جمعه, اکتوبر 4, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه په درو پلازمېنو کې کنفرانسونه جوړېږي

د افغانستان په اړه په درو پلازمېنو کې کنفرانسونه جوړېږي

تاند (پنجشنبه، د دلوې ۵ مه) ټاکل شوې ده چې په لنډو ورځو کې کابل، دوحه او مسکو د افغانستان په اړه د درو کنفرانسونو کوربانه وي.

په کابل کې به راتلونکې اوونۍ د دوحې تر غونډې وړاندې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د استازو په ګډون غونډه جوړه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې استازی یې د کابل په غونډه کې ګډون کوي.

د ایران د باندنیو چارو وزارت د د جنوبي اسیا د چارو عمومي رييس سیدرسول موسوي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:«راتلونکې اوونۍ به کابل د سیمه ییز دیپلوماتیک تحرک شاهد وي. د کابل سیمه ییزه ناسته، چې ایران، پاکستان، روسیه او چین پکې حتماً ګډون کوي او د دوحې د دلوې د ۲۸ نېټې تر غونډې مخکې جوړېږي، د افغانستان سولې، ثبات، د افغانانو سوکالۍ او د سیمې امنیت ته د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړې پام ښکارندويي کوي.»

له بلې خوا د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش به راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د دې سازمان د غړیو هیوادونو او سیمه ییزو سازمانو د ځانګړیو استازیو د غونډې مشري وکړي.

د ملګروملتونو د رسمي ویبپاڼې د راپورله مخې دغه غونډه به د فبرورۍ په اتلسمه او نولسمه د قطر په پلازمینه دوحه کې جوړه شي.

 د دې غونډې هدف، د افغانستان په اړه د هغې خپلواکې ارزونې په رڼا کې په منظمه او همغږي توګه د نړیوال مشارکت زیاتوالی ښودل شوی چې په دې وروستیو کې د ملګروملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي فریدون سینیرلي اوغلو له خوا ترسره شوې ده.

د ملګروملتونو په وینا د دې غونډې پر جوړولو او نورو اړوندو تیاریو باندې کار روان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب