دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهعاصم منیر ته د هغه د طالب سیال غبرګون او ډیورنډ کرښې...

عاصم منیر ته د هغه د طالب سیال غبرګون او ډیورنډ کرښې سره د طالبانو توند مخالفت

تاند (شنبه، د دلوې ۷مه) د طالبانو د رژیم لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

جنرال منیر تېره چارشنبه وویل، چې ټول افغانستان ورته د یوه پاکستاني هومره ارزښت نه لري.

د طالبانو چارواکو د نوموړي څرګندونو ته، تر ننه پورې کوم غبرګون نه و ښودلی.

نن د دوی لوی درستیز قاري فطرت وویل، چې پاکستاني چارواکي داسې څرګندونې له خپلې بې کفایتۍ کوي.

فطرت، له پاکستانیانو وغوښتل چې د خپلو چارواکو د داسې دریځونو او څرګندونو خلاف ودرېږي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د قبایلو او سرحدونو چارو وزارت د دغه وزارت د طالب وزیر نورالله نوري یو ویډیويي پیغام خپور کړی، چې نوموړي پکې له ډیورنډ کرښې سره توند مخالفت ښودلی.

ملا نوري ویلي، چې افغانستان له پاکستان سره هیڅ کومه پوله نه لري او ډیورنډ یوه فرضي کرښه ده.

پاکستان د دغو طالب چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب