یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد قرغیزستان د سوداګرۍ وزیر له طالب چارواکو سره د پامیري قرغیزانو...

د قرغیزستان د سوداګرۍ وزیر له طالب چارواکو سره د پامیري قرغیزانو په اړه خبرې وکړې

تاند (جمعه، د دلوې ۶ مه) د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر دانیار امان ګیلدي یف د طالبانو د رييس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره د افغانستان په پامیرونو کې د مېشتو قرغیزانو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

د قرغیزستان د اکي (AKI) پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ګیلدي یف پرون په کابل کې له ښاغلي حنفي سره ولیدل او د لوی او کوچني پامیر د قرغیزانو د وضعیت او د هغوی سیمې ته د پاملرنې په اړه خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د طالبانو د ريیس الوزرا اداري مرستیال په پامیرونو کې د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره شویو کارونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هلته د خلکو د ارتباطاتو لپاره د موبایل ټېلفون د خدماتو د ډېرولو لپاره یو برج یا انتن نصب شوی دی.

دواړو خواوو د پامیر خلکو ته د روغتیايي خدماتو د زیاتولو پر لارو چارو هم خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب