یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروسیې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان د اسعاري زېرمې کنګل پای...

روسیې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان د اسعاري زېرمې کنګل پای ته ورسوي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۸) روسیې نن د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې د افغانستان اسعاري زېرمه او د پیسو پشتوانه ازاده کړي.

د امریکا متحدو ایالتونو وروسته له دې چې دوې اوونۍ پخوا کابل ونیوه، د افغانستان اسعاري زېرمه بلاک یا کنګل کړه.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل«که لوېدیځ همکاران مو له زړه د افغانانو د برخلیک په اړه اندېښنه لري، دوی باید د افغانستان د اسعاري زېرمو په کنګل کولو د دوی لپاره نورې ستونزې جوړې نه کړي.»

کابلوف د روسیې دولتي تلویزیون رشیا ۲۴ ته همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه باید د افغانستان شتمني له کنګل حالته راوباسي چې د افغانۍ د ارزښت د لوېدو مخه ونیول شي.

وروسته له دې چې طالبانو کابل نیولی، د ډالرو او نورو اسعارو په وړاندې د افغانۍ ارزښت په شدت کم شوی دی.

کابلوف زیاته کړه، که امریکا دا کار ونه کړي افغان چارواکي به غیرقانوني لارو ته مخه کړي او د افغانستان له ملي اردو او امریکا څخه پاتې شوې وسلې به په تور بازار کې وپلوري.

د پیسو د نړیوال صندوق یا آی ایم ایف پر اساس، د اپریل تر پایه د افغانستان بانک زېرمه ۹ ملیارده او ۴ سوه ملیون ډالرو ته رسېده چې ډېره لویه برخه یې له افغانستانه دباندې ساتل کېږي.

تر څو چې امریکا او نړیواله ټولنه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت ونه پېژني ګومان نه کېږي چې د افغانستان اسعاري زېرمه دې له کنګل حالته راوایستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب