جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+زموږ موږ| غلام خضرت

زموږ موږ| غلام خضرت

        ۲۷ جنوری ۲۰۲۴

زه اکثراً د اوږدو لیکنو حوصله نه لرم خو دا ځل به هڅه وکړم چی حوصله می میلمنه سی او یوه نسبتاً اوږده (یا شاید سریالی) لیکنه ګرانو لوستونکو ته وړاندی کړم که څه هم باور لرم چی حتی د درو کسانو د مینی او علاقی وړ به هم نه وګرځی.

یوه جالبه خاطره را یاده سوه؛

د مکتب په اووم یا اتم صنف کی وم، ښوونکی هم تشریف درلود، د کوټی دروازه وټکیده، ښوونکی د داخلیدو اجازه ورکړه، چپراسی ساب دروازه خلاصه کړه او ویې ویل چی د فلاني خان معلم صاحب د بایسکل کیلي ورکه ده که هر چا موندلې یا یې ومومي نو باید اِدارې ته یې راوړي. یوه شاګرد ور ږغ کړه څه ډول کیلي ده؟ چپراسی وویل چی د هندي بایسکل توره اوږده کیلي ده. یوه شاګرد ور ږغ کړه چی څومره به اوږده وي؟ چپراسی وویل چې کله وموندل سي نو معلومه به سي چې څومره اوږده ده.

اما اوږده لیکنه (چی ممکن لوستل یې هم اوږدې او چاغې حوصلې ته اړتیا ولري) به په یوه خواږه او وړوکی او خیالی داستان پیل کړم:

《 کوم ځوان (چی د زور او ټینګښت او نامی توب ادعا ئی درلوده) د یو خالکوب دوکان ته ور پورته او تر سلام وروسته ئی ور ته وویل چی غواړم پر خپل ځِګر د زمری تصویر خالکوبی کړم، تر مقدماتی مجلس او چمتووالی او توافق وروسته ځوان پر کټ پریووت او پښی ئی وغځولی او خالکوب په کار پیل وکړ. د ستنی تر څو ضربو وروسته ځوان د شدید درد احساس وکړ (نه ئی صرف نظر کولای سوای او نه ئی د درد د ادامی زغم) ، د خالکوب څخه ئی وپوښتل چی شریکه د زمری د بدن کوم ځای دی پیل کړی دی؟  خالکوب ور ته وویل چی چی ځوانه دا ئی د شا چپه پښه ده.

ځوان ور ته وویل چی د شا چپه پښه دومره مهمه نه ده د کوم بل ځای څخه ئی پیل کړه،  خالکوب ویل سمه ده،  د ستنی ضرب ئی بیا پیل کړ،  تر څو ضربو وروسته ځوان د درد احساس وکړ او پوښتنه ئی وکړه چی دا د زمری کوم ځای دی، خالکوب ور ته وویل چی دا ئی لکی ده،  ځوان ور ته وویل چی شریکه زما د زمری په ټول بدن کی د لکی سره نه ده جوړه (لکی پریږده او د بل ځای څخه ئی پیل کړه). خالکوب هم د ځوان د فرمایش په اساس بیا د ستنی په ضرب پیل وکړ، ځوان بیا هم د درد د زغم توان نه وموند او پوښتنه ئی وکړه چی استاده دا ئی کوم ځای دی؟ استاد ور ته وویل دا ئی ” سر ” دی ، ځوان ور ته وویل چی که ” سر” ئی هم نه وی نو څه پیښیږی؟  خالکوب ور ته وویل:

(مثلاً) هیڅ نه پیښیږی خو انا دی اوس زما موبایل ته مسیج را لیږلی او لیکلی ئی دی چی مَلَک بازو ته وایه چټک راسه کورته او یو کیلو کچالو هم در سره راوړه. ځوان (مَلَک بازو) هم پداسی حال کی چی بیا ئی هم د کاذب غرور احساس درلود له دوکان څخه را کښته او کور ته روان سو 》.

د پورته داستان انتباهی تفسیر:

که یو خښمیدلی او یاغی کس وغواړی د سلو وروستیو کلونو ( د امان الله خان څخه تر نننی حاکمانو پوری ) د ” زمری ” بڼه د تورو او حروفو او بیان په ستن تصویر کړی نو د هر تاریخی پړاؤ د فکری او سیاسی او اجتماعی جریاناتو طرفداران به د درد احساس وکړی او و به وائی چی دا ” ځای ” ئی پریږده او د بل ځای څخه ئی پیل کړه.

مثلاً:

امان الله خان سره له دې چی د وطن د خپلواکی او پرمختګ سخت مرید ؤ خو د ویرانوونکو اشتباهاتو مرتکب او د انګریز د سِحر او جادو قربانی سو خو روشنفکره طرفداران ئی د ناکامی پړه یوازی او یوازی د مرتجعو مُلایانو پر اوږو ور غورځوی.

نادر خان د افغان د جغرافیا بهر او د انګریزی هند په لمنه کی زیږیدلی او روزل سوی او ګومارل سوی یو شخص ؤ خو د کارنامو د تصویر او ترسیم په پروسه کی ئی طرفداران د درد احساس کوی او وائی چی د زمری د تصویر بله برخه دی سوزن کاری سی.

د حبیب الله کلکانی تئاتر هم ډیر جالب دی (د امان الله خان پر ضد د بغاوت اصلی سردمداران سپین پښتانه وه خو د انګریز د شیطنت له وجې د بغاوت رهبری د یو غیر پښتون په لاس ورکړه سوه) چی البته ویرانوونکی نتایج ئی شپیته اویا کلونه وروسته را ښکاره سوه (د قومي متقابل نفرت او کرکې فضاء حاکمه سوه). نن ورځ د کلکانی طرفداران د زمری د تصویر د دې برخې سره ژوره ستونزه لری (چا ته اجازه نه ورکوی چی دا تصویر منقوش سی.) 

د ظاهر جان د سلطنت نقاشی هم جالبه ده. د کابل په کوڅو کی د سلطنت روشنفکره مبارزینو د سپی سر ور خریلی او پر تندی ئی د پاچا نوم ور لیکلی او را روان کړی ؤ هیچا د پاچا د شخصیت د دفاع جرئت نه درلود خو پس له لسیزو لسیزو نن ورځ زیات شمیر مُلایان او خانان او قومی ټیکه داران خو پریږده همهغه د پرون ورځی مبارز روشنفکران د ظاهر شاه مریدان دی. 

په ناز او نعمت او د قدرت د خوند په باغچه کی لوی سوی سردار (داوود خان) هم جالب تصویر لری.  داوود خان په حقیقت کی د سلطنت د کورنی یو غوره غړی ؤ او د قدرت د خوند د بیا څکلو په نیت او همدارنګه د نړیوالو لوبو د سناریو د بدلون د شرائطو په اقتضاء (په حقیقت کی د لندن او واشنګټن او مسکو د مصلحت پر بنسټ) پر تخت کښینول سو. هیچا ئی (په مدنی حساب) په وړاندی د مخالفت جرئت نه درلود او ظاهراً په ټولنه کی د تائید وړ ؤ خو د وژلو سره سملاسی ئی ټولنه په ضد بدله سوه او په ډیره بی اعتنائی او حتی بی رحمی ئی په ” ارګ کی – کوم چی د خلګو په کور مشهور سو ” د چکر وهلو څخه خوند واخیست.

 داوود خان که وژل سوی هم نه وای او حتی د طبیعی مرګ تر پای پوری هم حاکم وای نو بیا هم یو چپی اوښتون او بدلون محتوم ؤ ځکه غرب په ډیر مهارت غوښتی وه چی شوروی دا یوه طبیعی او مسلّمه سناریو وګڼی چی ګواکی افغانستان به بالآخره د شوروی منګولو ته لویږی خو شوروی د غربیانو د نقشو د درک څخه عاجز ؤ.

په هره توګه، د داوو خان د تصویر نقاشی هم نن ورځ د هغه طرفدارانو ته دردوونکی ده او د ځینو حقائقو د بیان څخه منکر دی (په حقیقت کی د ستنی د ضربی څخه تیښته کوی).

امّا د ” زمری ” د ” سر ” د برخی سوزن کاری = یو د بل د تکفیر او نفی او فزیکی حذف ،ژور منفی بدلون، د وړوکی سیلابی ویالی ګډیده د مست او سیلابی دریاب په ګیډه کی.

آخ

اُف

په قراوانه لوی سوی او د هر حاکمیت تابع نظامي افسر او هر حاکمیت ته بیرته یاغی سوی نظامي افسر د ثور پر اوومه ټولی پردی څیری کړی.

د ثور د اوومی یوه دوی ورځی  وروسته،  وولس ته حیرانوونکی او د ثور مریدانو ته یوه غیر منتظره بریالی! !!! ورځ وه.

تکبر، غرور، د اکتوبر ادامه ،پلچرخی، پلینګون، زندانونه، شکنجې، په شګلنه او تُروه مځکه کی د انګورو د تاک د ښخیدو هڅه او ثمر ته ئی امید ، نابغه،  وفادار شاګرد، بالښت، سوسیالیزم، عدالت، مصئونیت، د شوروی سره مینه = د افغان او افغانستان سره مینه (البته + د غربی استخباراتو غړیتوب)، د مرموز شاګرد وژل کیده، د رښتینی ماکسیسټ – لیننیسټ راوستل او پر تخت کښینول + د یو نیم لک سور پوځ شتون،   په سیمه کی د ژور تشویش د وریځو خپریده خو په په غرب کی د خوښی او خوشحالی د جامونو جنګول (ځکه امریکی ته طلائی فرصت پلاس ورغی کله چی ئی ولیدل شوروی پوځ دقیقاً د دام او تَلکی پر پانډله پښه کیښوده) . لس کلونه خونړی حالت، د افغانانو او شورویانو وژنه، پراخ مهاجرتونه او…..

۱۴ کلن اړ و دوړ د زمری د تصویر د سوزن کاری بله برخه ده خو عاملین ئی  تکمیل ته زړه نه ښه کوی او اصلاً دا د زمری د بدن د دننه برخی (معدی او کولمو ) برخه بولی او تصویر ته ئی هیڅ اړتیا نه وینی. توبه.

اما

د ثور د اوومی او اتمی تر منځ زمانی فاصله ظاهراً فقط یوه ورځ ده خو کیفی فاصله ئی بی انتها ده. د ثور د اتمی او د هغی وروسته د ” تاریخ ” د زمری د تصویر ستن یا ستنی به په راتلونکی لیکنه کی فعّالی سی.

د تاند لخوا زما د پورته لیکنی او د هغی د ادامی د خپریدو په صورت کی به د هغو ګرانو لوستونکو تُند غبرګون او احتمالی کنځاوو او سپکاوی ته جواب و نه وایم کوم چی د ستنی د ضرب د خوَږ څخه شکایت لری البته د سالم بحث سره سخت شوق لرم. 

زما د تحلیل مهم ټکی به (کوم چی د نن ورځی د حالاتو خصوصاً طالب – پاکستان تر منځ د را پیدا سوی لانجی په هکله دی) قاعدتاً باید د لیکنی په وروستی برخه کی وړاندی سی خو  د موضوع د اهمیت پخاطر او د هیری له ویری به ئی همدا اوس په لنډه توګه وړاندی کړم:

پاکستان په عنعنوی توګه د لندن له غنائمو یوه غوښنه برخه ده چی د لندن د مشر ورور ( واشنګټن ) د هر اړخیز قدرت تر موندلو وروسته په یوه مشترکه کمپنی بدله سوه (چی بیا ئی هم غوښنه برخه د لندن په نصیب وه) .

دا واقعیت باید له پامه و نه غورځول سی چی (دوه وړونه او دریم ئی حساب) په هره ټولنه او هر فرهنګ کی اعتبار لری. لندن او واشنګټن به سره وړونه وی خو تر منځ ئی په حساسو ځایونو او حساسو وختونو کی سخت حساب او کتاب جریان لری او هر یو د خپلی ګټی په لټه کی دی (ډیر داسی وړونه شته دی چی د ګډی او مشترکی پروژی او کمپنی د مالکیت تر څنګ په انفرادی توګه نوری شخصی پروژی هم را منځته کوی او مخته وړی چی حساب یې د ګډو پروژو څخه باالکل بیل دی.) 

د توپکیانو د ځکندن په درشل کی لندن د خپل مشر ورور د ناخبرتیا او غفلت څخه په استفادی د پاکستان په دلالی د طالب پروژه پرانسته او طالب حاکم کړه سو. مشر ورور ددی پروژی د سترو ګټو په کیفیت خبر سو او د خپل کشر ورور څخه ئی وغوښتل چی په دې پروژه يي شریک او سهیم کړی خو کشر ورور (لندن) دا پیشنهاد رد کړ، د مشر ورور خښم  ور ته راغی او د لندن او طالب پروژه ئی د بن لادن او ۱۱  سپټمبر پواسطه په ډګه ور ووهله او خپله پروژه ئی فعاله کړه. تر شلو کلونو پراخو ګټو وروسته ئی د پروژی سیسټم او مدیریت ته تغییر ور کړ او طالب جان ئی ددی نوی پروژی د مدیر پتوګه وټاکی.

لندن زما زوی اوس شیر خطی سوی دی او د مشر ورور د پروژی د تخریب او سبوتاژ په موخه ئی خپل دلال ( پاکستان ) دیته هڅولی دی چی د ” مدیر ساب ” یعنی طالب په خِښتَګ او کلَوښو کی میږیان ور ایله کړی.

په هره توګه،  نن ورځ زموږ هیواد د یو متناقض حالت سره مخامخ دی او ممکن د هر تحلیلګر تحلیلونه هم د تناقض سره مخامخ وی.

نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب