Homeخبرونهجنفي له چین څخه وغوښتل چې افغانستان د یوه کمربند او یوه...

جنفي له چین څخه وغوښتل چې افغانستان د یوه کمربند او یوه لار په پروژه کې شامل کړي

تاند(شنبه، د میزان ۱ مه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د چین له سفیرجاو شینګ سره په کتنه کې وویل چې د دوی حکومت لېواله دی چې د چین په «یوه کمربند یوه لاره» پروژه کې شریک شي.

حنفي په دې کتنه کې دې ته په اشارې چې د افغانستان او چین اړیکې په ټول تاریخ کې تل ښې وې، د کابل- پیکینګ ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه، ویې ویل«د اسلامي امارت پالیسي له ګاونډیانو په تېره بیا چین سره د دوه اړخیزو اړیکو دوام، د یو بل په چارو کې نه لاسوهنه او دوه اړخیز درناوی دی.»

ده دا هم وویل چې افغانستان هڅه کوي د بیلابیلو دهلیزونو له لارې د چین له یوه لار یو کمربند پروژې سره وصل شي.

د چین سفیر، چې تازه ګومارل شوی، او لومړنی سفیر دی چې د طالبانو حکومت ته یې باورلیک سپارلی دی، د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال ته وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات ننګه کوي او هڅه کوي چې افغانستان په سترو اقتصادي پروژو کې شامل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...