شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهشېخ دلاور: قرغزستان د افغانستان پر ۴ کاني برخو پانګونې ته چمتو...

شېخ دلاور: قرغزستان د افغانستان پر ۴ کاني برخو پانګونې ته چمتو شوی

تاند ( جمعه، د دلوې ۶ مه) د قرغزستان د سوداګرۍ وزير امان ګلديف دانيار وایي، چې هېواد یې د افغانستان پر ۴ کاني برخو پانګونې ته چمتو دی.

نوموړی چې د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی، دا خبره یې د کانونو او پټروليمو وزارت لپاره د طالبانو وزیر شېخ شهاب الدين دلاور سره په کتنه کې کړې ده.

د شېخ دلاور دفتر ویلي، چې قرغزستان د تالک، مرمر، رخام او انتیموني کانونو په برخو کې پانګونې ته چمتو دی.

سرچینې په دې تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو رژیم له تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا نیږدې ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

دغه هېوادونه، د طالبانو رژیم سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ او مرستې لري، خو یوه هم د نړۍ د نورو هېوادونو په شان په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالب چارواکي چې پر افغانستان یې د بیا واکمنۍ شاوخوا دوه نیم کاله کېږي، په افغانستان کې د بېلابېلو هېوادونو او پانګوالو د پانګونې د لېوالتیا اعلانونه کړي، خو د کتونکو په باور په عمل کې د پانګونو سطحه ډېره کمرنګه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب