یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل

ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۹) د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون وویل چې له افغانستانه یې خپل ټول ځواکونه وایستل.

امریکايی پوځیان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له حملو وروسته پر افغانستان برید وکړ او له نژدې شلو کلونو وروسته نن ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل. (عکس د وروستۍ امریکايي الوتکې دی)

پنتاګون وايي چې وروستۍ امریکايي الوتکه د دوشنبې په ورځ ناوخته له افغانستانه روانه شوه.

ټاکل شوې وه چې ټول امریکايي پوځیان د اګست په ۳۱ یعني د سې شنلې په ورځ ووځي.

سر له نن څخه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ټول کنټرول د طالبانو لاس ته ورغی.

خو د امریکا د هوايي چلن فدرالي اداره وايي چې د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د هوايي ترافیک د کنټرول خدمات نه لري.

په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال فرانک مکینزي اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر بشپړ شو.

ده وویل«نن شپه د ځواکونو وتل له یوې خوا د پوځي حضور پای ته رسېدا ښيي او له بلې خوا د نژدې شل کلنې جګړې پای.»

ده وویل د دې ماموریت په نتیجه کې اسامه بن لادن او د القاعده ملګري یې په سزا ورسول شول.

3 COMMENTS

  1. امريکا ووت، پنجاب راغی، تف په ټولو هغو افغانانو چې د جهان ټول ښې او بدې خواوې يي وليدلې، ددوی سياست او ډ وطن سره مينه او ژمنې يې وليدلې، پرمختګ يې وليد ، د خلکو اسلام يې وليد، د پنجاب هر بد رد يې وليدل، د ايران سخت ژوند يې وليدل خو بيا هم دې افغانانو خپل ناموس پنجاب ته په چپرکټ اچولی

  2. امريکا چيرې ولاړه له کابله تر ميرانشاه به په الوتکه کې ديرش دقيقې لاره نه وي. اوس به په افغانانو ددتور پنجابي په غوښتنه هره ورځ ددعيش په نوم حملې کوي. زموږ کوز وروڼه سي د ازادي نارې وهي د طاليب په نوم وژني ذ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب