یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا تر ټاکلي مهلت مخکې خپل اتباع باسي

امریکا تر ټاکلي مهلت مخکې خپل اتباع باسي

تاند- سپینه ماڼۍ وايي، امریکا دا ظرفیت لري چې پاتې امریکایان تر ټاکلي مهلت پورې له افغانستانه وباسي.

د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه جګپوړي مامور وویل، شاوخوا ۳۰۰ امریکايي اتباع لا په افغانستان کې پاتې دي او هغوی غواړي چې د ولسمشر بایډن له لوري تر ټاکلي ضرب الاجل یعني د سې شنبې تر ورځې مخکې له افغانستانه ووځي.

نن د دې ترڅنګ چې د کابل پر هوايي ډګر توغندي وویشتل شول، د امریکا بې پېلوټه الوتکې د داعش پر مشکوکو غړیو برید وکړ.

د ځینو راپورونو له مخې، په دې برید کې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي«وروستۍ څو ورځې د دې خورا خطرناک ماموریت تر ټولو خطرناکې شېبې دي.»

اسوشیتیدپریس خبري اژانس وايي، نن / دوشنبه پر هوايي ډګر له راکټي برید وروسته هم د امریکا د پوځ جنګي الوتکې په دغه هوايي ډګر کې بیا بیا پورته کېږي او کښېني.

په هوايي ډګر کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ویندوی بیل اربن وویل، د حامد کرزي هوايي ډګر لور ته ۵ راکټونه ویشتل شوي وو خو د هوايي مدافع سیستم په وسیله په هوا کې ویجاړ شول.

د روسيې تاس خبري اژانس وايي چې داعش پر حامد کرزي هوايي ډګر د راکټي بریدونو مسوولیت منلی دی.

په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې طالبان سبا / سې شنبه د هوايي ډګر بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.

د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې، طالبان له قطر او ترکیې سره په مشورو بوخت دي چې د دغه هوايي ډګر په بیا فعالولو کې ورسره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب