جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهمجاهد وايي، داعش پر سفارتونو بریدونه نه شي کولی

مجاهد وايي، داعش پر سفارتونو بریدونه نه شي کولی

تاند(شنبه، د دلوې ۲۲مه) د طالبانو د حکومت په کابل کې پر سفارتونو د داعش د برید د خبرداریو په غبرګون کې وویل چې ټول سفارتونه خوندي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي د دوی حکومت په هیواد کې د سفارتونو او دیپلوماتیکو استازولیو امنیت ټینګ کړی او داش دا توان نه لري چې برید پرې وکړي.

ملګروملتو د چارشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، داعش سختدریځې ډلې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د چین، هند او ایران پر سفارتونو بریدونه وکړي.

ایران، چین او هند له هغو څو ګوته په شمېر هیوادونو څخه دي چې لا یې هم په افغانستان کې سفارتونه فعال ساتلي دي.

دې ډلې تر دې پخوا په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او همداراز په دغه ښار کې پر یوه هوټل چې چینایان پکې اوسیدل، د بریدونو مسوولیت منلی دی.

ملګروملتو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرچینې پر اساس ویلي، سعودي عربستان د فبرورۍ په دوهمه د سختدریځو ډلو د ګواښونو په خاطر په کابل کې خپل سفارت بند کړ او خپل دیپلوماتان یې اسلام اباد ته ولېږدول. څرګنده نه ده چې سعودي به کله بېرته خپل دیپلوماتان کابل ته بېرته ولیږي.

سعودي یو له اوو هیوادونو څخه و چې په کابل کې یې سفارت پرانیستی و.

د ملګروملتو د راپور له مخې، د ترکیې او قطر سفارتونو د امنیتي ګواښونو له کبله په لوړه کچه امنیتي ترتیبات نیولي دي.

د ملګروملتو پر اساس، د داعش تازه ګواښ د طالبانو د حکومت لپاره لوی ګوزار دی ځکه چې دوی هڅه کوي چې د نړۍ له هیوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او په دې توګه نه یوازې خپل حکومت ته مشروعیت ترلاسه کړي بلکې د افغانستان د ویجاړ اقتصاد له ښه کېدو سره مرسته وشي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د امریکا په شمول کابو ټولو لوېدیځو هیوادونو خپل سفارتونه له کابله وایستل او قطر ته یې یووړل.

د راپور پر اساس، د طالبانو انزوا د افغانستان اقتصاد نور هم له ستونزو سره مخامخوي.

1 COMMENT

  1. یعنی: لیوني ته یې و ویل چې پام کوه چې درمند ته اور وا نه چوې! لیونې و ویل: ښه شو چې رازده مو کړل!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب