پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد کورمې نښتې: د مځکې پر سر لانجه څنګه په یوه خونړۍقبیلوي...

د کورمې نښتې: د مځکې پر سر لانجه څنګه په یوه خونړۍقبیلوي جګړه بدله شوه

تاند – کورمه یوه پښتني سیمه ده چې له ډیرو کلونو راهیسي د قبیلې او مذهب په نوم په جګړو او دښمنیو کې یې د بې شمېره پښتنو ځوانې ځوانۍ اخیستي دي. الجزیرې (انګلیسي) د دې سیمې د وروستۍ شخړې په پلمه په دې لاندې راپور کې د سیمې وضعیت ته کتنه کړې چې موږ یې ژباړه د تاند لوستونکو ته وړاندې کوو:

د چهارشنبې په ورځ د لنډمهاله اوربند تر موافقې پورې په نښتو کې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د مخالفو قبايلو ترمنځ د څو اوونیو اوږده جګړه، چې لږ تر لږه ۴۶ کسان پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپيان شول، د چارواکو او قبايلي مشرانو ترمنځ له جرګې وروسته درېدلې ده.

د کورمې په مرکزي ښار پاړه چنار کې د ملکي او امنیتي چارواکو په ګډون د قومي مشرانو یوه لویه جرګه وشوه. دوی د چهارشنبې په ورځ د دوی غونډې یو ساعت دوام وکړ او په ترڅ کې یې ټولو اړخونو د اکتوبر تر پنځمې نېټې پورې پر اوربند موافقه وکړه.

د کورمې مرستیال کمیشنر جاویدالله محسود وویل چې له هغه وخت (چهارشنبې) راهیسې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او حکومت د شخړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته پر رسیدو باور لري.

محسود الجزیرې ته وویل: “له بده مرغه دا په سیمه کې د ځمکې پرسر له ډېره وخته روانه شخړه ده، په تیرو وختونو کې هم د دې دعوې پر سر جګړې شوي، خو موږ ډاډه یوو چې دا ځل به یې پای ته ورسوو.”

نو کورمه چیري ده، هلته څه پیښ شوي، ولې تربګني پکې پراخه شوې او بیا څه کېږي؟

کورمه چیري ده؟

کورمه، یوه غرنۍ سیمه ده چې د خیبرپښتونخوا په شمال لویدیځ کې له افغانستان سره اوږده پوله لري، شاوخوا 700,000 نفوس لري چې ۴۲ سلنه یې شیعه مذهبه دي.

دا سیمه په پاکستان کې تر هر لوی ښار د افغانستان پلازمینې کابل ته نژدې ده، خو د افغانستان له خوست، پکتیا، لوګر او ننګرهار ولایتونو سره هم پوله لري، چې د شیعه ضد وسله والو ډلو لکه داعش (ISIS) او پاکستاني طالبانو (TTP) پټنځایونه ګڼل کیږي.

دا سیمه د شیعه او سُني اکثریت ډلو ترمنځ د فرقوي جګړې سابقه هم لري او د تیرې لسیزې په اوږدو کې د سختدریځو له بلوا سره مخامخ شوې ده.

د سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو په وینا، اوسنۍ شخړه د شیعه او سني قومونو ترمنځ د ځمکې په دوامداره شخړه کې ریښې لري. یوه بله ورته پېښه تېر کال رامنځ ته شوه، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون (HRCP) له حکومته وغوښتل چې په سیمه کې د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي او ویې ویل چې «تاوتریخوالي عامو خلکو ډیر زیان اړولی دی.»

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون”HRCP د خیبرپښتونخوا په حکومت غږ کوي چې دا یقیني کړي چې اوربند وشي. ټولې شخړې، که د ځمکې پر سر وي یا د فرقه یي شخړو له امله رامنځ ته شوې وي، باید د خیبرپښتونخوا حکومت له خوا د ټولو ښکیلو اړخونو په ګډون د خبرو اترو له لارې په سوله ییزه توګه حل شي.”

د وروستیو نښتو لامل څه دی؟

د ځايي امن کمېټۍ غړی او د جرګې برخوال محمود علي جان، چې روانه اوونۍ یې په جرګه کې هم ګډون درلود، وايي چې شخړه د شیعه مذهبو د لویې قبیلې ملاخېل او د سني مذهبو د لویې قبیلې مدګي کلی تر منځ په بوشېره کلي کې د مځکې پر سر، چې د پاړه چنار ښار د جنوب په ۱۵ کیلومترۍ کې ده، پیل شوه.

جان الجزیرې ته وویل: “دا یوه کرنیزه مځکه وه چې په اصل کې د شیعه قوم ملکیت وه، چې دوی د کرنې لپاره سني قبیلې ته په اجاره ورکړې وه. ټاکل شوې وه چې اجاره په جولای میاشت کې پای ته ورسیږي، مګر کله چې وخت راغی، دوی د مځکې له بیرته ورکولو څخه انکار وکړ، چې له کبله یې جګړه ونښته.”

جان وايي، د سولې ځايي کمیټې چې د شیعه او سني دواړو قومونو غړي پکې شامل وو، سمدستي هڅه وکړه چې وضعیت ارام کړي او له حکومته یې وغوښتل چې مداخله وکړي. خو هغه وايي چې حکومت په ځواب کې ناوخته شو.

جان ادعا وکړه:”دولت په پیل کې په بشپړه توګه غیر حاضر و، له دې کبله جګړه پراخه او خونړۍ شوه. دوی په سیمه کې ډېر پوځیان او ملېشه لرل خو له دې سره سره یې مداخله ونه کړه.”

خو د ولسوالۍ د پوليسو افسر نثار احمد خان د حکومت د بې کفايتۍ تورونه ردوي او وايي، کله چې جګړه پيل شوه، دولت ګړندی اقدام وکړ. هغه ومنله، په هرصورت، د افرادو کمښت او د سیمې غرنۍ جغرافیه د حکومت د غبرګون د سرعت خنډ شول.

د پولیسو دغه افسر الجزیرې ته وویل: “موږ محدود ظرفیت لرو، او کورمه یوه لویه او ستونزمنه سیمه ده چې د غرنۍ جغرافیې له امله تګ راتګ پکې اسانه نه دی. ډیری وختونه، موږ باید د ساعتونو لپاره مزل وکړو چې هغو ځایونو ته ورسیږو چې جګړه روانه وي. برسېره پر دې، له افغانستان سره د ناامنه پولې له امله، ډیری خلک پرمختللو وسلو ته لاس رسی لري، چې دا ستونزې نورې هم ډېروي.”

هغه په دې شخړه کې د TTP یا کومې بلې وسله والې ډلې ښکیلتیا، چې شیعه ټولنه د دوی د مذهب په خاطر په نښه کوي، په کلکه رد کړه.

ده زیاته کړه: “د بوشېرې کلی، چیرې چې ډیره جګړه وشوه، ښه دفاعي موقعیت لري، او هر هغه څوک چې هڅه یې کوله هلته ځان ورسوي، په اسانه په نښه کېدای شوای. په دې صورت کې دا د ملاخېلو قبيله وه، چې زيات زيان يې زغملی دی.

ولې داسې نښتې کېږي؟

قومي مشر جان وویل، که څه هم د مځکې لانجه د اوسني کړکیچ په زړه کې ده، د سیمې د فرقه ییزو جګړو اوږد تاریخ د دواړو خواوو “ځینې عناصرو” ته اجازه ورکوي چې مذهب د وسیلې په توګه وکاروي.

هغه زیاته کړه:”د کورمې په سیمه کې د مختلفو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړې شته چې د [په ۱۹۴۷ کې د هند د براعظمګي له ویشلو مخکې] روانې دي. هرکله چې کوم شی رامنځته کیږي، په اسانۍ سره فرقوي رنګ ورکول کیږي، خو اصلي قضیه دا نه ده.”

په تېرو اوو لسيزو کې د فرقه ييز تاوتريخوالي ګڼې پېښې شوي، خو تر ټولو سخته نښته په ۲۰۰۷ کال کې وه، چې د شيعه او سني قومونو ترمنځ نژدې څلور کاله روانه وه. ګڼ کلي وسوځول شول او زرګونه کسان اړ شول چې له سیمې ووځي او د هېواد نورو سیمو ته پناه یوسي.

کورمه، چې هغه مهال د وفاق تر انتظام لاندې د قبایلي سیمې (فاټا) برخه وه، د هیواد له نورو برخو څخه جلا شوې وه. په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان پوځ د ځايي قبایلي مشرانو په مرسته په نهایت کې وکولای شول چې جګړه پای ته ورسوي. د حکومت د معلوماتو له مخې په دې نښتو کې شاوخوا دوه زره کسان وژل شوي او تر پنځو زرو زیات ټپیان شوي دي.

د پوليسو مشر خان وويل، د ولسوالۍ په ډېرو سيمو کې شيعه او سني ټولنې په ګډه په سوله کې ژوند کوي.

هغه تېره میاشت د پېغمبر اکرم د لمسي حسین ابن علي الحسین د شهادت د ماتم لپاره د عاشورا د مراسمو یادونه وکړه او ویې ویل:

“موږ په دې وروستیو کې د عاشورا جلوسونه درلودل، چې د کورمې په مختلفو برخو کې وشول. په ډیرو سیمو کې، سني قبیلو د هغو شیعه ګانو لپاره امنیت برابر کړ چې ماتم یې کاوه،»

مرستیال کمشنر محسود وویل، حکومت هیله لري چې د ملاخیل او مدګي کلې قبیلو ترمنځ له اوربند څخه د ځمکې د شخړې د حل لپاره کار واخلي.

ده وويل: “موږ د ځمکې د شخړو د حل ميکانيزم لرو، او دا اوربند به موږ ته اجازه راکړي چې ټول ښکېل اړخونه سره راټول کړو ترڅو دا د تل لپاره پای ته ورسوو.”

اوسنی حالت څه دی؟

د جګړې له امله کورمې ته تلونکې اکثره لارې بندې شوې او داسې خبرونه هم خپاره شول چې د نامعلومو کسانو له خوا امبولانسونه هم په نښه شوي دي.

په پاړه چنار کې ښوونځي تړلي پاتې دي، په داسې حال کې چې په بازارونو کې لږ فعالیت لیدل شوی. جان، چې یو سوداګر هم دی، وايي چې د لارو تړل د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو د کمښت لامل شوی او ټولو ته یې شرایط دومره سخته کړي چې مجبوره دي له ښاره ووځي.

“له اوربند وروسته، موږ هیله من یوو چې ژوند بیرته عادي حالت ته راشي. اوس مهال، خلک یوازې په کاروانونو کې سفر کوي، پولیس او نیمه پوځي ځواکونه له کورمې څخه د تللو سړکونو ساتنه کوي.”

جان همداراز زیاته کړه چې د جګړې په پایله کې د موبایل شبکه بنده شوې، خو ثابتې کرښې کار کوي.

حکومتي چارواکي محسود ویلي چې د جګړې له وقفې وروسته په سیمه کې ناکراره ارامي ده خو هیله یې څرګنده کړه چې ژر تر ژره په سیمه کې عادي فعالیت پیل شي.

ده زیاته کړه: “په طبیعي ډول اوس مهال د ویرې فضا حاکمه ده، او خلک له خپلو کورونو څخه د وتلو لپاره زړه نازړه دي. په هرصورت، په تیرو دوو ورځو کې، موږ د نورمال حالت یو څه نښې لیدلي، او حالات باید ښه شي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب