دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد قومونو او سرحدونو وزیر: افغانستان له پاکستان سره پوله نه لري

د قومونو او سرحدونو وزیر: افغانستان له پاکستان سره پوله نه لري

تاند(شنبه، د دلوې ۷) د قبایلو او سرحدونو د چارو وزیر نورالله نوري وايي، افغانستان له پاکستان سره کومه رسمي پوله نه لري.

ښاغلي نوري دا خبره د تورخم لارې د لیدو په ترڅ کې وکړه، ویې ویل چې د ډیورند کرښه یوه فرضي کرښه ده.

ده زیاته کړه:«موږ له پاکستان سره د ډیورند په نوم فرضي کرښه لرو، رسمي پوله نه لرو، صفري سرحدي نقطه هم نه لرو. زموږ ترمنځ یوه فرضي کرښه ده.»

د افغانستان هیڅ دولت د ډیورند کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې.

پاکستان د طالبانو د اسلامي تحریک له پخواني مشر او موسس ملاعمر اخوند څخه هم غوښتي و چې دا کرښه د پولې په توګه په رسمیت وپېژني خو هغه د پاکستان دا غوښتنه په کلکه رد کړې وه.

1 COMMENT

  1. ددې منافیقینو دا خبره د تحسین وړ ده خو د ښځو د حقوقو خوړل یې په جنت کې مرداري ده !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب