جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهله خوسته متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل شوې

له خوسته متحده عربي اماراتو ته الوتنې پیل شوې

تاند (جمعه، د دلوې ۶ مه) د خوست له هوايي ډګره په لومړي وار د متحده عربي اماراتو لور ته د سپرلیو الوتکه روانه شوه.

د ترانسپورت او هوايي ملکي چلند وزارت پر اساس، د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه نن د جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو العین ته والوته.

د خوست هوايي ډګر د پخواني ولسمشر اشرف غني په ځانګړې پاملرنه جوړ شو خو د جمهوري حکومت تر پایه منظمو الوتنو ته چمتو نه شو.

د طالبانو تر کنترول لاندې د ترانسپورت او هوايي ملکي چلند وزارت ویندوی امام الدین احمدي نن وویل چې د خوست او العین ترمنځ به د اریانا افغان هوايي شرکت الوتکه په اوونۍ کې یو پرواز کوي.

د خوست اوسیدونکو، چې ډېر مسافر یې په عربي هیوادونو په تېره بیا متحده عربي اماراتو کې اوسي، له ډېرو وختونو څخه خپل ولایت ته د نړیوالو الوتنو غوښتنه لرله.

دوی له طالب چارواکو غواړي چې نورو هوايي شرکتونو ته هم لاره هواره کړي چې خوست ته الوتنې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب