یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهچین وايي، نړیواله ټولنه دې له طالب چارواکو سره خبرې پیل او...

چین وايي، نړیواله ټولنه دې له طالب چارواکو سره خبرې پیل او مثبته لارښوونه وکړي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۸) د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکايي ساري سره په ټېلفوني خبرو کې وویل، نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره د افغانستان د نویو واکمنانو په توګه خبرې پیل کړي او هغوی ته مثبته لارښوونه وکړي.

د چین د باندنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، وانګ يي خپل امریکايي ساري انتوني بیلنکن ته وویل، واشنګټن باید له نړیوالې ټولنې سره همکاري وکړي څو افغانستان ته د بشري او اقتصادي منرستو امکان برابر شي او همداراز په افغانستان کې له نوي حکومت سره مرسته وکړي چې عادي اعمال ولري او په افغانستان کې ټولنیز ثبات ټینګ شي.

له بلې خوا د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی نید پرایس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر ښاغلي بلینکن او ښاغلي وانګ يي د هغو ژمنو د عملي کېدو پر اړتیا خبرې وکړې چې طالبانو له افغانستانه د افغانانو او بهرنیانو د خوندي وتلو په اړه کړي دي.

چین تراوسه پورې طالبان د افغانستان د نویو مشرانو په توګه په رسمیت نه دي پېژندلي، خو وانګ يي، چې تېره میاشت په پیکینګ کې د طالبانو د قطر د دفتر د مشر ملابرادر کوربه و، ویلي و چې نړۍ باید د افغانستان لارشوونه او ملاتړ وکړي چې واک پکې ولېږدول شي.

وانګ يي په دې خاطر د افغانستان پر حکومت د فشار راوړلو غوښتنه هم کړې وه.

چین لېوال ښکاري چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په هغه صورت کې چې نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، له دوی سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیل کړي. چین هیله لري چې د افغانستان په کانکونو کې به پانګونه وکړي او د افغانستان له لارې به د سړک او کمربند په پءوژې منځنۍ اسیا له پاکستان سره وصل کړای شي.

1 COMMENT

  1. للمړی سلام او مبارکی ده وطن ده استقلال او ده جنګ ده خاتمی ټولو اففانانو ته وایم.
    امید دی چی طالب ده نړی سره په تعامل کی یوداسی ټول شموله، مرکزی. پیاوړی یوه خوله حکومت جوړکړی چی په هغی کی ده بشری حقونو، بیان آزاد یوسره،ده ښځوتعلیم او اخطیاراتو ته کی خاص پاملرنه وشی. ترڅوپه دوی شک ، بدګمانی،تردید، لمنزه لاړی شی ،او دلته یو تلپاتی غښتلی نظام ده افغانستان ده بقا آرامی او ښیراځی لپاره پاتی شی. طالبان ده حکمت ده اعلانولوسره باید ده وطن ده آزادی ، استقلال، ده جنګ ده خاتمی په باب ده خوښی یو ملی پرجوش جشن ونسی. چی پدی سره ده افغانانو یوالی او ده طالبانوسره رضایت نړی والو ته وښودل شی او ده خلقو ډاراویره ورسره لمنځه لاړه شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب