یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د نر منطق | خالد انسان

د نر منطق | خالد انسان

ډېری وخت ګورم چې د نرواکې ټولنې نران لګیا وي د ښځې منفي ځانګړنې به یادوي.

وایي به چې ښځه کم اصل بوټی ده، وفا نۀ لري، غیرت نه لري، مکرجنه ده، خبرې ډېرې کوي، شیطاني کوي (د دوو جنګول کوي) او ورسره ټوله ورځ غیبت کوي، په کور کې د مېړه سره ګوزاره نه کوي، اولاد ته سمه تربیه نۀ ورکوي، پۀ نرۍ نۀ پوهېږي یانې د وضعیت سم درک نۀ شي کولای، ناقص العقله ده او شل نورې بدې ځانګړنې به درته قطاروي، چې ښځه به د انسانیت لۀ درجې راښکته او پۀ یو څاروي به یې بدله کړي.

زۀ خو لومړي قدم کې دا پورته خبرې ټولې ردوم. ځکه زۀ چې خپله ټولنه کې څومره ګرځېدلی او خبر یم، نو ښځه یواځینۍ د عاطفې، انسانیت، حوصلې او صبر سمبول ده، خو که بیا هم داسې څه وي؛ زه یې مسوول نر بولم.

ځکه دی دومره ځان ته نۀ شي ویلی، چې یو انسان لۀ موره پیدا فیلسوف او حکیم نه وي، بلکې شل کلونه او دېرش کلونه زده کړې وي، پراخه مطالعې وي، سفرونه وي، انزوا او مراقبې وي، ډول ډول خلکو سره ناسته، ولاړه، لیده او کاته وي، د ډول ډول ټکنالوجیو کارونه وي، ټولنیزې رسنۍ او انټرنیټ وي، دندې او مسوولیتونه وي او په اخرې کې د ژوند مختلف اړخونو سره ټکرونه وي، چې یو ناپوه او بې تجربې انسان نه ریښتینی انسان جوړوي.

داسې انسان، چې د فکر کولو ځواک لري، د مسایلو د شننې او پایلو راویستلو توان لري، د ژوند نۀ بې ساري تجربې لري، چې کولای شي خپل کورنی او بهرنی ژوند په سمه توګه مدیریت کړي، قلم لري او لیکل کوي، شعور لري تر څو د ټولنې مختلف ناوړه روایات چلینچ کړي او بلاخره هر هاغه څه چې د یو پوه او تجربه کار انسان څخه یې تمه کېدای شي.

خو دا چې ته پۀ لومړي قدم کې یو معصوم انسان د یو بنسټیز او اړین انساني حق څخه محروم کړې، چې هاغه زده کړي دي او ورپسې هغه د یو پراخې لۀ تجربې ډکې نړۍ څخه محروم کړې (سفرونو، خلکو سره د ناستې ولاړې، مطالعې او ژوند شل نور اړخونه) او په یو وړوکي زندان کې یې بندویوان کړې او په لسیزو لسیزو همدې زندان کې خپل ژوند ته دوام ورکړي او بیا ترې دا ګیلې کوې، چې نزاکتونه نه پېژني، په خبر نه پوهېږي، مېړه سره ښۀ ژوند نه کوي، اولاد ته سمه تربیه نه ورکوي او شل نورې بد ځانګړنې ورته منسوبوې! دا کار بیخي بې منطقه ده.

ځکه چې دا ټول هر څۀ ستا د جبر او ناروا غریزو له امله پېښ شي. ته پر ځای د دې چې ځان ته ګوته ونیسې، راجیګیږي دا پړه پر هغه معصوم انسان وراچوې، چې د هغې هیڅ ګناه نه وي.

 د خدای بنده ته خو لومړی هغې ته دا موقعې مهیا کړه، چې که بیا داسې وشول نو کولای شې هاغه مسووله وبولې او دا چې ته پۀ دې حالت کې ښځه د داسې چلندونو مسووله بولې نو ستا دې قضاوت ته له سپین سترګي بل څۀ نشي ویل کېدای.

پۀ پای که غواړم دا ووایم چې ښځه په دې وضعیت کې اوس هم ښۀ ده، چې دومره حوصله، انسانیت او پوهه لري او دومره ګوزاره کوي!!

2 COMMENTS

  1. ښاغلی ورور خالد انسان مننه غوره لیکنه مو کړیده.
    په لنډو ټکو غواړم ووایم چه ښځې ته په بده سترګه کتل دا معنی لری. لکه یو څوک چه خپلی مور ته په بده سترګه وګوری.
    د ښځې تاریخ د مور(بی بی هوا) څخه شروع شویدی. بی بی هوا د نړی د ټولو انسانانو لمړنی مور وه او ده.
    دا چه اوس ځینی نران ښځو ته په بده سترګه ګوری او یا ځینی ښځې نرانو ته په بده سترګه ګوری، دا د دغو دواړو انسانانو انسانی کرامت، تقوا او ایمان پوری اړه لری.

  2. ما ته داسی ښکاری چي د نر کلمه عامه او حتی حیواناتو ته ډیره په کار وړل کیږی ،نو که د انسان لپاره نارینه په کار یوړل شي ، انسان ژر پوهیږی چي مقصد ؛ انسان دی نه حیوان .
    او د نر کلمه د انسان لپاره موزونه نه ښکاری او یا داسی ووایم چي ادب ورکی کم دی .
    خو لیکنه او موضوع یی ډیره اهمه او د جدی پاملرنی وړ ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب