یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهامریکا په پاکستان کې د بیان پر ازادیو بندیزونه د پاکستان د...

امریکا په پاکستان کې د بیان پر ازادیو بندیزونه د پاکستان د پالیسۍ خلاف وبلل

تاند (شنبه، د دلوې ۷ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د بیان او نظر پر ازادیو پر لګول شویو بندیزونو اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې دا د پاکستان د خپلې پالیسۍ خلاف دي.

په پاکستان کې د نامتو پښتون مشر منظور پښتین په شمول ګڼ خلک د نظر د څرګندولو په خاطر په زندان کې شپې سبا کوي.

د متحدوایالتونو د باندنیو چارو وزارت ویندوی ویدانت پیټل پرون خبریالانو ته وویل، امریکا په پاکستان کې د عامو انتخاباتو او ولسواکۍ ملاتړ کوي او امریکا د هر هغه چا ملاتړ کوي چې د پاکستان خلک یې پر خپلو رایو ټاکي.

خو ښاغلي پیټل په عین حال کې ټینګار وکړ چې ازادې رسنۍ د ولسواکۍ لپاره مهمې دي.

دا هغه څه دي چي پاکستان د پوځیانو د دیکتاتورۍ له کبله ورڅخه بې برخه شوی دی. پوځ اکثره رسنۍ تر خپل اغېز لاندې راوستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب