تاند: (چهارشنبه، د زمري ۴ مه ) د ایران تسنیم خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله ادعا کوي، چې پاکستان د افغانستان د پکتیکا ولایت پر یو شمېر هغو سیمو، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرتې دي، توغندیز بریدونه کړي.
تسنیم اژانس ویلي، چې په دغه برید کې د برمل ولسوالۍ یو شمېر هغه سیمې په نښه شوي، چې د وزیرستان کډوال پکې مېشت وو.
پاکستان تل ادعا لري، چې د دغو کډوالو په منځ کې د پاکستان د تحریک طالبان یا ټي ټي پي کسان پټیږي.
په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم په دې تړاو څه نه دي ویلي.
څه موده مخکې پاکستان مدعي شو، چې طالب رژيم د دوی په همغږۍ د ډیورنډ فرضي کرښې له څېرمه سیمو څخه د ټي ټي پي د کسانو لېږد نورو افغان سیمو ته پيل کړی.
طالبانو بیا وویل، چې دا خبره ناسمه ده او لېږدول کیدونکي کسان د وزیرستان کډوال دي.
نن کرزی غبرګون وښود مګر خبر نده چې دا لومړی ځل نده آن دده په وخت او غنی په وخت کې هم د پاکستان پوځ دا ډول بریدونه کړی ځکه د پاکستان مشر او ځینو چارواکو ویلی وو چې امریکا او پاکستان حق لری چې په افغانستان کې عملیات وکړی مګر موږ افغانانو څخه دا حق اخیستل شوي پدې ۴۵ کلن تاریخ کې موږ تنها شعار ورکړی او عمل مو صفر ده، بیا ولس ته هر یو د وخت مشر وایی چې دا کړیدلی او دردیدلی ولس ، مګر چې روښانه شي همدې مشر له ټولو زیات همدا ولس ځورولی وي خو خبره تر شعار ده او عمل هغه چا کوو چې ځواک یی درلود داسې نه چې په تیر کې امریکایانو ټوله وسله پاکستان ته انتقال کړ، د داود خان او نجیب الله تر وخت خپل د دولت وسله تیر وختونو کې تنظیمونو پاکستان ته انتقال کړ جنګ په خبرو نه کیږي، اوس ولس پوه شوي چې د افغانستان هر مشر خبرې کوی خو عمل لپاره نه ولس ته اجازه ورکوي لکه امان الله خان غازی او نه په خپله احمدشاه ابدالي په شان تورلینګیان (پنجابیان) تر آټه اوتر هنده ځغلوی
ولس وایي مشران لرو ډیر زیات خو تنها خبرې کوی او خپل چکری وهی او زرهی موټرو کې ګرځی پدې ۴۵ کالو کې دا کار روان دي