یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې ناستې...

کابل راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې ناستې کوربه دی

تاند (جمعه، د دلوې ۶ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه مقام سید رسول موسوي ویلي، چې کابل به راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمه ییزې غونډې کوربه وي.

هغه د غونډې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د پاکستان، ایران، روسیې او چین استازي به پکې برخه ولري.

معلومه نه ده چې د غونډې ګډونوال به د کومې سطحې استازي وي؟

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دغه هېواد کې هم د افغانستان په اړه د یوې غونډې خبر ورکړی و.

معلومه نه ده، چې دواړه غونډې یو دي، ځای یې بدل شوي او که سره جلا دي؟

څه موده مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست کاظمي قمي له طالب وزیر ملا امیرخان متقي سره په کابل کې د ایران په نوښت د سیمې د هېوادونو د یوې غونډې د جوړېدو په اړه خبرې کړې وې.

ایراني دیپلومات موسوي اوس ویلي، چې د کابل غونډه باید په قطر کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له غوندې مخکې  ترسره شي.

د ملګرو ملتونو په دغه غونډه کې هم د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو استازي او هم د طالبانو استازي ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب