یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه پنجشېر کې د طالبانو او د هغو د مخالفانو ترمنځ نښتې...

په پنجشېر کې د طالبانو او د هغو د مخالفانو ترمنځ نښتې شوي

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۹) له پنجشېر څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د طالبانو او په پنجشېر کې د هغه ځواک ترمنځ، چې ځان د ملي مقاومت جبهه بولي، نښتې شوې دي.

د طالبانو سرچینې وايي چې د احمد مسعود او امرالله صالح په مشرۍ د مخالفانو یوه حمله یې په شا تمبولې ده.

خو له بلې خوا د روسیې تاس خبري اژانس له پنجشېر څخه د خپلې یوې سرچینې په قول وايي چې مقاومت کوونکو د طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

تاس وايي، سرچینې د دوشنبې په ورځ د ټېلفون له لارې ورته وویل «طالبانو هڅه وکړه د لوېدیځو پوستو له لورې له اندراب څخه (بعلان) پنجشېر ته ننوځي، خو د دوی حمله په شا وتمبول شوه. طالبانو ته مرګ ژوبلې واوښتې، څو کسان یې ژوندي ونیول شول. اوس په سیمه کې جګړه پای ته رسېدلې او وضعیت ارام دی.»

سرچینې تاس ته همداراز ویلي چې اوس طالبان سیمې ته تازه دمې ځواکونه رسوي او خبرو اترو نتیجه نه ده ورکړې. او ظاهراً طالبان پراخې حملې ته تیاري نیسي.

په همدې حال کې طالبانو په پنجشېر کې ټول مخابراتي سیستم پرچاو کړی چې له کبله یې اوس په پنجشېر کې نه انترنیټ کار کوي او نه هم موبایل ټېلفون.

په پنجشېر کې نښتې وروسته له دې کېږي چې دوې ورځې وړاندې طالبانو او د مسعود د استازو ترمنځ په چاریکار کې پرېکړه وشوه چې د دوو خواوو ترمنځ د خبرو د نتیجې تر معلومېدو پورې به پر یو بل حمله نه کوي.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ د مسعود پلویانو د بغلان درې ولسوالۍ د لنډ وخت لپاره له طالبانو ونیولې خو طالبانو ډېر ژر د مسعود پلویان په شا وتمبول او پنجشېر یې له څو خواوو محاصره کړ.

راپورونه وايي چې طالبان د ګلبهار له لوري د پنجشېر درې ته ننوتي او په شاوخوا غرونو او لوړو کې یې مورچې نیولي دي.

په عین حال کې د پنجشېر د مقاومت کوونکو یوه ویندوی لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې لا هم په پنجشېر کې د طالبانو او دوی ترمنځ خبرې روانې دي.

پنجشېر په افغانستان کې وروستۍ سیمه ده چې طالبانو یې د نیولو هڅه نه ده کړې.

3 COMMENTS

  1. وګورۍ بيا خاين روسان وايي موږ دافغانستان په کورنيو چارو کې لاس نه وهو او امريکا ته نصيحت کوي خاين پوتين تر پرونه د طاليب سره په کريملين کې کتني کولې نن بيا د پنجشير خبرې کوي. ايا روسان شرم نه لري يو ځل يې د شمالي داړو ملاتړ وکړ خو کله امريکا راغله شمالي داړو ته ډالر وروغورزول نو دوۍ د مقاومت ملګری روس ځای په ځای پريښودل. همدارنګه يې د امريکا د يرغل لپاره روس شين څراغ امريکايانو ته ولګاوه او شمالي داړو ته يې د طاليب په ضد وسلې ورکولې. تر پرونه يې طاليب ته په مسکو کې کانفراسونه جوړول او اتل يې بلل خو نن لا څو ورځي نه دي تيري سوې سي فاحشه روسيه د پنجشير په هکله راپورونه ورکوي. دا په دې مانا سي دوۍ ورسره مرسته کوي.

  2. پنچشیر دافغانستان یوه ولسوالی ده که تسلیم نشی نو په زور د ونیول شی او ټوله وسله اومهمات چی پدی ولسوالی کی غلا شوی دی بیرته ددفاع او کورنیو چاروں وزارت ته وسپارل شی او دغه دغلو فاسدو او جاسوسانو ځاله د تل لپاره پاکه شی

  3. واقعیت دا دی، د ځير تاریخي لوست او تفکر د اسنادو پر بنسټ؛ د خیالاتو خبرې به هېح کله کوم یو درد به دوا نه کړي! کله چه اسکندر خبیث افغانستان ته راورسېد، د ده اصلي مقام یا امپراطوری مرکز ننۍ تاجکستان ، ننۍ جبل السراج او د ژمي ځای يې جلال آباد ؤ! ۲۵۰ -+ کالوونه، جبل السراج، اسکندریه نوومېدِه.
    چه ولې دا ځایوونه يې ټينګ نیولی ؤ، ۱۱۷۷ کاله مخې کې له عیس “1177 bc” نامه لاندې نوی وتلی کتاب ووایاست واقعیت ته به نژدې شئ!
    په آخر کې اسکندریان یا د اسیایانو له خوا ټوټې شول او یو څه يې ګډ نسل تاجکستان جوړ کړ او نور پنجشیر، نورستان او شمالي کې پاتې شول او پر له پسې خراسان مینځ ته شو او وروسته تجزیه شو( ننی جبل السراج هم اسکندریه نومیدِه۰ له هغې زمانې نه چه له نني بدخشان نه لاجورد تجارت له خراسان نه بابل او د مصر فراعنه ؤ سره روان ؤ، د او آسیا او افریقا د نړۍ د دودوونو او مدنیت ځای ؤ ، د ارووپا بربرو حملاتو په لاس اول وار له مصر نه تر بابل او خراسان، څه يې چه ؤ او نه ؤ، ټول برباد او له مینځه یوړل شول “1177bc”.
    غربي اروپا خبره وه چه نننی افغانستان له کانوونو نه ډک دی او سترګو لاندې دا منطقه نیولې شوې وه! لنډه:پېړۍ هڅې وشوې چه آسیا د غربي اروپا له خوا غلام شي او د دین له لارې خپلې کڅوړې ډکې کړي! تر دې چې انګرېز په آسیا کې هڅې يې وکړې چه ځاله خپره کړي، خو خپله اروپايي مخالفتوونه د آلمان و انګزېز و فرانسې او ورپسې یا ګډ ورسره د مارتین لوتر درېدا او ۳۰ کلنی جنګ او د کلیسا ړنګېدل د پروتستانو راتګ او د انګریز کلیسا له روم نه بېلېدل، دا ټولې یوې خوا ته او بل د آلمان یا «ګرمانو» جنګوونه انګرېز ته يې لاره هواره کړه چه انګرېز لاس پر آسیا کېږدي۰
    په ۱۸۶۴ د لینن ورور د یا خاص انګرېزي دسیسه چه تزارو سره يې ډوب مخالفت درلود، ګوندې سویس له خوا ځکه چه هغو له آلمان او فرانسې سره نزدې اړیکې يې وې، ووژل شو او لینن چه خوسې یو ناپوه او کلانکار کرکتر يې درلود(اروپایی اسناد)، سویس ته راوړل شو، سویس د روم د کلیسا غلام دی، سویس دلته زما له استوګنې ځای نه ۲۵ کیلومتره لرې په یوې شانداره منطقه د زیوریخ ښار د پوهنتوون منطقه کې لینن يې کېناؤ او ده سره مرسته وشوه چه کاپیتال ولیکي او د انقلاب نامه لاندې تزاران له مینځه یوسي او د آلمان او فرانسې او روسيې اړیکې ړنګې کري. تر هغه چه د غربیانو د څېړنو پر بنسټ، اصلا چرچیل د ستالین او هتلر په مینځ کې چه ښه دوستان ؤ، د دویم د نړۍ جنګ علت وګرځېده. او د آلمان ماتې نه وروسته د آلمان لاس يې په افغانستان کې چه اعلیحضرت امان الله خان سره يې ټينګې اړيکې وې، وشکول. خامخا آلمان هم سترګې يې درلودلې چه د اولنګ منطقې نه شمال ته تونل لار خلاص کړي او نژدی بدخشان ته هم لاره وباسي ، خو انګریز امان الله خان يې ړنګ کړ او نادر يې راوست او آلمامانان يې ورسته د جنګ له ماتې له افغانستان نه وویست او د آلمان لاس يې غوڅ کړ. نادر يې پر تخت کېنوؤ، او زر ظاهر او څنګ کې يې رحیم غلام بچه د پنجشېر!
    ارووپایانو ته نن نه ۳۱۹۷ کني تاریخ او جغرافیایي او فرهنګي او شتمني د آسیا معلووم دي او اسناد ورته لري۰ لنډه دا چه پوهېدل چه د تاجکستان او پنجشېر، او شمالی خلک چه د اسکندر خبیث بقایا دي، وروسته د دویمې نړۍ جنګ نه د چرچیل پلان له دوګول او دوګول او ګوندې ایزنهاور؟ پټ پلان دا ؤ چه ځينې ممالک لکه هند، افغانستان او کوریا او ویتنام او نور ممالک تجزیه او د اسکندر د پلار تکتیک یا رسم او دود چه « بېل يې کړه او پرې غالب شه» چه تری *تفرقه انداز و حکومت کن* جوړ شو! پر ټولو پښتنو د چا زور نه رسېده او دوې ټوتې يې کړل او د سکندر باقیاتو سره يې په جنګ واچول چه تر نن ورځ دوام لري او دا چه څه به وښي نه د روس او نه د چین لاس ورګډ دي او یواځې د غربي اروپا. زه شاهد یم چه د داکتر نجیب او د بننسوان د ملی سولې پلان د ړنګول د سویس د حکومت لمسول وکیل د نجیب د خارجې وزیر ؤ، زما په مخ کې، چه عظیمی او مسعود سره ورسته په پنجشیر کې يې پلان جوړ کړ چه وروسته له کودتا افغانستان به دری ټوټې ایران، تاجکستان او پاکستان ته به وړکړ شي د سویسی جنرال شتاهل خبره ماته په ۱۹۹۰ کال کې۰ روسان هم غولول شوي ؤ او اصلي پلان د اروپايي نشر شوی تحقیق پر بنسټ د انګریز بلېر ، ژارژ شیراق د فرانسې او یوه پټه ډله د امریکې پلان ؤ چه غربي اروپا کې سلها ؤ پټې بندیخانې جوړ شوي ؤ، د آلمان چانسلر شرویدر او د فرانسې خارجې وزیر چه په دې پټ رزیلانه پلان خبر شول ، ډډه يې وکړل او وضع بل ډول شو. خو څه چه دي او نه دي د غربي اروپا مردار، خصوصا د کلیسا د سویس له لارې او انګرېزانو لاسوونه دي چه د مقدونيې له لارې چه د پنجشیر اصلی خلک هم مقدوني دي، افغانستان او پښتانه آرامه نه پرېږدي. قصه لنډه، له ټولو نه لوی کتاب جوړېږي چه زما حوصله ورته نشته، او څه مې چه اوس ولیکل د اسنادو پر بڼسټ لیکلی چه را سره دي. درناوۍ او ګلوونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب