پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+زړښت| متقاعد جنرال دولت وزیري

زړښت| متقاعد جنرال دولت وزیري

ژوند سینمايې فلم ته ورته کیسه ده. د فلم ټوله کیسه په سر فلمي کې ځای پر ځای شوې وي.

ژوند هم همداسې دی، ټوله کيسه يې زړښت ته راټوله شوې وي. څرنګه چې په فلم کې سر فلمي ارزښت لري په ژوند کې هم زړښت یوه طلايې دوره ګڼل کیږي.

ځکه هغه څه ته چې د رسیدو هیله لري رسیدلی وي. ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اړتیا نه لیدل کیږي. کار کولو ته ضرورت نه وي. واده شوی وی، اولادونه لوی شوي وي. د کور خاوند وي، د کافي ملګرو او دوستانو لرونکی وي. یو مقدار پیسې هم لري. موټر او څه نا څه د سپورت وسایلو سره هم اشنا وي. د ابا، دادا، کاکا، ماما، لالا، مشر، سپین ږیري، مخور، استاد، ملا، مولوي، مامور، رئیس، وزیر او جنرال مقامونو ته هم رسیدلی وي.

ځینې خلک فکر کوي چې د زړښت پر مهال حافظه سم کار نه کوي. خو دوی دې ته متوجه نه دي چې د زړښت پر وخت مغز او حافظه له تجربو ډک وي. دې ته ورته وي چې وايې:

چا پر وخت د ځنکندن ووي مجنون ته
وخت نازک دی په خوله یاد ولره خدای
ده ویل زړه مې د لیلا د مینې ډک دی
په کې نشته د نورو یادونو ځای

د زړښت پر مهال مغز او حافظه هم له علم، پوهې، خدای ج سره د مینې او تجربو څخه ډک وي، ځکه د چټیاتو د اوریدلو او په حافظه کې چټیاتو ته د ځای ورکولو اړتیا نه ګوري. هر څه ته ارام او د تجربې له مخې ځواب ورکوي، پر احساساتو هم غالب وي.

د زړښت مغز د کمپیوتر هارد یا دسک ته ورته یو څه دي. د کمپیوتر په دسک کې هم کله چې فايلونه او معلومات ډیر زیات شي، سرعت يې کمیږي،

د زړښت حافظه هم د کمزورۍ په مانا نه ده، بلکې دا د هغو معلوماتو او تجربو څخه ډکه حافظه وي، چې د ژوند په اوږدو کې يې لاس ته راوړي وي.

د زړښت پر مهال کله چې کوم معلومات په ورو او یا اهسته حافظي ته راځي، دا هم د حافظي د کمزورۍ په مانا نه ده بلکې په حافظه کې د معلوماتو او تجربو ډیروالی او حجم دی چې باید پکې ولټول شي، نو ځکه لږ وخت ته اړتیا وي.

ښه دا ده چې د خپل د ژوند فلم په خوند ولیدل شي، ښه خوند تری واخیستل شي او په ویاړ د ژوند فلم ته په کتو هغه څه ته چې اړتیا وي تر سره شي.

که غواړئ چې له زړښت څخه چې د ژوند یو ښکلی موسم دی، ښه خوند واخلئ، ځان خوښ وساتئ، ورزش وکړئ، د کورنۍ او دوستانو سره وخت تیر کړئ،

له تندي مخکې اوبه وڅښئ، کافي خوب وکړئ، له ستړیا مخکې استراحت وکړئ، له ناروغۍ مخکې ډاکتر ته ورشئ او مشوره ترې واخلئ، پر ځان باور وکړئ، پر نفس حاکم اوسئ، تل مثبت فکر وکړئ، له دوستانو سره ښې اړیکې وساتئ، په هر چا او هر څه له انتقاد کولو ځان وساتئ، د ژوند په ټولو برخو کې اعتدال وساتئ، نورو ته درناوی وکړئ،

له میوو، تازه سبو، له هګیو، د چرګانو د غوښو، کبانو او د ګاز نه لرونکو مشروباتو څخه ګټه پورته کړئ او خپل ځان په خپله د درناوي وړ وګرځوئ.
په مینه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب