یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروسیې ته د صالح تمایل او پر ناټو او امریکا د جمهوریت...

روسیې ته د صالح تمایل او پر ناټو او امریکا د جمهوریت د سقوط ملامتي اچول

تاند ( جمعه، د دلوې ۶ مه) د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام لومړی مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې روسیې ته د نیږدې کېدو تمایل ښودلی او د جمهوري نظام د سقوط ملامتي یې پر ناټو او امریکا اچولې ده.

نوموړي له یوې روسي ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د دوی لویه تېروتنه پر امریکا باور او د روسیې په محوریت د سولې له هڅو سره نه ملګري کېدل وو.

صالح دغه راز ویلي، چې د امریکا یوه مشخص سیاسي لوري( دیموکرات ګوند او جمهوري غوښتونکو) نه؛ بلکې د دغه هېواد ځینو پټو ادارو په افغانستان کې پر جمهوري نظام معامله وکړه او طالبان یې پر ځای واکمن کړل.

ده تور پورې کړی، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن، د دفاع وزیر او یو شمېر نورو چارواکو د جمهوري نظام تر سقوطه پورې امریکا ته د ولسمشر غني او د ده د سفر پر مهال د افغان لوري یو شمېر مهمو اندېښنو او پوښتنو ته واضح ځوابونه ورنه کړل.

صالح دغه راز په یو لړ ټویټونو کې ناټو او امریکا د قطر او پاکستان په همغږۍ د جمهوري نظام خلاف په کودتا تورن کړي او ویلي، چې اوس دغه لوري د خپلو مطبوعاتي شبکو او اړوندو کسانو په وسیله د ملامتۍ بار پر ولسمشر غني اچوي.

د امرالله صالح دا څرګندونې د منتقدانو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

هغه ته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو لیکلي، چې افغانستان نه باید پرون لویدیز سره معامله شوی وای او نه باید نن د دوی او واکمنو طالبانو لخوا ختیزو او سیمه ییزو یا نورو هېوادونو سره معامله شي.

3 COMMENTS

  1. Amrullah Salih is more right in saying his word here. Most of Pakistani citizens here in abroad says like this. It was a pure deal of America in spite of some EU countries weren’t happy with this dirty deal but the USA obliged them and put pressure upon them to remove president Ghani government and replace it by the Taliban and Qatar + Pakistan help them about it.

  2. که زموږ د هر يو دولتي او جهادي اړوند چارواکي مخينه په بهرنيو اړوندو اسنادو کې وکتل شي، نو هر يو له دې ډول اړيکو معصوم نه دی او هر چا يو ډول تار له بهرنيو اړوندو چينلونو سره لرلی دی، خو امرالله صالح دلته پخپله منښته کې پاکه او روغه خبره کړې ده چې دا يې د ستاينې او د غور وړ خبره ده. دا يو تريخ واقعيت دی چې هغه خپله تېروتنه منلې او دا يې منلې چې موږ له حده زيات باور درلوده او تکيه مو پر امريکا کوله، خو هغوی له موږ سره رښتيني نه ول.
    ايا همدغسې يوه منښته به ښاغلی حکمتيار د يو مفسر په توګه ومني؟
    همداسې دا نور جهادي مشران او نور اړونده مسؤول چارواکي درواخله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب