دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د عاصم منیر څرګندونو ته د دوکتور عبدالغفور لېوال غبرګون

د عاصم منیر څرګندونو ته د دوکتور عبدالغفور لېوال غبرګون

ښاغلی جنرال عاصِم مُنیر،
روغ اوسې.
خبر شوم، چې نن یا پرون دې ویلي: « د یوه پاکیستاني له خوندیتوب څخه ټول افغانستان ځاروې»؟!
د یوه پوځ‌مشر لپاره دا د ملتپالنې د یو اکټ په توګه ښه خبره ده، خو په خواشینۍ، چې ریښتیا نه ده.
د خپل هېواد تاریخ دې لوستی؟
خامخا به دې لوستی وي. ما اورېدلي، چې تاسو ته د «مطالعۀ پاکیستان» په نامه یو متن تدریسیږي، چې سر ترپایه دروغ دی. ښايي ځکه دې داسې درواغجنه دعوه کړې ده.
اول خو دا سپینه کړه، چې ته «پاکیستاني وګړی» چا ته وايې، دا تعریفولای شې؟
که یوازې «پنجابي او بیا د اقتصادي ګټو لپاره سېندي» ښيې، نو درواغ به دې درواغ وي، خو ښکر به نه لري، ځکه موږ خو چې وینو تاسو هره ورځ پرېمانه پښتانه و بلوڅان وژنئ. د دوی وینه کوم ارزښت نه لري، که دوی پاکیستانیان نه ګڼئ؟
په ۱۹۹۷ کې مو ایمل کاسي (میر ایمل کانسي) په څو روپۍ خرڅ کړ؟
اورېدلي مې دي، چې کوم امریکايي چارواکي خپلو مامورینو ته په غوسه ویلي وو:
« پر ایمل کاسي مو ډېرې پیسې ورکړي، پاکیستاني جرنیلان په یو لک کلدارو خپله مور هم پلوري!»
دا ریښتیا ده؟
ښه ریښتیا، ته خو به وايي، چې ایمل کاسي خو پښتون و، زه خو پاکیستانیان ښییم. ښه ورځه سمه ده د خپل تر ټولو مشر پوځي واکمن جنرال ضیاءالحق د وژل کېدو څېړنه مو وکړه؟
کوم چا د هغه د خرڅلاو خبره هم کړې وه.
پوځ دې هم چندان تاریخچه نه لري، تر ټوپک و اټوم ډېر په اسلامپلورنه چلیږي. که د اسلامي ایډیولوژۍ استخباراتي ډال دې تر مخ نیولی نه وي، د ۱۹۷۱ کال ۹۳۰۰۰ عسکر لوڅ لپړ تسلیمېدل دې د نړۍ د تاریخ د ترټولو سترې وسله‌والې تسلیمۍ ریکارډ ټینګ کړی دی.
تر یوه پاکیستاني ټول افغانستان مه قربانوه! او نه یې قربانولای شې، ته دومره وکړه، چې د زرګونو وژل شویو بلوڅانو ځواب يې میندو، خویندو، مېرمنو او بچو ته ووایه!
په قبایلي سیمو کې د وژل شویو، ورکو او (اغوا برای تاوان) پښتنو ځواب یې کورنیو ته ورکړه.
زه په اردو سم نه پوهېږم، سم نیمايي نفوس دې شپه و ورځ چیغې وهي، چې :
«یه جو دهشت گردی هی، ایس کی پیچی وردی هی!»
دغه راته مانا کړه!
په انګریزي یې مانا کړه، چې دواړه پرې پوه شو، ځکه په اردو لکه چې ته هم نه پوهېږې، که پوهېدلای، نو خامخا کوم ځواب خو به دې ورکړی و.
دا کوم وردي والا ښيي؟
هغه چې خپل نیمايي نفوس یې دهشت‌ګرد و خپل قاتل بولي، ایا هغه د خپل یوه پاکیستاني د ژوند په خاطر یو لوی افغان ملت ترې قربانولای شي؟
حیران یم حیران!
یا اعتراف وکړه، چې دا نیمايي نفوس پاکیستانیان نه دي او یا دې دغه مسخره لاپه بېرته درواخله او ځان دې خپلو خلکو ته مه شرموه.
له ایراني توغندیو خو به ځکه تېر شو، چې هلته هم بلوڅان ووژل شول ښايي هغوی تاته پاکیستانیان نه ښکاري، خو د ۲۰۱۱ کال د نومبر په ۲۶ چې امریکايي بې‌پیلوټو ستا ۲۴ سرتیري در ووژل، نو امریکا ته دې پورته وکتلای شول؟
ستا د تر ټولو حساسې پوځي چاوڼۍ په چم کې پر بن لادن د امریکا هالیوډي عملیاتو کومه نړیواله یا قامي ابرو او حیثیت درپرېښود؟
په خپل ټول پوځي تاریخ کې دې لاتراوسه یوه جګړه ګټلې ده؟ ایکي یوازې یوه؟
یوازینی شهرت دې د پښتنو او بلوڅو په وژنه کې دی او خلاص.
افغانستان تر پاکیستانیو ځارول ټوکې نه دي. د ۱۹۸۰ لسیزې په دویمه نیمايي کې دې د ننګرهار جګړه په یاد ده؟ هغه مهال افغانستان یو محاصره او جګړه‌ و ولږې‌ځپلی هېواد و، څومره پاکیستانيان یې درووژل؟
د خپلې پیاده فرقې څومره مړي دې دروړل؟ شمارلي دې وو؟
تر ۱۹۴۷ کال شاته ځکه نه‌ځو چې ستا هویت لا زېږېدلی نه و او که نه ستا اخلافو انګریزي هیندوستانیانو ته د افغانانو کیسې معلومې دي.
چېرته مې لوستي وو، چې کلونه کلونه پاکیستاني میندو خپل واړه ماشومان په دې کرارول، چې غلي شئ، که نه داود خان راځي.
زه پوهېږم، چې ګڼ خلک به راته وايي، چې لواړې لواړې خبرې ولې کوې؟
نو زه خو هرڅه لیدلای شم او ریښتیا پېژنم.
نننۍ جګړې یا په ملي لوړو ارادو کیږي یا په پیسو. چې پاکیستان همدا اوس یوه هم نه لري. ملي اراده و ولولې ځکه نه لري، چې ملت نه لري. دا د څلورو یرغمل شویو قومونو پوځي چوڼۍ ده، نه هېواد دی نه ملت. چې ملت نه وي، ملي غرور و انګېزه به له کومه شي؟
پيسې خو نو تاسو هم ګورئ، چې نشته. جګړه په اټوم او سړو وسپنو نه کیږي.
دلته یو ستر ملت پروت دی، چې تاریخ لري، هویت لري او پېړۍ پېړۍ یې تا ته په منسوبه جعلي جغرافیا واک چلولی دی.
ما اورېدلي و، چې پاکیستاني جنرالان د انګریزانو د لاس تعلیمیان دي. که د جګړو مېړنیان نه دي، خو خورا ځيرک او هوښیار وي. دې روستۍ غورې دې دا روایت هم درواغ کړ.
افغانستان پرېږده، خپل نفوس له خپلو هغو قاتلانو وژغوره، چې دا څلویښت کاله دې په خپلو استخباراتي مدرسو کې روزلي دي او سم نیمايي یې اوس هم ستا له استخباراتو تنخواه اخلي. ستا پر وګړیو هغه کسان ځانمرګي کوي، چې تا په خپلو انساني لابراتوارونو کې ماغزه ورمینځلي، د هالیوډ لوڅ لپړ فیلمونه دې ورښوول، چې نعوذبالله دا جنتي حورې درته په تمه دي. دا ځانمرګي دې خپل دي په افغانانو پورې اړه نه لري.
افغانستان هېر کړه خپلو ټاکنو ته ځير شه، چې فضل رحمان ملا ته په رایه ورکولو دې نیمايي نفوس د حوض کوثر په غاړه له پیغمبرانو سره یوځای شي (!)، له خپلو وګړیو د افغانستان قربانول هېر کړه! په خپله مقبوضه جغرافیا کې پښتانه و بلوڅ مه وژنه او که نه دا چې څه پېښيږي ورته ګورو به.
ماته خو حالات ټیک نه ښکاري جي.

8 COMMENTS

  1. د ښاغلی او ډیر معظم دوکتور عبدالغفور لېوال څخه ډیره مننه چه د چټلستان لوی ناپوهه ځناور عاصم منیر ته یی خوله ماتوونکی ځواب ورکړیدی. ښاغلی لیوال یو ریښتینی زړور افغان او د وطن د سرشمیرو لیکوالانو څخه دی. په دیی ویاړم چه افغان یم.

    ښاغلی شرافت ته وایم آیا ستا پوهه، منطق او افغانیت دا مني یا قبلوی، چه سبا ورځ څوک د کنړ یا بلخ کومه ولسوالی ونیسی، او تاسی ورته په ځواب کی ووایی چه مکوه چه د تورخم او حیرتان دروازه راباندی بنده نشی.
    وګوری ځمونږ ګران هیواد افغانستان د مورحیثیت لری، او افغانان د دغی هیواد او مور بچیان دی. کله چه یو خر او خوږ لکه عاصم منیر په توره او چټله خوله غیر انسانی د غروراو کبر بربنډی خبری کوی، نو بیا هر ریښتینی افغان ته پکار ده چه تر ټولو تریخ او زهرجن ځواب ورکړی. دا ځمونږ افغانی دنده ده او دنده به وی. چه ناپوهه غلیم مو عبرت واخلی.

    په دیی کی ځان ښودنه نشته چه زه د پنجابیستان تر ټولو سرسخت د ښمن ځان بولم، او یا ځما بل ورور معتدل او بل بی طرفه ځان بولی. تشریح ته به ضرورت نه وی ځکه ټول پوهیږو چه پنجابیستان نور د زغملو وړ نه دی.
    په اوس زمان کی اکثره افغانان پدی پوه شویدی چه دغه بی حده زیات دښمن ته باید غلی او خاموشه پاتی نشو.
    مننه

  2. په پاکستان دې یو لک لعنتونه وي خو وطندار صیب که وطن کې نه يې او د لندن نه توغندي ولې نو دا بیل سوال دی. وطن په ډوزو نه ګټل کیږي. دومره غم يې درسره دی راشه پکې واوسه. کار او خدمت د وطن وګړه.

  3. نه پوهیږم په دغه اساس وخت کی ولی ځینی ورونه غواړی چه افغانانو په مینځ کی د بی اتفاقي اور بل کړی او دښمن راته…..

    شرافت صیب ستا همدا یوه خبره زده ده، چه د لندن او غرب نه توغندی مه وله، ځکه په دا څو تبصرو کی هر چا ته ورته لیکنی کوی. خبریم چه غرب ته د رسیدلو لپاره موډیر کوششونه ګاللی دی، خو بخت درسره یاری نده کړی.
    ما چه وطن ته کوم خدمت کړی او لا یی کووم. په دغه خدمت خپل وجدان او افغانستان ته پاک او بریالی یم. او که دواړه د خدمت په باره کی مجلس وکړو، شاید دا ومني چه تاسی خپل ژوند عبث تیر کړیدی.
    دا چه وطن په تاسو د پښتو ژبی اوادب زده کړی وکړی، د کونډو او یتیمانو پیسی یی درباندی ولګولی، اخر دا شوه چه خپل دوکتور ته هم صیب وای او خپل دښمن عاصم منیر ته هم صیب وای.
    شرافت صیب هیله کووم چه دښمن ته مو په دغه خبرو جرآت مه ورکوه…………….

  4. وطندار صیب
    دا نن نن ننګرهار کې د طالبانو د قبايلو وزیر وویل چې دریورند د سرحد په توګه په رسمیت نه منو. اوس نو وګوره چې حاجي ګلا اغا شیرزي چې دوکتور لیوال صیب يې معاون که سکرتر وه، دوی ټول دوران کې خپل د قدرت دغسې سپينه خبره کړې ده د پاکستان په اړوند. ځکه وایم چې اروپا او امریکا نه ډوزې نه ولئ.

  5. لېوال صیب مننه له لیکنې،
    د دې ټولو له احساس او منطق ډکو ټکیو لوستو په جریان کې ذهن ته راغلل چې که کوم ‍ساده پاکستانی او یا د ای ایس پي ار ستراتیژیست دا ولولي نو لومړۍ پوښتنه به یې دا وي چې که عاصم منیر دا خبرې کوي هره مرو یې دې ته پام دی چې افغانستان یې د ملیشه (طالبانو) تر ولکې لاندې دی او د هغه په ذهن کې به تاسو غرب ته تښېدلي بیخي نه وئ او یا دا چې تاسې به د څه ویلو جرئت وکړئ، او وایي به چې (تاسو خو مو لیدلي یاست!).
    داسې نه ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب