جمعه, مې 3, 2024
Home+د شفاف پوستکي لپاره د ماسکونو جوړول

د شفاف پوستکي لپاره د ماسکونو جوړول

مینه اخمد

سالم پوستکی د انسان د بدن د میکروبي کېدو او د پوستکي له لارې د ناروغیو د ور ننوتلو مخنیوی کوي، نو له همدې امله، په هغې کچه چې د بدن د روغتیا خیال ساتئ په همدې اندازه باید بدن د پوستکي په ځانګړي ډول د مخ د پوستکي خیال هم وساتئ.

خو د بدن او مخ د پوستکي د روغتیا او سلامتیا لپاره څه کول پکار دي؟ او له کیمیاوي موادو او کریمونو پرته د پوست د روغتیا ساتنې نورې کومې لارې چارې شته چې کم لګښت ولري او پوستکی هم زیانمن نه شي؟

د دې پوښتنې ځواب به په دې لیکنه کې ومومئ، موږ غواړو په دې لیکنه کې تاسو ته ځینې هغه لارې چارې در وښیو چې په ډېر کم لګښت ستاسې پوستکی ښکلی کوي او هیڅ ډول زیان نه لري.

 د پوستکي د ښکلا لپاره تر ټولو ګټوره لاره له طبیعي موادو او ماسکونو څخه ګټه اخیستل دي، چې په دې لیکنه کې تاسو ته همدغه طبیعي ماسکونه درپېژنو، لیکنه تر پایه ولولئ!

لومړی: د مستو ماسک

مستې د مخ د شفافیت، ښکلا او نرمۍ لپاره تر ټولو غوره ماسک دی، مستې مخ پاک او په هر ډول مېکروبونو د ککړتیا څخه یې ساتي. که غواړئ د مستو ماسک چمتو کړئ، یوه کاشوغه شات له څلورو کاشوغو مستو سره یو ځای او په خپل پوستکي یې وموښئ او دغه د ۱۵ دقیقو لپاره یې پر خپل پوستکي پرېږدئ او وروسته یې بیا خپل مخ ووینځئ.

که ستاسو پوستکی غوړ وي، نو د مستو د ماسک د جوړولو لپاره له داسې مستو څخه کار واخلئ چې د غوړو کچه یې ټيته وي، خو که چېرې ستاسو پوستکی وچ وي له هغو مستو څخه کار واخلئ چې ډېرې غوړې وي.

دوهم: د شاتو او هګیو ماسک

که غواړئ چې د پوستکي ګونځې مو کمې شي د هګۍ او د شاتو له ماسک څخه کار واخلئ، ځکه دغه ماسک د مخ ګونځو د له منځه وړولو لپاره تر ټولو غوره ماسک دی.

د دغه ماسک د چمتو کولو لپاره یوه هګۍ له لږ شاتو او زیتون غوړیو سره ګډ کړئ او په خپل مخ یې وموښئ او له شلو دقیقو وروسته مو خپل مخ ومینځئ. دغه ماسک د دې ترڅنګ چې د پوستکي ګونځې له منځه وړي د پوستکي د ښکلا او نرموالي لامل هم کېږي.

درېیم: د دڼیا ماسک

دا لپاره چې دڼیا یا گشنیز د انټي اکسيډېنټ یوه غوره سرچینه ده پوستکي ته ډېره ګټه لري او د پوستکي د ښکلا او ځوانۍ سبب کېږي. د گشنیزو ماسک د جوړولو لپاره لږ دڼیا، بادرنگ، شيدې او لږ د اوربشو اوړه په میکسر کې واچوئ او ښه یې سره ګډ کړئ. هېر مو نه شي چې د دغه ماسک ټول مواد په یوې کچه خو د اوربشو اوړه د نورو موادو دوه برابره واچوئ. کله چې مو دغه ماسک پر مخ کېښود وروسته له شلو دقیقو خپل مخ ووینځئ.

څلورم: د الو بالو ماسک

الوبالو (چې ګیلاس ته ورته مېوه ده) د انټي اکسیډېنټ او C ویټامین غوره سرچینه ده، له همدې کبله د پوستکي په ښکلا کې ډېره مرسته کوي.

که غواړئ ښایسته پوستکی ولرئ او د الوبالو وکاروئ. د ماسک د جوړونې لپاره الوبالو، له زیتون غوړیو او شاتو سره يو ځای کړئ، کله چې دغه ماسک تیار شو په خپل مخ یې کېږدئ او له لسو دقیقو وروسته خپل مخ ومینځئ.

پنځم: د کدو ماسک

د پښو د پوستکي د نرموالی او د چاودو د رغولو او له منځه وړلو لپاره د کدو ماسک څخه ګټه واخلئ، ځکه چې د کدو ماسک د پښو هر ډول چاودې له منځه وړي او پوستکی یې رغوي. د کدو ماسک جوړونې لپاره لږ کدو، یوه کاشوغه بوره، یوه کاشوغه زیتون او یا د بادام غوړي، د کافي یا قهوې پوډر او څو څاڅکې د لیمو اوبه سره یو ځای کړئ او په خپلو پښو یی وموښئ.

د دې لپاره چې دغه ماسک غوره پایلې تر لاسه کړئ نو د لسو ورځو لپاره په پرله پسې توګه دغه ماسک وکاروئ.

شپږم: د دال چیني او جوز ماسک

که پوستکی مو ګونځې لري، نو ښه ده چې د دال چیني او چارمغز له ماسک څخه ګټه واخلئ. د دغه ماسک د جوړونې لپاره شات، دال چیني او د جوز پوډر په مساوي ډول ګډ کړئ، کله چې دغه ماسک جوړ شو په خپل پوستکي یې و موښئ او وروسته تر ۱۵ دقیقو یې ووینځئ.

د یوې اوونۍ لپاره هره ورځ له دغه ماسک څخه ګټه واخلئ او مثبتې پایلې ترلاسه کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب