دوشنبه, نوومبر 25, 2024
Homeخبرونهدلاور بهرمېشتو افغان متخصصانو ته بلنه ورکړه چې هیواد ته ورشي

دلاور بهرمېشتو افغان متخصصانو ته بلنه ورکړه چې هیواد ته ورشي

تاند(شنبه، د میزان ۱ مه) د طالبانو د حکومت د کانونو او پیټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور له یو شمېر بهرمېشتو افغان متخصصانو سره په کتنه کې هیواد ته د ټولو متخصصانو د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي دلاور، چې له امریکا او اروپا مېشتو افغان متخصصانو سره خبرې کولې، وویل چې د طالبانو حکومت هیواد ته د افغان متخصصانو د ستنېدو هرکلی کوي.

د کانونو او پیترولیم وزارت له خبرپاڼې سره سم، افغان متخصصانو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو خوښي وښوده، ویې ویل چې د خپل هیواد د اقتصادي ثبات او پرمختګ لپاره مرستې ته چمتو دي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته اکثره متخصصان، شتمن کسان او په ځانګړي ډول تعلیم یافته طبقه بهر ته مهاجره شوه او هغوی چې پاتې دي، وايي چې طالبان یوازې ملایانو ته دولتي چوکۍ ورکوي نو په هیواد کې پاتې کېدو ته لېوالتیا نه لري.

خو طالبان بیا وايي چې پخواني کدرونه یې له دندو ګوښه کړي نه دي او اکثره کار ته دوام ورکوي، یوازې یې د ادارو ریاستونه او مدیریتونه طالبانو ته سپارلي دي.

طالبانو له بهرمېشتو افغانانو سره د تماس کیسیون جوړ کړی او هغوی ته بلنې ورکوي چې هیواد ته بېرته ستانه شي.

خو تراوسه پورې نه دي اورېدل شوي چې طالبانو دې له بهره کوم راستون شوي شخصیت یا کدر ته دنده سپارلې وي.

4 COMMENTS

  1. تاسی منافقینوباندی باور اواعتماد کول د افغان ملت سره خیانت دی تاسی د غولولو لپاره ډیری وعدی کړیدی اما تر اوسه د تاسو غولولو وعدو څخه یوه هم ندی پر ځای شوی او ډیرو خوشبارو د تاسو له خوا په مرموز ډول ژوند له لاسه ورکړۍ دی تر څو چی تاسی شیطان المنافقین په افغانستان کښی درکړ شوۍ قدرت لرۍ نو افغان ملت به بی سواده ، بی کاره او د ډوډی سوالګر ساتل کیږی د تاسو مقابل کښی ملی پاڅون ته اشد ضرورت دی !!!!!

  2. په تاسو څنګه څوک باور وکړي یو کس به دوکتورا او ماسټري لري په یو بخش کې به متخصص وي او بیا به د یو سپګن او جاهل د لاس لاندې کار کوي او که څه وایي تهدیدیږي به. دغه کوم چې په هیواد کې میشت دي لومړی خو هغوی ته موقع ورکړئ غریبانان د اعلی تحصیلاتو لرونکي په کراچۍ سبزي او میوه خرڅوي. په خپل مینځ کې اصلاحات راولئ او دا سپګن چې په چوکیو ناست دي او د خدایي فکر کوي سم کړئ، دغه د قندهاري او پکتیاوال په نوم مو چې قدرت ویشلی دغه خو جوړ کړئ او نورو اهل کارو ته خو موقع ورکړئ. د پاکستاني کدرونو په ځای خپل کدرونه وکاروئ.

  3. دلاور صاحب دې دغه موجود متخصصان وساتی چی ولاړ نه شی. د امانات الی اهلها دې تطبیق او ملایان دی مسجدونو ته ولیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب