دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهحقاني: پسرلي کې له کډوالۍ ستنو شویو ته د استوګنې او کرنې...

حقاني: پسرلي کې له کډوالۍ ستنو شویو ته د استوګنې او کرنې ځمکې ورکوو

تاند (شنبه، د دلوې ۷مه) د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحماني حقاني ویلي، چې راتلونکی پسرلی به له ګاونډیو هېوادونو را ستنو شویو افغانانو ته د استوګنې او کرنې لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پيل شي.

هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د حقاني مطبوعاتي دفتر ویلي، چې دا څرګندونې یې ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال کړې دي.

سرچینې دا هم ویلي، چې حقاني د ننګرهار کانال د غصب شویو ځمکو د تصفیې او له کډوالۍ ستنو شویو کسانو ته یې د وېش په اړه خبرې کړي.

په تېرو څو میاشتو کې پاکستان تر پنځو سوو زرو زیات افغانان په زوره له خپل قلمرو وایستل چې هېواد ته په ستنیدو یې د ګڼو ستونزو شکایت وشو.

طالب چارواکي له کډوالۍ د ستنو شویو د ستونزو د حل ادعاوې کوي، خو خلک نیوکه لري چې ستونزې یې زیاتې دي او طالب چارواکي رېښتیا نه وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب