دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد قاري برکت سلیم په مړینه په پراخه کچه د افغانانو خواشیني

د قاري برکت سلیم په مړینه په پراخه کچه د افغانانو خواشیني

تاند (شنبه، د دلوې ۷مه) د طالبانو د واکمن رژیم ترڅنګ یو زیات شمېر افغان سیاسي څېرو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو د افغانستان د تر ټولو مشهور شېخ القرآن قاري برکت الله سلیم په مړینه خواشیني ښودلې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د ملي مقاومت وسله والې ډلې مشر احمد مسعود، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور او ګڼو نورو مشهورو افغان څېرو د هغه مړینه افغانستان ته لویه ضایع ګڼلې ده.

د قاري برکت الله سلیم د کورنۍ غړو نن د نوموړي د مړینې خبر تایید کړ.

ارواښاد سلیم له څو کلونو راهیسې ناروغ او په کور او روغتون کې و.

نوموړی چې څه باندې ۸۰ کاله عمر یې و، له نهه کلنۍ څخه یې د قرانکریم حفظ ته مخه کړې وه او وروسته یې ګڼې نړیوالې سیالۍ ګټلې وې.

برکت الله سلیم د سلګونه قاریانو استاد، لیکوال، شاعر او مشهوره څېره وه.

سلیم د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې زېږیدلی و، خو زیات ژوند یې په کابل کې تېر کړ.

8 COMMENTS

  1. انالله و انا الیه راجعون،
    مرحوم استاد شیخ القرا برکت الله سلیم ته د الله تعالی اته واړه جنتونه په نصیب کړي . اروا یې ښاد . کورنۍ ، خپلوانو ، شاګردانو ، مینه والو او د افغانستان واقعي او اصلي دیني ټولنو ته د زړه صبر غواړم .

  2. انا لله و انا الیه راجعون.
    الله متعال دِ ترتیل بلبل وبښی او بهترین جنت دِ نصیب شی ، د قرآن کریم د ترتیل د مدرسې ، معزز معلم وو ،د دې مدرسې یی ډیر ښه خدمت وکړ ، الله رب العزت دِ کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو
    ته صبر جمیل او اجرونه ورکړی او خدای جل جلاله د موږ د قرآن دِ مدرسی ریښتونی شاګردان وګرځوی او خُلق مو قرآن وی .

  3. قاری سلیم د ښه سلیم استعداد څښتن ؤ، خدای دی وبخښی.
    امّا د بل ښکلی درس ننداره:
    مرحوم سلیم به د جنت وړ وی خو میرمن ئی یقیناً چی د جنت وړ ده.
    زموږ په زیږه فرهنګ کی هیڅکله یو نارینه د یوی نابینا ښځی سره واده نه کوی خو یوه ښځه طوعاً یا کرهاً د یو معیوب ( مثلاً نابینا ) نارینه سره په واده راضی وی چی دا خپله د ښځینه مخلوق د اخلاص او فداکاری او ایثار لویه نخښه ده.
    مرحوم سلیم د پنځو شپږو اولادونو خاوند ؤ چی یقیناً د اولادو د روزنی ټوله پروسه ئی د مبارکی میرمنی پر غاړه وه بناً ګومان کیږی چی د مرحوم سلیم تر منزلت به د هغه د میرمنی د اجر او ثواب منزلت او قدر لوړ او اوچت وی.
    د هر هغه چا هغه لنګوټه دی خاوری سی کومه چی د سنت په نیت ئی پر سر ایښی ده خو اصلی پیغمبری سنت ( د ښځی سره نرم او انسانی سلوک ) ئی تر پښو لاندی کړی او ښځی ته په سپکه سترګه ګوری.

  4. قاري صاحب دي الله تعالي وبښي جنتونه يي ځای شه، هر ژوندی ساری د مرګ مزه څکي. همدا لړۍ به همداسې روانه وي قاری صاحب د کابو اتیا کاله عمر درلود هماغه مقرره ورځ را ورسیده او دی په ابدي سفر لاړ. انالله واناالیه راجعون
    قاری صاحب مې یو ځلې څو کاله وړاندې په کابل کې په افغان ادبي بهیر کې لیدلی و. په هغې غونډه کې یې یو شعر ولوست. یو فرد مې یاد دی.
    داسې دي دریاد شم لکه ته چې مې یادیږي.
    نن يي چې کله د ابدي سفر په اړه خبرونه لولم، زړه مې راډک شي ستونی کې مې غریو راشي. سترګو کې مې اوښکې ډنډ شي. داسې انګیرم لکه په سخته بیکسي، بیوزلۍ، خپګان او نهیلیو کې چې راڅخه جلا شوی وي. ډیره مې ورته خوا بده شي.

  5. السلام علیکم و رحمت الله و برکاته
    شیخ القراء ،استاد ،حافظ او د لکونو زده کوونکو روزونکی او په عین زمان کښې خوږژبی شاعر ،د سلهاوو یتیمانو پالونکی په لسګونو نړیوالو مسابقو کې ېې د افغانستان نوم ځلولی او اول مقام ې ګټلی ؛بالآخره رفیق اعلی خواته لاړ!
    روح دې ښاد وي ، مزار دې دجنت یوه غرفه شي ، خوږ اوملکوتي غږ او قراءت دې د ټولو مسلمانانو په غوږونو او مغزو کې ازانګې وکړي او اته واړه بهشتونه دې ورنصيب شي. کل نفس ذاېقه الموت.
    انا لله و انا الیه راجعون.

  6. د قاري صیب برکت الله سلیم په یاد د پند نه ډکه قصه
    د قران کریم زینت په اواز کې دی.
    قاري صیب برکت الله سلیم خوش اوازه قاري و چې تعرف او پیژندنې ته اړتیا نه لري. د افغانستان په کچه نه بلکې د نړۍ په کچه یې شهرت درلود او ډیر کسان یې روزلي دي. ما هم د نږدې نه پیژند. خدای دې وبښي او برین جنتونه یې نصیب شه. کورنۍ او دوستانو ته یې صبر جمیل د الله تعالی د درباره غواړم.
    قاري صیب برکت الله سلیم د پیدایش نه په سترګو ړوند نه و. ماته یې هم یو ځل ویلي و او نن په هالیند کې په یو مجلس کې وم چې د حج او اوقافو وزارت پخواني وزیر، حلیمي صیب هم تاید کړه او وویلې چې قاري صیب برکت الله سلیم وړوکې و. سترګې یې خوږیدلې، مور یې ورته په سترګو کې کومه دوا اچولې وه او د هغه نه وروسته په سترګو ړوند شو خو په زړه بینا و.
    کله چې د قاري صیب لورګانې د ښوونځي زده کړو عمر ته رسیږي نو دی خپلې لورګانې په ښوونځي کې داخلوي. هغه وخت ورته ځینو کسانو ویلې و چې قاري صیب دا دې ښه کار ونه کړ چې خپلې لورګانې دې په ښوونځي کې واچولې. بې له دی چې ورته د علم په هکله د قران کریم ایتونه او حدیثونه ووایي چې علم په ښځه او نر فرض دی، هغه کسانو ته یې ویلې و چې لورګانې مې ځکه ښوونځیو کې واچولې چې نه غواړم د لورګانو اولادونه زما په شان ړانده شي. د دی مور بیسواده وه او سهوا یې بدله دوا د دې په سترګو کې اچولې وه. که لورګانې دې باسواده شي نو ټول فامیل ورسره بینا وي.
    له بده مرغه، د طالبانو حاکمې ډلې د ښځو په تعلیم بندیز لږولې او غواړي چې اینده نسلونه ټول ړانده پاتې شي.
    ‎فاعتبروا يا أولي الأبصار
    شاه محمود میاخېل
    له فیسبوک څخه
    *یادونه: ما له دعوت مډیا ۲۴ څخه کاپي پېسټ کړ.مڼنه

  7. بختور قاري برکت الله سلیم. دده غږ به تر قیامت ژوندئ وي او دده په ښکلې حجنره به د نړۍ او افغانستان مسلمان ولس اسماني کلام اوري. د یویشتمې پیړۍ رښتیانی افغان اتل روح ښاده. 😭😭😭💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐💐

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب