یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ د مشر څرګندونو ته...

د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ د مشر څرګندونو ته غبرګونونه

تاند ( جمعه، د دلوې ۶ مه) د افغانستان په اړه د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر وروستۍ څرګندونې د یو شمېر افغان  څېرو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

عاصم منیر تېره چارشنبه د پوهنتونونو محصلانو ته په وینا کې وویل، د یوه پاکستاني ژوند تر ټول افغانستان مهم دی.

ده زیاته کړه :«کله چې د هر پاکستاني د امنیت خبره وي، ټول افغانستان ترې جارولی شو.»

د هغه څرګندونو ته په ټولنیزو رسنیو کې د عامو افغانانو تر څنګ یو شمېر مشهورو څېرو بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور هیله نجیب ویلي: د افغانستان سیاستوالو او نننیو واکمنو دغه ګاونډي ته، چې افغانستان خپل دښمن ګڼي، سرونه ټیټ کړل، نن د یوه ملت په توګه باید ځان نه وپوښتو چې موږ د دوست او دښمن د تعریف لپاره کومې کرښې لرو؟

 د طالبانو یوه قومندان عبدالحمید خراساني بیا د پاکستان د لوی درستیز په غبرګون کې ویلي، چې د ده په وینا « د ټي ټي پي مجاهدین» به ژر د پاکستان رژیم ړنګ کړي.
خراساني زیاته کړې، چې که د دوی مشر ملا هبت الله اجازه وکړي، پاکستان به د نړۍ له نقشې ورک کړي.

4 COMMENTS

  1. عاصم بړوا هیر کړي چې یوسف رمزي هم پاکستاني وو ، او د پیسو په مقابل کې د پاکستان د وخت صدراعظمۍ بینظیر بوټو امریکا یان ته تسلیم او هغوي سر ترې پري کړو. عجیبه خو دا چې د امریکا کانګریس غړي نه مطبوعاتو پوښتنه وکړه چې رمزی څنګه پاکستانیانو تاسې ته تسلیم کړو ؟ هغه په ځواب کې وویل چې پاکستانیان د پیسو مقابل کې خپلې خزي هم تسلیموي. د امریکا د دغه سناتور خبري د مطبوعاتو په ارشیف کې ثبت دي.

  2. اوس افغان ولس بی سرپرسته شوی ده هر موږګ ورباندی خبری کوې ملامت په خپله ملت ده خود کش او بیګانه پرسته
    داودخان نه منو کمونستی افګار لری داکتر نجیب الله نه منو کمونست دې د پنجابی غلامی منو چی زمونږ اوه احمقان یې د جهاد په نوم د وطن ویجاړولو ته تربیه کړ او اوس د پنحابی استخباراتو اجنټان چی په خپله ناری وهی د افغانستان له تعلیم نه مونږ ته د پاکستان ګټی معتبری دی ځکه شل کاله یې دوې وساتل انتحاری مسلک ور زدکړو د وطن ورانول او د ملت بربادولو درس ورکړو نو اوس پاکستانی دال خور باید دا خبری وکړې د افغان ملت زړونه وچاودل او دا بی همته هیبت خینزیر له سوری نه راوځې نو مونږ به ځنګه د پاکستان ځواب ورکړو چی ټول بی غیرته دخلکو په ډوډیو لوی شوی چړیان او ملایان پټه خوله ناست دې او خینزیر له سوری نه رواځې

  3. که د ملا غائب پرځای یو پوه ، عادل ، متقي ، واقعبین او عالم شخص د هېواد مشر وای ، او د « چیشي غواړئ » پر ځای یو باسواده مسلمان او معتقد شخص د هېواد د اجرائیه مسوولیت په غاړه درلودای ، او د ملا متقي پرځای چې لا تراوسه نه پوهیږي د ده دنده د خارجي سیاست رهبري ده او که د ملایانو ، چریانو دستار بندي او یا په مشاعرو کې ګډون دی ؟ بیا به پنجابي جنرال هم داسې لافې نه ویشتې .
    په هر حال پنجابي به لږ دال او مرچ زیات خوړلي وي ، کومه ډوزه یې له خولې هم راوتلې ده . که د ټالب له لاسه نړیوال زمونږ ګران هېواد افغانستان په رسمیت نه پېژني ، خو ولس لا ژوندی دی ، هر ډوزمار او خارجي تجاوزګر ته به غاښ ماتوونکی ځواب ووایی ، ان شاء الله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب