Homeخبرونهد کابل- خوست ترمنځ د هوایي الوتنو پيل

د کابل- خوست ترمنځ د هوایي الوتنو پيل

تاند (شنبه، د دلوې ۷مه) د اریانا افغان هوایي شرکت له لوري له کابله خوست ولایت ته د هوایي الوتنو لړۍ پيل شوه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د هوایي چلند او ټرانسپورت وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له دې وروسته به د هرې دوشبنې او جمعې په ورځو له کابله خوست ولایت او د شنبې او سې شنبې په ورځو له خوست څخه کابل ولایت ته الوتنې وشي.

سرچینې د دغو الوتنو د بیو او نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د جمعې په ورځ له خوست څخه متحده عربي اماراتو ته هم د الوتنو د پیلیدو خبر ورکړل شوی و.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې دننه او باندې هوایی پروازونه ټول ټکني شوي وو، چې په وروستیو کې بېرته دا پروازونه په پیلیدو دي.

خلک د دغو الوتنو په بیا پيل خوښ دي، خو نیوکه لري چې د الوتنو ټکټونه ګران دي او باید د ارزانولو هڅې یې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...