Home+«د زمـرو کـور تـه کـتـل لـویه گناه ده»

«د زمـرو کـور تـه کـتـل لـویه گناه ده»

آصف بهاند

د پاکستان د پوځ لوی درستیر عاصم منیر

غیرمسؤلانه خبرو ته لنډ ځواب

د پاکستان د پوځ لوی‌درستیر عاصم منیر پرون (۲۴/۰۱/۲۰۲۴) د زده‌کونکو یوې غونډې ته داسې څه ترخولې راایستلي دي چې له هېڅ‌ډول دیپلوماتیک عرف سره اړخ نه لگوي. ده په رسمي ډول افغانستان د پاکستان دوښمن بللی دی، دا د هغه د خولې خبره ده:

«کله چې د یوه پاکستاني وګړي د خوندیتوب او امنیت خبره کېـږي، نو ټول افغانستان پرې رټل کېدای شي.»

هغه په لوی لاس د باروتو گودام ته اور ورنږدې کړی دی.

د پاکستان د لوی درستیز دې غیر مسؤلانه خبرو ته افغانانو په میډیا کې غبرگون ښودلی دی او په لومړي سر کې ما ته د ښاغلي عصمت قانع یو شعر په مخه راغی، دا یې څوبیتونه دي:

«دا بيخي په سل سلنو کې رښتيا ده

دښمني مو د نيکونو لاپخواده

ستا نيکه به د انګريز پاپۍ مېنځله

زما نيکه ويل انګريز سره غزاده

باچاخان ويل دا سيمه افغاني ده

جناح ويل د پيرنګيانو د بابا ده…»

ما (آصف بهاند) هم د قانع صاحب د شعر ترلوستلو وروسته دا څو بیتونه ورته ولیکل:

د انـگــریــز بـچي تـــه وگـــوره چـې څــه کا

کـرښه سـره مـو لا ښـکاره مـنځ کې پخوا ده

د مــنــیــر عــاصــم گــنــاه نــه ده بـې‌شـکـه

تـنــظـیـمـيــانـــو ورښــوولې شـنــه رڼــــا ده

د پنجاب کوکري دې واوري، وخـت بـدل دی

تـنـظـیـمـي نــکل خـــوړلی کـــومې غـــوا ده

د افـغـان د ویــنـې یــوڅـاڅکی لا گــران دی

ستـا او ستـا د بــادار هـرڅـه چـې دونـیـا ده

ستـا قـایـٔـد او سـتـا اعـظـم و سـپی پالـونکی

د زمــرو کـــور تـــه کــتــل لــویــه گـنـاه ده

۲۵/۰۱/۲۰۲۴

هېدرسلیف

ډنمارک

1 COMMENT

  1. ستـا قـایـٔـد او سـتـا اعـظـم و سـپی پالـونکی

    د زمــرو کـــور تـــه کــتــل لــویــه گـنـاه ده

    ښاغلی عزتمند او ډیر قدرمند آصف بهاند صیب ستاسی دغی لیکنی په تیره بیا د عبرت څخه ډکو بیتونو، او د ښاغلي عصمت قانع صیب شعر ما وطندار ته ډیره انرژی او د خوښي او زړورتیا غټ افغانی احساس راکړه.
    الله ج دیی وکړی چه زمونږ ټول ښاغلی مشران او زړور لیکوالان ستاسی په پل قدم کیږدی، او داسی د عبرت ډکی لیکنی وکړی چه ناپوهه دښمن مو هوښیار دښمن کړی.
    زمونږ د مبارکی خاوری د تور غلیم، ابدی دښمن لکه عاصم منیر او نورو پنجابیستانیانو غیر انسانی او د کبر ډکی خبری به انشآالله بی ځوابه پاتی نشی.
    دغه ناپوه عاصم منیر پدی ډیر غره دی چه پنجابیان اټومی قدرت لری. خو پدی خبر نه دی چه د اتوم سرګلولی او کیلی د دوی د پلار او نیکه (انګریز او امریکا) په لاس کی دی. د دوی رسمی ژبه یا انګریزی، فوځ، استخبارات، عزت او بی عزتی او ټول کړه وړه د دوی د بادار په لاس کی دی.
    عاصم منیر تر اوسه د پنجابیستان د شرم ډک تور تاریخ څخه خبر نه دی.
    الله ج دیی نور زمونږ ځینی افغانان هم پوه کړی چه نور د دغه انګریزی پیداوار د ملګرتیا او شیطانت څخه ځان وساتي.
    لر او بر یو افغان
    قهر افغان مرګ پنجاب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...