سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د ژوند رنګونه | ليکوال: زهير سپېڅلی

د ژوند رنګونه | ليکوال: زهير سپېڅلی

ژوند يو رنګ نه دی او تل پر يوه حال نه وي.
بېلابېل رنګونه لري.
مختلفي نندارې دي.
هر ډول حالات راځي.
خواږه او تراخه پکي شته.
له لوړو او ژورو  ډک دی.
د خوښيو، غمونو، دردونو، ښو، بدو، ناکاميو، کاميابيو، خندا او ژړا د دې ټولو ټولګه ده.
موږ مجبوره يو، د دې هر څه خوند به ګورو.
د سهار په تمه به شپه تېروو.
د پسرلي لپاره به خزان زغمو.
د ګټي په خاطر به تاوان ته غاړه ورکوو.
د کاميابۍ لپاره به ناکامي منو.
د هوسايني او اسانۍ لپاره به سختۍ قبلوو.
د وصال لپاره به هجران ګالو او د خندا لپاره به ژاړو.
نه ټول عمر  غم وي، نه ټول عمر خوښي.
نه همېشه ژړا  وي، نه  همېشه خندا.
نه تل رڼا  وي، نه تل تياره.
نه همېشه پسرلی وي، نه همېشه خزان.
څوک چي همېشه خوښي او کاميابي غواړي، هغه د کاميابۍ او  خوښۍ په خوند نه پوهېږي.
څوک چي وايي:
همېشه دي پسرلی وي؛ هغه له طبيعته خوند نشي اخيستای.
همدا خزان دی، چي د پسرلي قدر راښيي او ناکامي ده، چي د کاميابۍ په خوند مو پوهوي.
ټول عمر خندا او خوشحالي هم نه زغمل کېږي.
خواږه که خواږه دي، خو ډېر خواږه خوړل مو ناروغه کوي هم او صحت ته مو تاوان رسوي.
درد، غم، ستونزه او کړاو په دې معنا نه، چي موږ پکي ورک شو؛ بلکي د دې لپاره چي ځان ثابت پکي وساتو.
ځان پکي پوخ کړو  او خام پاته نه شو.
شپه که توره او تياره ده، خو ستوري او سپوږمۍ ښه پکي ځلېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب