پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد یوه هزاره سیاستوال لخوا د هزاره ګانو د نسل وژنې د...

د یوه هزاره سیاستوال لخوا د هزاره ګانو د نسل وژنې د ادعاوو ردېدل

تاند (شنبه، د دلوې ۷مه) د افغانستان د هزاره ټبر یوه ځوان سیاستوال جعفر مهدوي په تازه څرګندونو کې هغه ادعاوې په توندو ټکیو رد کړې، چې ګواکې په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنې ته منظم کار روان دی او طالب چارواکي په دې دسیسه کې ښکېل دي.

نوموړي په خپل فیسبوک پاڼه او یوه تلویزوني مرکه کې ویلي، چې داسې ادعاوې د یو شمېر هغو کسانو لخوا کیږي چې په قومي نفاق او داسې څرګندونو ځانونه مطرح کوي.

مهدوي دا هم وویل، چې طالب ځواکونه د داعش لخوا د هزاره ګانو د وژلو د هڅو په ځپلو هم توانیدلي او تر پخوا دا لړۍ کمزورې شوې ده.

مهدوي دغه راز تور پورې کړ، چې پر داعش ډلې سربېره د شمال ټلوالې یو شمېر وسله وال او په خاص ډول د پرځېدلي جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح د هزاره ګانو خلاف بریدونو کې لاس لري.

دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې له څه مودې راهیسې کابل ښار کې له هزاره مېشتو سیمو د څو چاودنو او یو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي.

د هزاره ګانو یو شمېر مدافعانو د دغو بریدونو ملامتي پر طالبانو اچولې او دوی یې د هزاره ګانو په نسل وژنه تورن کړي.

د طالبانو چارواکو هم دا ډول ادعاوې بې اساسه ګڼلي او ویلي، چې د دوی له راتګ سره امنیت تامین شوی او داعش ډله ځپل شوې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب