Homeخبرونهد امریکا جنګي الوتکې یو مرموز الوتونکی شی ویشتی

د امریکا جنګي الوتکې یو مرموز الوتونکی شی ویشتی

تاند(شنبه، د دلوې ۲۲مه) سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د پوځ ایف ۲۲ جنګي الوتکې د جمعې په ورځ د موټر هومره یو غټ شی د الاسکا په اسمان کې وویشت.

د سپیینې ماڼۍ د ملي امنیت کمېټې ویندوی جان کربي وویل، دا الوتونکی شی له مځکې ۴۰ زره فوټه (نژدې ۱۰ کیلومتره) لوړ و او د مسافري الوتکو لپاره جدي خطر ګڼل کېده.

د جان کربي په وینا دا شی پر یوه کم نفوسه هستوګنه سیمه د حرکت په حال کې ولیدل شو.

د سپینې ماڼۍ ویندوی زیاته کړه، دا شی چې څرګنده نه ده له کوم ځایه راغلی و او هدف یې څه و، د ولسمشر جو بایډن په امر وویشتل شو.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت کمېټې ویندوی خبریالانو ته وویل چې د غورځول شوي شي ټوټې اوس د الاسکا په ساحلي اوبو کې پرتې دي او دا اوبه کنګل دي

تر دې کابو یوه اوونۍ وړاندې امریکا د خپلو ختیځو اوبو په اسمان کې یو چینايي بالون وویشت او ادعا یې وکړه چې هغه د جاسوسۍ لپاره وراستول شوی و.

خو جان کربي د الاسکا ایالات دپاسه د ایف ۲۲ جنګي الوتکې له لوري ویشتل شوی شی له چینايي بالون سره ډیر متفاوت وباله.

د امریکا د دفاع وزارت ویندوی جنرال یټ رایډر هم پرون (جمعه) وویل چې د امریکا د هوايي ځواک ایف ۲۲ جنګي الوتکې د امریکا د ختیځ په وخت په یوه بجه او ۴۵ دقیقې یو شی چې ډیر تیز په هوا کې روان و، په توغندي وویشت.

ده وویل چې د دغه شي ټوټې راټولې شوي دي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

په تېرو کلونو کې د امریکا د پوځ د هوايي ځواک له لوري د ځینو مرموزو الوتکونکو شیانو، چې ځینې یې د نورو مخلوقاتو الوتونکې رکیبۍ بولي، د ویشتلو ادعاوې شوي دي.

امریکا وايي، د چین جاسوسي بالون یې ویشتی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...