جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+«اب در کوزه و ما تشنه لبان میکردیم»

«اب در کوزه و ما تشنه لبان میکردیم»

متقاعدجنرال دولت وزیري

په ټوله نړۍ کې د پاکو او خوږو اوبو ستونزه ډیره ژوره ده. له یوه پلوه که د بحرونو اوبه تروه او د څښلو او خوړلو لپاره نه استمالیږي، له بله پلوه په نړۍ کې ورځ په ورځ د تودوخې لوړوالی او وچکالیو نړۍ د پاکو اوبو د کموالي سره مخ کړې ده.

بله خبره دا چې، په ډیر شمیر هیوادونه یا پاکو او خوږو اوبو ته لاس رسی نه لري او یا د خپلو خوږو اوبو څخه په سمه توګه ګټه نه شي پورته کولای.

زموږ ګران هیواد افغانستان سره د دې چې پریمانه پاکې او خوږي اوبه لري هم یو د هغو هیوادونو له ډلې څخه دی، چې اوسیدونکي يې. خوږو او پاکو اوبو ته کافي لاس رسی نه لري او ورځ تر بلې يې د اوبو ستونزه زیاتیږي.
په افغانستان کې د وچکالیو له کبله د ځمکې اوبه ډیرې کښته شوې دي. څاګانې، چینې، ډنډونه او ذخیرې یا وچې او یا يې اوبه کمې شوې دي.

که پر وخت او په سمه توګه د خپلو سیندونو او د چينو له اوبو څخه ګټه پورته نه شي او په ژوره توګه ورته پاملرنه ونه شي، د اوبو د کموالي ستونزه به لا ډیره او یو ستر ناورين به رامنځ ته شي.

له نیکه مرغه افغانستان د پاکو او خوږو اوبو کافي ذخیرې او سیندونه لري. د حل لاره یواځې د خپلو ذخیرو او سیندونو څخه په سمه توګه ګټه پورته کول دي.

د څیړنو له مخې افغانستان نېږدې ۱۸۰ غټ او واړه سیندونه او خوړونه لري. له دوی څخه يې نیږدې ۴۳ لوی او متوسط سیندونه دي.

د افغانستان هیڅ داسې ولایت نشته چې د پاکو او خوږو اوبو سیند په کې وجود ونه لري. سر بیره پر دې په زرګونه چینې او ویالې له دې سیندونو سره یو ځای کیږي او لويې ذخیرې منځ ته راوړي.
د افغانستان سیندونه پر پنځو حوضو ویشلای شو:

لومړۍ – دکابل د سیند حوزه چې د ۳۴ لویو او وړو سیندونو څخه تشکیل شوې ده

دویمه – د هلمند د سیند حوضه چې د ۴۱ لویو او وړو سیندونو څخه عبارت ده.

درېيم – لویدیزه حوزه ده چې ۱۸ لوی او واړه سیندونو په کې وجود لري.

څلورمه – د امو سیند حوزه ده چې ۲۲ لوی او واړه سیندونو په کې راټول شوي دي.

پنځمه – د شمال حوزه ده چې د ۱۷ لویو او وړو سیندونو ټولګه ده.

له بده مرغه یواځې د بلخ د سیند نه پرته نورې د ټولو حوزو اوبه له افغانستان څخه بهر ته ځي.
په هیواد کې هر کال د ۷۵ میلیارده متر مکعب اوبو څخه یواځې د ۲۰ میلیارد متر مکعب اوبو څخه ګټه پورته کیږي او نورې اوبو مفتی بهر ملکونو ته ځي.

د افغانستان لپاره یواځې د کونړ، کابل، هلمند، هریرود، مرغاب او د آمو سیندونو اوبه بسنه کوي که چیرې اوبه يې راوګرځول شي او د هیواد لپاره ترېنه ګټه پورته شي.

د څښلو او د ځمکو د خړوبولو تر څنګ په افغانستان کې د برېښنا مساله هم تر ډیره پورې حل کیدای شي..
د بریښنا ستونزه هم ډیره ستره ده.

هیواد د کافي سیندونو په درلودلو سره د برېښنا د بندونو د نه موجودیت له امله برېښنا له بهر څخه را لیږدوي. د دې تر څنګ چې پر اقتصاد ډیر منفې اغیز کوي تر څنګ يې کله چې د یادو ملکونو سره اړیکې ترینګړي شي، د برېښنا په رالیږد کې هم ستونزې منځ ته راځي چې له دې امله هم هیواد له لویو ستونزو سره مخ کیږي.

له نیکه مرغه اوس پر امو سیند د قوشتیټې کانال جوړول د امو حوزې ستونزه تر ډیره پورې حل کیږي.

د کونړ د سیند هغه برخې چې اوبو لاندې کړې دي هلې ځلې روانې دي چې له سره ورغیږي او بیرته کرهڼزیو ځمکو ته راوګرځي. که د کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړیږي فکر کوم د ټول افغانستان لپاره به يې برېښنا بسنه وکړي.

اوس مهال د حکومت لخوا د اوبو د ذخیره کولو په موخه په ۴۰۰ ولسوالیو کې د کوچنیو، متوسطو او لویو بندونو د جوړولو هڅې روانې دي، چې له دې سره به تر ډیره پورې د اوبو ستونزه حل شي.
او که نه همغه خبره به وي
چې وايې:
«یار در خانه و ما ګرد جهان میګردیم»

1 COMMENT

  1. محترم وزیری صاحب د الله متعال اهمو نعمتونو ته اشاره کړی ؛ الله رب العزت موږ ته راکړی ، خو
    صحیح اداره او استفاده یی په علم کیږی ؛ هغه علم چي فرض دی یعنی انجنیر د بند و نهر ، انجنیر د
    برق ، انجنیر د آبرسانی ، انجنیر د سروی او نور اړوند متخصصین ؛تر څو دا نعمت عادلانه ټول ملت
    ته وویشی،هم څښاک ،هم زراعت ته او هم بندونه او برښنا .
    خو دا ټول په ساینس او تکنالوجی پوری تړاو لری ، او دا هلته ممکن دی چي وزیر د معارف او تحصیلات عالی ، ساینس او تکنالوجی له اهمو فرایضو وګڼی ،نه مباح ؛ دا د مدرسی او ملا کار ندی ، دا د ساینس او تکنالوجی د مجاهدینو کار دی ، نو که کار او امانات ، اهل ته یی و نسپارل شی ، دا نعمات ضایع او ملت هیڅکله نه مړیږی ، نو لطفاََ په نا اهلو امانات او نعمتونه مه ضایع کوی ؛ورنه
    همدا تاسی ظالمان او فاسقان یاست ،ځکه چي کار مو اهل ته یی ندی سپارلی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب