ښځې د زده کړې او تحصيل حق نه لري)).
    له بده مرغه په عباسي دور کې زموږ اسلامي ټولنه د فلسفې د بېساري نفوذ لاندې وه. دا ځکه چې زموږ اسلامي فقه د فلسفې تر نفوذ لاندې راغلې وه او فلسفې د مدارسو په تعليمي نصاب کې ځای نيولی وو او دغه وخت کې د قرآن او حديث ځای فقې نيولی وو او فقه د فلسفې تر نفوذ لاندې وه. زموږ په ټولنه کې دا ستونزه تر ډېره فلسفي اړخ پورې اړه لري او همدا د ارسطو فلسفه وه چې د ښځو د زده کړې او د تحصيل حق يې زغملی نه شو چې لا تر ننه ترې کړيږو.
    ارسطو به ويل :
    Women are inferior to woman.
    Women have less teeth than men.
    هيله ده چې تاسې پراخه هر اړخيزه مطالعه وکړئ او دا مساله تر قرآن وحديث پورې ونه تړې.
    د خدای انصاف داره تاسې کله هم قرآن لوستی/تلاوت کړی چې :
    وقضی ربک الا تعبدوا الا اياه وبالوالدين احسانا
    د موروپلار په تېره بيا د مور مقام رب العالمين له ځان سره متصل راوړی دی او انسان يې په دې مکلف کړی چې له موروپلار (مور) سره احسان وکړي.
    کله چې ابوين ذکر شي، نو مراد ترې پلار او چې والدين ذکر شي، نو مراد ترې مور وي.

  2. Nadwi: Aristotle.
    You know Aristotle “أرستو”, the master of Greek philosophy although, I respect him. No doubt really a nig man but [you know] he used to think like any other people. “The women are inferior to the men.” [ښځې د نارينه وو په پرتله ټيټې دي] So, he thinks “Women are not qualified to study and learn.” [ښځې د زده کړې او تحصيل وړ نه دي.] He used to say, “One of the reasons that women are inferior because they have less teeth compare to the men.”
    https://www.youtube.com/watch?v=TjFCF2QsMQ8&t=1511s
    =-=-=
    The great philosopher Aristotle believed that men have more teeth than women. Even though he was married, he must never have counted, because men and women both develop 20 primary or baby teeth.
    د نجونو او ښځو په اړه دا ډول افراطي کړنې له هماغه يوناني ارسطو له فلسفې سرچينه اخلي چې تر ننه يې لا پراخ سيوري زموږ د اسلامي فقهې په پوهانو هم پرېښي او لا تر ننه دا کشمکش روان دی.

  3. نو دې خرو خو ښځو ته هیڅ حق ندی ورکړی او دیني ديکتاتوري یې جاري کړې ده ، په مسئولیت خو هغه انسانان پوهیږي چې په ازادي کې لوی شوي وي نو د جهالت او د ایدیالیزم په کار خانه کې لوی شوي فاسدین کل په ازادي او حقوقو پوهیږي ! ددین بنیاد استعماري او بی بنیاده دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب