شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهله چین سره په سړک د افغانستان د نښلېدو یوازې ۱۰ کیلومتره...

له چین سره په سړک د افغانستان د نښلېدو یوازې ۱۰ کیلومتره پاته دي

تاند (جمعه، د دلوې ۶ مه) سره له دې چې مخکې ادعا شوې وه چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې سړک د چین تر پولې رسول شوی دی، خو د طالبانو یوه چارواکي وویل چې لا هم د ۱۰ کیلومتره سړک د جوړېدو کار پاته دی.

د طالبانو د حکومت د کلیو د پراختیا او بیارغونې سرپرست وزیر محمدیونس اخوندزاده وايي، د ۱۴۰۳ لمریز کال تر لومړیو دوو میاشتو پورې به د واخان سړک له چین سره ونښلول شي.

ښاغلي اخوندزاده په یوه خبري غونډه کې وویل، د چین له پولې سره د بدخشان ولایت د واخان سړک د نښلولو لپاره شپه او ورځ کار دوام لري او پر دې پروژې ۳۶۹ میلیون افغانۍ لګښت کېږي.

ده زیاته کړه:«څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه د ټولګټو وزارت ته امر وکړ چې دا سړک له بدخشانه د چین تر پولې پورې، چې ټولټال ۴۷۰ کیلومتره دی، په اساسي ډول جوړ کړي، خو په دې منځ کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت دنده دا ده چې دا سړک د چین تر پولې پورې په خامه ډول جوړ کړي.»

دا سړک د دې لپاره مهم دی چې د پاکستان پر بې باوره ترانزیتي لارو د افغانستان اتکا نوره هم کمیږي.

ایران هم لېوالتیا ښوولې چې له دې لارې به له چین سره راکړه ورکړه وکړي.

ټاکل شوې ده چې راتلونکی لمریز کال، د ژمي له پای ته رسیدو وروسته د دې سړک د پخولو کار هم پیل شي.

د طالبانو د حکومت د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزیر له چین سره د سړک له لارې وصلېدا ډېره مهمه وبلله، ویې ویل چې د دې سړک د جوړېدو په صورت کې به د افغانستان په اقتصاد او وده کې لوی بدلون راشي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب