یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، افغانستان ته مرستې به د پي آی اې الوتکې رسوي

پاکستان وايي، افغانستان ته مرستې به د پي آی اې الوتکې رسوي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۸) پاکستان وايي، د روغتیا له نړیوال سازمان سره یې موافقه کړې چې افغانستان ته بشري مرستې به په پاکستاني الوتکو کې رسول کېږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د طبي مرستو لومړۍ جوپه د دوشنبې په ورځ د پاکستان د (پي آی اې) هوايي شرکت په یوه الوتکه کې مزارشریف ته ورسول شوه.

د روغتیا نړیوال سازمان دا مرسته له دوبۍ څخه مزارشریف ښار ته ورسول شوه.

د پاکستاني چارواکو په وینا، له نړیوالو ادارو سره یې خبرې کړي چې د پاکستان له لارې دې افغانستان ته مرستې ورسول شي او پي آی اې چمتو ده چې نه یوازې د روغتیا د نړیوال سازمان بلکې د نورو خیریه ټولنو مرستې هم افغانستان ته ولېږدوي.

پاکستان دغه راز چمتووالی ښوولی چې لوېدیځو هیوادونو ته تلونکي افغانان دې پاکستان ته انتقال شي او د دغه هیواد له لارې دې اروپا او امریکا ته ولېږدول شي. په دې صورت کې به نه یوازې د پاکستاني ترانسپورت او هوټلونو له کارو بار سره مرسته وشي بلکې د پاکستان له هوايی ډګرونو او تریول ایجنسیو څخه به کار واخیستل شي.

دا احتمال شته چې یو وار بیا مرستندویې ټولنې د افغانستان لپاره خپل اصلي یا مرکزي دفترونه په پاکستان کې پرانیزي.

په افغانستان کې د نامعلوم وضعیت له کبله د الوتکو بیمه څو برابره لوړه شوې او په نتیجه کې یې د الوتکو کرایه هم څو چنده زیاته شوې ده.

1 COMMENT

  1. THIS WAS PLAN OF PAKISTAN.THEY GET THAT.NOW EVERY THINGS WILL BELONG TO PAKISTAN.
    PAKISTAN WILL MAKE ONE OTHER MOTORWAY AND ATOMIC BOMB,
    SORRY FOR MY AFGHANS WHO LOST LIFE..
    NOW AFGHANISTAN IS A WIDE MARKET FOR PAKISTANI FAKE SUPPLY/MEDICINE.
    AFGHAN RAW MATERIAL AND WATER WILL RUN FOR FREE TO AFGHANISTAN,
    AFGHANISTAN WILL BE 100%DOMINANCE BY ISI.
    GOD BLESS AFGHANISTAN.
    I AM VERY SORRY

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب