د پخواني نورستان د ارباب النواع يوه اسطوره
لیکوال: سمیع الله تازه
ژباړن: سید اصغر هاشمي
ګرانه لمسيه! ټول ويده شول، ته ولې نه ويده کیږې؟
ځوان په ځواب کې وويل: مور مې له خوب څخه وړاندې راته په طلایي جام کې اوبه راکولې، زه د هغې له څښلو وروسته ويده کېدم، دا مې عادت شوی چې په طلايي جام کې اوبه ونه څښم، خوب نه رازي. ديو غُم غُم وکړ جام يې پورته کړ او په چټکتيا سره د سيند په لور ولاړ چې تر هر څه ژر سړي ته اوبه ورکړي او بیا د نورو سره حساب کتاب وکړي. ديو ژر جام واخيست او د سيند په لورې لاړه چې بېرته راتګ کې له ځنډ سره مخامخ نشي، دی هغه مهال ډېر په غصه شو چې ويې کتل نشي کولای اوبه په جام کې وساتي او ساعتونه په دې بې پایلې کار کې مصروف و، په دې وخت کې يتيم هلک يو سپين نر وز چې ښکرونه يې هم نه درلودل او ديو ته ډېر ګران و، زبحه کړ، سر يې د کور په يوه کونج کې کېښودې او ګردې يې ورته په نغري کې کېښودې. د نر وز وينه يې په يوه لوښي کې واچولې او دوه ځله يې د سوچه سوچه کلمه تکرار کړه او په خپلو بې هوښه ملګرو يې وشيندل چې په هوښ راشي. کله چې هغوی ټول په هوښ راغلل، هلک د يوښ نيت خپلو ملګرو ته بیان کړ او ټول په بيړه د ديو له کوره ووتل او د تېښتې لار يې خپله کړه. ديو چې ايله اوس په دې بريالې شوی و چې په جام کې يو اندازه لږې اوبه کور ته ورسوي، په باور سره يې ځان په تاريکۍ کې نغري ته ورسوه چې اور ولګوي او اوبه هلک ته ورکړي، له دې وروسته د ټولو ګيلم ټول کړي، خو کله چې نغري ته نژدې شو، ناڅاپه د نر وز ګردې چې وړاندې يتيم هلک په نغري کې اېښې وې، والوتې او د ديو دواړه سترګې يې ړندې کړې. ديو خپل زړه ته را نژدې نر وز ته غږ کړ او له هغې يې د مرستې غوښتنه وکړه. د نر بز پریک شوی سر ځواب ورکړ: دلته يم، خو نشم کولای چې له تا سره مرسته وکړم. ديو په هغه څه چې په نشتون کې یې تر سره شوي، پوه شو، به ړندو سترګو او ډېره غصه يې د خلکو څار پيل کړ. لاروی هلک د خپل سفر څخه ناهيلی شوی و، په منډو منډو يې د خپل کلي لار ونيوله.
د ډېرې لارې وهلو وروسته يې وليدل چې ديو هغوی تعقيبوي او ځای يې ورته پیدا کوي. يتيم هلک د هغې لارښود پر بنسټ چې خور ته يې فالګېرې مېرمنې ښودلي وو، د ديو په لاره کې شانه (ږمنځ) غورځوي، په پايله کې ډېر ژر ځنګل شين کېږي او د ديو د چټک حرکت مخنيوی کوي. ديو په ستونزمن حالت له ځنګل څخه تېر شو او يو ځل بیا یې ځان وېرېدلې ډلې ته نژدې کړ او دا ځل هلک د ديو د لارې په سر ستن وغورځوله چې له هغې څخه د اغزيو لوی باغ جوړ شو، په هر قدم کې يو ازغی د ديو په پښه کې ننوته او ديو اړ شو چې لومړی ازغي له خپلې پښې څخه لرې کړي او په دې ډول يې د ديو ډېر وخت ضايع کړ. وېرېدلې ډله په چټکۍ سره مخ پر وړاندې تلل، يو لوی مست سيند ته ورسېدل او د سيند تر څنګ يوازينۍ لوړه ونه يې قطع او د سيند مخ ته یې واچوله او پرې تېر شول او بیا يې د ونې تنه سيند ته وغورځوله چې د ديو ګټې اخيستنې وړ ونه ګرځي. ديو په سترو او درنو ګامونو په چټک ځان يو ځل بیا هغوی ته نژدې کړ، خو ويې ليدل چې د تښتېدونکو خلکو او د دې په منځ کې يو لوی سيند شتون لري او نشي کولای له هغې څخه تېر شي او په ډېره غصه او ناهيلۍ له کومې لارې چې راغلی و، بېرته ولاړه. د (دۍ) رب النوع چې کله باوري شو چې د ديو له تعقيب څخه په امان کې دی، د زړه له تله يې دعا وکړه، لاسونه يې پورته کړل او غږ يې وکړ: ای زموږ ژغورونکيه! ته چېرته يې او تا چېرته موندلی شو چې ته زموږ مرسته وکړې او موږ د ديو له شر څخه وژغورې!
له دې دعا څخه وروسته د ژغورنکي رب النوع پلټونکی مايوسانه شو او د خپل کلي پر لور روان شو. په دې وخت کې يو طلايي الوتونکی د یتيم هلک په اوږه کښېناست او په خپله خوله يې وويل: ای انسانانو! تاسو د چا په لټون پسې سرګردانه هستئ او له هغې څخه څه غواړئ. ستړي او ناهيلي لاروي د طلايي الوتونکي او د هغې له خبرو څخه حیران شو او ټول په حيرانتيا سره د دې فکر نه لرې پېښې د پايلې په طمع وو. طلايي الوتونکي لټونکو کسانو ته ځان هماغه (دۍ) رب النوع وپېژنده چې دوی يې پلټنه کوله، لاروي د دې زيري په اوريدلو سره ډېر خوښ شو او خپلې غوښتنې يې د (دۍ) رب النوع ته بیان کړ. طلايي الوتونکي هغوی ته وويل: په هغه ډول چې له تاسو سره مې د شرير ديو څخه د ژغورنې پر مهال مرسته وکړه، ستاسو د کلي د ديو له شره هم تاسو ژغورم.
د دې هيله بخښونکو خبرو په اوريدلو سره هغوی چې په دې سفر کې شريک او سرګردان وو، په خوښۍ او د هغه ديو څخه د ژغورنې په هيله چې کلونه يې دوی د وېرې په سيوري کې ژوند کړی وو، له (دۍ) رب النوع سره په شريکه د کلي په لور ولاړل. کله چې دوی کلي ته ورسېدل، طلايي الوتونکی د يو ځواکمن انسان په څهره کې ظاهر شو او د کلي خلکو ته يې د ظالم او وحشي ديو څخه د ژغورل کېدلو پيغام ورکړ.
د کلي خلک، ښځې، نران، ماشومان او لويان د هغه سړی ليدو ته راغلي وو چې هغوی ته يې د ديو د ظلم او شر څخه د خلاصون زیری ورکاوه، هغه د کلي خلکو ته وويل: (دۍ) راغلی چې دوی د هغې بلا د ظلم او ستم څخه وژغوري چې کلونه يې له دوی څخه پلار، زوی او ورور اخيستی دی. ټولو خلکو چې د هغې لوړ قد او برجسته اندام وليده، نو د ژغورل کېدو هيله ورته پيدا شوه او هر یوه په زړه کې د ديو په وړاندې د هغې بریا ته دعا کوله.
(دۍ) رب النوع خلکو ته په خطاب کې وويل: زه راغلی يم چې يوښ له منځه يوسم او تاسو د تل لپاره د هغې له ظلم او ناروا څخه وژغورم، زه له يوښ سره د جګړې لپاره ځم، تاسو د جګړې میدان ته زما لپاره مالګينه حلوا او د ديو لپاره ګرمې او اور ورینې کلوله تېږې تيارې کړئ. که چېرته زه بې وسه شوم او د مرستې غوښتنه مې وکړه، نو د مالګينې حلوا يوه مړۍ زما خوله کې کېږدئ، کله چې ديو د دې ډول مرستې غوښتنه وکړه، نو ګرمه تېږه یې په خوله کې کېږدئ. خلکو د خپل ژغورونکي ورکړل شوي فرمايشونه پوره کړل او په مشورې سره د يوښ اوسيدو ځای ته ولاړل، يوښ چې د قربانۍ د نه رسېدو له امله د کلي خلکو ته غصه و او د بلې قربانۍ رسېدو ته يې لحظې شمېرلې، د (دۍ) رب النوع د يوه تکړه، زړه ور او هيبتناک جنګيالي په څېر چې د جګړې لسګونه ميدانونه يې فتحه کړي وي، مخې ته روان و او د کلي خلک ورپسې روان وو، (دۍ) چې کله د يوښ د اوسېدو سيمې ته نژدې شو، په لوړ اواز يې غږ وکړ.
ای يوښ! زه (دۍ) يم، هغه چې د انسانانو لپاره د خير او فلاح فکر لرم او د هغوی ملاتړ کوم، راغلي يم چې هغه خلک له تا څخه وژغورم چې تا پرې تل ظلم کړی دی.
يوښ د (دۍ) رب النوع د خبرو له اوريدو څخه وروسته دومره په غصه شو چې تا به ويل له ډېرې غصې ښايي دره ورانه کړي، په غوصه يې ځواب ورکړ.
ای پرديه لارويه! ما تر اوسه هېڅ داسې څوک نه دی لیدلی چې زما د ځواک او هیبت مخ ته ودرېږي، زه د کرکۍ او غصې رب النوع يم، هر څوک چې غواړم له منځه يې وړم، زه هغه يم چې له انسانانو قرباني اخلم او هغوی ته پسرلی ډالۍ کوم او د ځان په وړاندې هېڅ ځواک او طاقت نه وينم، زه د دې ځمکې مالک يم، هر څه تر سره کولای شم.
(دۍ) په ځواب کې وويل: ته چې د ځان په اړه کوم فکر لرې، داسې نه ده، ته اهريمن يې او بدې کړنې ستا کار دی، خلک ستا د پليدې څهرې له ليدلو څخه کرکه لري او له تا څخه ډارېږي. ته درواغ وايې، خلکو ته دوکه ورکوې، پسـرلی له تا پرته هم راځي. زه په هر ځای کې ستا په شان اهريمنانو سره جنګيدلی يم، ستاسو کار ستاسو د څهرې په شان خراب، ناسم او وېرونکی دی، زه د دې وړتيا لرم چې ستا په شان اهريمنان له منځه يوسم او خلک يې له شره وژغورم.
يوښ په ډېرې غصې وغريد او ويې ويل: که زه غصه شوم، نو د پښو لاندې ځمکه به مې ولړزېږي او د انسانانو لپاره زما يو اه کافي دی چې له منځه یې يوسم او اوس چې ته زما مخې ته راغلی يې، نو راشه چې د بې ادبۍ سزا دې درکړم. دواړه تن په تن د جګړې ميدان ته راغلل، جګړې دواړه درې ولړزولې، آهريمن هڅه وکړه چې په ځمکه یې څملوي او د کلي خلکو ته ځان ځواکمن ثابت کړي، خو (دۍ) په هغه حالت کې چې ديو يې بازو په غاښ کړی و، سخت مقاومت یې کاوه او ويې شو کولای چې ديو په ځمکه ووهي، خو ويې نشو کولای چې په ځمکه کې يې وساتي.
د دواړه تر منځ سخته جګړه روانه وه او شته خلکو د ژغورنې رب النوع (ديو) ته دعا کوله چې بریالی شي، ځکه چې د دوی د ژغورنې لپاره جنګيده.
د جنګ د پايلې وړاندوينه ستونزمنه وه او دواړو د خپل توان پورې په ټول ځواک سره په يو بل حملې کولې، شته خلکو له دې امله چې د دوی ژغورنکي مغلوب نشي، په انديښنه کې وو او بیا په بې رحمه ديو له دوی سره څه ډول رويه وکړي؟
د تن په تن جګړې په ګرم ميدان کې ديو غږ وکړ، زور مې ختم شوی، یو څه خواړه را ته راکړئ، د پخواني امر پر بنسټ څو تنه حاضرين لاړل او ويې ويل خوله دې خلاصه کړه.
هغه مهال چې ديو خپله خوله خلاصه کړه، نو خلکو ګرمه شوې تېږه د ديو په کام کې کېښوده، تېږې يې کام او زړه وسوزوه او ديو چېغې کړې چې آه وسوزيدم.
(دۍ) غږ وکړ لږ خواړه! يو تن پورته شو او مالګينه حلوا یې ورته خوله کې کېښوده، چې ژغورونکې يې د برخليک په جګړه کې ځواکمن شي.
دا عمل څو وارې تکرار شو، تر هغې چې د يوښ زور يې کم کړ او په ځمکه ولويده، (دۍ) په همدې حال کې وروستي او برخليک ټاکونکي ګوزارونه وکړل او ديو په هماغه ځای کې په ځمکه ولويد او له منځه ولاړه.
د کلي خلکو د اهريمن په له منځه تلو خوښي ښکاره کړه او د خوښۍ جشنونه يې ونیول، د (دۍ) رب النوع د خدمت له امله چې يې تر سره کړ، هغې ته یې عبادت پيل کړ او هغه دره چې په تير کې د يوښ د اوسېدو ځای و، د (دۍ) رب النوع ته وبخښه او د هغې د لمانځنې لپاره يې معبد را منځته کړ او په هغه ځای کې يې د هغه رب النوع په ډول يو بت د الوتونکي په څهره کې جوړ کړ او هغه دره يې د (دیګل) د اوسېدو د ځای په نوم ونوموه.
د کلي خلکو هر کال په پسرلي کې د (دۍ) رب النوع د خدمت له امله د څو وزو او غوايانو قرباني کوله او دا رواج د اسلام د مبارک دين تر راتلو پورې په ياده دره کې دود وو او په هر وخت تر سره کېده.
په سراج التواريخ کې د طلايي الوتونکي د بت په اړه داسې راغلي دي چې د مرغابۍ په شکل د وريجو نه جوړ مرغۍ ده، يو زنګ یې په غاړه کې دی او يو زنګ يې په لاس کې دی، د وايګل درې کفارو ورته عبادت کاوه او په يوه سورۍ تېږه کې يې د خاورو لاندې کړی و، د يو سړي په وسيله چې د خلکو له بت پالنې څخه خبر شوی و، تر لاسه یې کړ.
۱. په پخواني نورستان کې د ديال اړوند: ديال دویم مذهبي مقام و، خلکو د دې خلکو په غيب پوهيدو باور درلود او د هغې په امرونو يې عمل کاوه.
۲ـ سوچه: د پخواني نورستان په مذهبي مراسمو کې په ځانګړي ډول د قرباني په مراسمو کې دا کلمه ډېره تکراريده چې د پاک، سوچه او سپېڅلي په مانا ده.
۳- دۍ: که څه هم په (دۍ) اسطوره کې (دۍ) د رب النوع په شکل ځانګړی شوی دی، خو په پايله کې د (دۍ) کلمه د رب النوع لپاره د کارونې وړ ده.