جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهټي ټي پي وايي، پر انتخاباتي غونډو او کاندیدانو بریدونه نه کوي

ټي ټي پي وايي، پر انتخاباتي غونډو او کاندیدانو بریدونه نه کوي

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۵ مه) د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي اعلان وکړ چې د پاکستان د فبرورۍ د اتمې نېټې د عامو انتخاباتو پر غونډو او کمپاینونو بریدونه نه کوي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، ټي ټي پي نن (پنجشنبه) وویل، د دوی حملې تر پوځ او امنیتي ځواکونو پورې محدودې دي:

«موږ له انتخاباتو او هغو ګوندونو سره کار نه لرو چې په دغو انتخاباتو کې ګډون کوي.»

د پاکستان د حکومت نورو مخالفو وسله والو ډلو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټي ټي پي د تېر ځل په انتخاباتو کې د عوامي نشنل ګوند ډېر کسان ووژل. خو اوس داسې ښکاري چې دا وسله واله ډله تر ډېره سیاسي شوې او د ولس نبض ته پام کوي.

ټي ټي پي پر انتخاباتي غونډو او کاندیدانو د حملو نه کولو ژمنه په داسې حال کې وکړه چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې انتخاباتي کمپاینونه خورا کمرنګه دي او حکومت اعلان وکړ چې د انتخاباتي غونډو او کاندیدانو د ساتنې لپاره به اضافي ځواکونه نارامو سیمو ته واستوي.

تېر کال د پاکستان لږترلږه ۵۰۰ امنیتي ځواکونه په وسله والو بریدونه کې ووژل شول چې د ډېرو مسوولیت ټي ټي پي په غاړه واخیست.

1 COMMENT

  1. که نران یاست پنجاب ته شئ او هلته حملې وکړئ د پښتنو علاقې خو درته اسانې دي بیغیرتو په خپل کور کې تکړه یاست، تاسو ته چې څه ای اس ای ووایي هماغه کوئ د غلام بچو. تاسو تر اوسه یوه حمله هم پنجاب کې نده کړې او پنجابي نظام په خپل کور کې مصروفه کړي یاست او خپل پښتانه درباندې وژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب