دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد بغلان د قندو فابرېکې بیا پيل

د بغلان د قندو فابرېکې بیا پيل

تاند (شنبه، د دلوې ۷مه) په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم د بغلان د قندو فابرېکې د بیا پيل خبر ورکړی.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې په دغه فابریکه کې به ۱۰۵۰ تنو هیوادوالوته د کار زمینه برابر شي او د بغلان په ولایت کې به د جغندرو د بیا ښکت لپاره ښه فرصت پيدا شي.
سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو له ورته اقداماتو خلک راضي دي او د هېواد د اقتصادي ځان بسیاینې لپاره یې د دوی له ټولو نېمګړتیاوو او افراطي کړنو سره مثبت ګامونه ګڼي.

1 COMMENT

  1. دا خورا ښه خبر دی. خو ددې فابریکې د فعال ساتلو له پاره اړینه ده چې نورې کرنیزې پروژې هم فعالې شي تر څو ورته د تولید له پاره خام مواد برابر کړای شي. په تیرو وختونو کې به دغزني د سردي پروژې په سلګونو ټنه لبلبو، همالته لیږل کیدل. که اوس هم حکومت داسې کرنیزې پروژې چې ځمکې يي غصب شوې دي بیرته فعالې کړې نو ښه به وي. کنه بیرته به د لومړنیو توکو د نشتون له کبله غیره فعاله شي. په تیرو کلونو کې د جګړو له امله چې ورته لومړني مواد نه رسیدل غیره فعاله وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب