یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ناروې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته، وایي افغانستان له نړۍ هېر نه...

د ناروې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته، وایي افغانستان له نړۍ هېر نه دی

تاند ( جمعه، د دلوې ۶ مه) د افغانستان لپاره د ناروې له سرپرست سفير پال کلومان بکر وایي، چې هېواد یې له افغانستان سره د طبیعي پېښو د مقابلې او په جبري ډول خپل هېواد ته د استول کېدونکو افغانانو لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د هغه له قوله دا خبره، د طالبانو د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دفتر په یوه اعلامیه کې خپره کړې او ویلي، چې د ناروې دغه استازي له مولوي کبیر سره په لیدنه کې دا معلومات ورکړي.

اعلامیه د نوموړي له قوله لیکلي:د ناروې شارژدافیر په دغه کتنه کې وویل چې هېواد يې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي او په دغه هېواد کې د امنیت د ټینګښت، اقتصادي پیاوړتیا د افغانیو د ثبات ساتلو، بیارغونې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې پر شته پرمختګونو خوښ او ملاتړ يې کوي.

د ناروې سرپرست سفير همدارنګه وويل چې په نړۍ کې پر روان کړکېچ سربېره افغانستان له نړۍ څخه نه دی هېر شوی او د فبروري پر ۱۸ نېټه به په دوحه کې د افغانستان په تړاو نړیواله غونډه ترسره شي.

بکر د نجونو لپاره د زده کړو او کار زمینې برابرولو غوښتنه هم وکړه.

ویل شوي، چې طالب مقام له ناروې څخه د مرستې مننه کړې او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو ټینګار یې کړی او افغانستان کې یې د وضعیت ښه کېدو او لاسته راوړنو ډاډ ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب