یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا د کرمان تر حملې مخکې ایران ته خبرداری ورکړی و

امریکا د کرمان تر حملې مخکې ایران ته خبرداری ورکړی و

تاند (جمعه، د دلوې ۶ مه) یو امریکايي چارواکی وايي، د متحدو ایالتونو حکومت په کرمان کې تر بمي بریدونو مخکې په خصوصي ډول ایران ته خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د داعش څانګه په ایران کې د تروریستي برید لپاره تیاري نیسي.

د روانې جنورۍ په لومړیو کې د داعش په بمي بریدونو کې ۹۵ تنه ووژل شول.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، پرون د دې خبرې د کولو په ترڅ کې وویل چې امریکا د تروریستي بریدونو په اړه حکومتونو ته د خبرداري ورکولو د پخوانۍ پالیسۍ پر اساس ایران له دې دسیسې خبر کړی و.

دغه چارواکي په دې اړه نور جزییات څرګند نه کړل چې امریکا په څه ډول ایران ته، چې دیپلوماتیکې اړیکې ورسره نه لري، د داعش د برید په اړه معلومات ورکړل، خو ویې ویل:«د امریکا حکومت دا معلومات په دې خاطر ورکړل چې نه غواړي بېګناه خلک په تروریستي بریدونو کې ووژل شي.»

د ایران رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي او په ملګروملتو کې د ایران د استازي دفتر د امریکايي رسنیو د پوښتنې په ځواب کې له څه ویلو ډډه کړې ده.

ایران ویلي چې د کرمان بریدونه تاجکستاني اتباعو کړي او طراح یې د عادل پنجشیري په نوم یو افغان داعشي و، چې د طالبانو تر واک ته رسیدو مخکې د کابل پوهنتون په یوه خونړۍ حمله کې د لاس لرلو په تور نیول شوی و او د طالبانو له واک ته رسیدو سره سم له زندانه خوشي شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب