پنجشنبه, مې 9, 2024
Home+په پنځون فکري بنسټ کې پر شعر کره کتنه او مشاعره ترسره...

په پنځون فکري بنسټ کې پر شعر کره کتنه او مشاعره ترسره شوه

پنځون فکري بنسټ خپله اتمه غونډه د سرطان پر دېرشمه په داسې حال کې تر سره کړه، چې نوښتیزه برخه یې هم لرله او هغه برخه کره کتنه وه، چې د لیکوال او شاعر ښاغلي سردار اغا کلیوال پر غزل تر سره شوه.

د غونډې پیل د قران عظیم الشان د مبارکو ایاتونو په ویلو سره وشو، چې د تلاوت لپاره قاري عبدالرحمن عابد دریځ ته وبلل شو.

د پیل او ښه راغلاست وینا د بنسټ مشر ښاغلي اجمل جنت د غونډې ګډونوالو ته واوروله.
د انانسر له لوري شریف الله حباب یوسفزی دریځ ته وغوښتل شو، چې په ډېر ښه انداز یې ګډونوالو ته د تېرې مهالنۍ غونډې راپور وړاندې کړ.

ګډونوالو ترې مننه وکړه او د راپور په اړه یې داسې نظریات وړاندې کړل.
اجمل جنت:
”راپور لیکل هنر دی، خو ویل یې بېل هنر دی؛ دا راپور که څه هم حباب نه و لیکلی، خو په ښه ډول یې ولوست، لومړی ځل یې و، ځینې ستونزې پکې وې، دا ځکه هغه لیک چې ویوونکي پخپله لیکلی وي او هغه چې بل لیکلی وي، خو دا یې وايي، په ویلو کې یې ډېر توپیر وي، د نوموړي د راپور لوستل ستایم، فصاحت او جرئت په زړه پورې و….“
عبدالرحمن عابد:
”د لوستلو انداز یې بېخي عالي و، خو زه وایم چې په راتلوونکي کې که راپور هغه څوک ووایې چې چا لیکلی وي، ډېر به ښه وي.“
ډاکتر ضیاء شېرزی:
”د راپور په اړه به زه دومره ووایم، چې په تېره غونډه کې زه نه وم، خو د تر سره شوې غونډې په اړه بشپړ وپوهېدم.“
له دې وروسته راساً د کلیوال پر غزل کره کتنه پیل شوه، چې د غزل ویلو لپاره نورالحق علومي ته بلنه ور کړل شوه.
علومي یو ځل ټول غزل له دریځه وویلې د دویم ځل لپاره یې د غزل لومړی بیت داسې ووایه:

مابه اوږدې کړې تا به ټال خبرې
خوږې خوږې وې د وصال خبرې

د نوموړي بیت په اړه اجمل جنت خپل نظر داسې څرګند کړ:
”…په لومړي نیم بیتي کې (ټال) هغه کلمه ده، چې په دوو ماناوو سره کارول کېږي، یو هغه (ټال) چې د ځنګېدو لپاره کارېږي او بل (ټال) د ځنډ په مانا دی، دلته ترې مطلب لنډ دی.
یعنې کله به چې ما خپلې خبرې د خوږوالي په وجه له تا سره اوږدولې، نو تا به خپلې خبرې لنډولې، ځکه چې د لارې سر دی څوک به ځي، څوک به راځینه.
نو د وصال خبرې په ټوله مانا خوږې او شېرینې خبرې وي.“
عبدالرحمن عابد یې په اړه بیا داسې وویل:
”نوموړی بیت شاعر خپل محبوب ته راجع کړی او وایي، کله به چې ما خبرې کولې نو تا به د اورېدو په خاطر خپلې خبرې ټال او ځنډ کړې، تر څو په هغه خبر وپوهېږې، چې زما له زړه څخه راوځي، نو دا خبرې چې موږ د وصال پر وخت کولې تر ټولو خوږې وې، ځکه چې ارزښت پکې موجود و او په مینه کې متقابلې اړیکې له هر څه مهمې دي.“
د دوهم بیت د ویلو لپاره علومي له خپلې حنجرې دا غږ راوویست:

دا سړی څوک دی دا چې ساندې وای
دا خو کوې زما په حال خبرې

ډاکتر ضیاء شېرزي يې په اړه داسې وویل:
”موږ که د یو شاعر بیت مانا کوو، نو د خپلې پوهې او خپل فکر له اړخه به غږېږو، د شعر اصلي مانا له شاعر سره وي خو بیا هم، په دې بیت کې شاعر یو تن مشخص کړی او وایي دا سړی څوک دی، چې خپل درد یې راخیستی؟
دا درد خو عیناً زما هم دی.“
بیا یې د بیت ستاینه او پر کلیوال افرین ووایه.
د بیت پر تخنیکي اړخ اجمل جنت خپل نظر داسې روښانه کړ:
”د بیت په لومړي نیم بیتي کې (وايي) (وای) لیکل شوی، د (کوې) پر ځای باید (کوي) ولیکل شي یعنې د اوږدې یا پر ځای څرګنده راشي، او همدارنګه که څه هم دې مسایلو ته په شعر کې پاملرنه نه کېږي خو زه وایم چې خیال ورسره نه ټکنی کېږي نو پکار ده چې پام ورته وشي یعنې تر حال دمخه د (په) پر ځای دې (پر) ولیکل شي، نو مفهوم به په معیاري لیک کې راونغاړل شي.
ساندې، طبعاً هغه چېغو ته ویل کېږي، چې د یوې غمیزې وروسته له خولې راوځي، نو که دلته د (وایي) پر ځای وهي ولیکل شي، زه وایم لا به ښه وي.
په دې بیت کې د لاشعور خبره هم شته، لاشعور په دوه ډوله دی، یو فردي لاشعور او بل ټولنیز لاشعور، چې دلته د ټولنیز لاشعور بحث هم مطرح دی.“
عبدالرحمن عابد نو بیا داسې وویل:
”لکه څنګه چې جنت صیب وویل؛ ساندې له یوې غمیزې څخه وروسته چېغې وهل دي، نو زه وایم، چې دا چېغې له عادي چېغو/ هغه چېغو چې له درد څخه را پیدا کېږي، توپیر لري او دا یو ډول اهنګيزې وي، نو د ساندو لپاره همدا (وایي) سم دی.

په دې بیت کې شاعر ځان له ساندې ویوونکي سره تشبېه کړی او د ساندې ویوونکي په اړه پوښتنه کوي، چې دا ساندې ویوونکی څوک دی، چې زما په حال غږېږي، یعنې دا چې له کوم درد څخه دردېږي، په همدې رنځ زه هم اخته یم.“
حباب وویل:
”ساندې له درد، سوز، اه و ګداز وروسته ویل کېږي، بیت خوندور دی.“
میرویس شېرزاد بیا بیت ډېر خوښ کړ او ویې ویل:
”له بیت څخه معلومېږي، چې شاعر دې مئین اوسي او ډېر دردونه یې لیدلي وي“
علومي نو بیا د مایکروفون له لارې بل بیت داسې زمزمه کړ:
چرته په ښار کې خوله په خوله خبرې
چرته د کلي د دېوال خبرې

سمیع الله ثمر ددې بیت په اړه وویل:
”شاعر ښاري او کلیوالي مینه پرتله کړې، په ښار کې دوه مئینان کولای شي، مخ په مخ سره وګوري خو په کلي کې به د خپل محبوب د غږ اورېدو لپاره د دېوال شاته ولاړ یې.“
حباب یوسفزي د بیت په تخنیکي اړخ داسې وویل:
”که د (چرته) پر ځای (چېرته) وکارول شي، بیت به لا معیاري شي.“

ښاغلي زاهد الله احمد چې لا یې پوره دمه نه وه برابره کړې د نظر ورکولو لپاره لاس پورته کړ او ویې ویل:
”…ورته تګلاره که په نثري ژبه کې پلي کړو ښه به وي، په شعر کې دا ډول کلمات سکته ګي پیدا کوي، زه وایم چې (چرته) خوندور دی، په ځای باید پاتې شي.“

ښاغلي جنت بیا داسې وویل:
”کلیوال د ښکته پښتونخوا نوموتي شاعران صابر، سایل او نور ډېر لولي، نو د هغوی اغېز هم پرې شته، نو ځکه یې (چرته) چې د هغې ځای ګړدود/لهجه دی په شعر کې راوړی، ګنې په عامه محاوره کې دی (چرته) نه وايي.“
میرویس شېرزاد هم ورته نظر څرګند کړ.

نورالحق علومي د غزل بل بیت داسې تکرار کړ:

هغه یو وخت وو غږیده به ډېره
اوس ورنه غواړمه په سوال خبرې

ددې بیت پر تخنیکي اړخ استاد کفایت الله همدرد داسې وویل:
”د غږيده پر ځای که (غږېده) ولیکل شي نو کره به شي.“

ښاغلي زاهد احمد نو بیا په دې ډول خپل نظر روښانه کړ:
”له دې بیت څخه د مینې اړخ څرګندېږي، موږ لیدلي چې کومه لېوالتیا د اړیکې په سر کې وي وروسته هغسې نه وي پاتې، یعنې دی له خپل محبوب څخه پخوا خوښ، خو اوس خفه دی، ځکه د خبرو ډېروالی او کموالی د خوښۍ او خفګان پورې اړه لري.“
اجمل جنت یې پر تخنیکي اړخ داسې وویل:
”د بیت په لومړي نیم بیتي کې غبرګ (وو) راغلي، موږ د تېر مهال لپاره چې شخص، شی، حالت مفرد وي یو (و) باید وکاوو او که جمعه وي غبرګ (وو) راوړل پکار دي، نو که دلته د دوو پر ځای یو (و) وکارېږي، معیار به مو په نظر کې نیولی وي.“

ښاغلي علومي له دریځ څخه بل بیت داسې ووایه:
لا دې د زړه خبرې زړه کې ساتم
لا مې په زړه کې دي سنبال خبرې

یار محمد نوري ددې بیت په هکله خپل نظر د غونډې ګډونوالو ته داسې واوروه:
”مئین د خپل محبوب خبرې تر ډېره په زړه کې ساتي، او تل یې ورسره مینه وي، هغه وایي کنه:
که د پنځو بچیو مور شې
زما به مینه پخوانۍ در سره وینه“

زاهد احمد یې په اړه داسې وویل:
”…د زړه خبرې تر ډېره خوږې خبرې وي، نو ځکه په زړه کې ساتل کېږي.“
د غزل مقطع د علومي په خوږ غږ داسې تکرار شوه:
ځه کلیواله ما له زړه وباسه
چرته شړۍ چرته د شال خبرې

د بیت له اورېدو سره سم ټولو ګډونوالو د ای! هۍ! وای او واوا! نعرې کړې، له چوپتیا وروسته ښاغلي کلیوال وویل:
”که مو لږ نور دې نعرو ته ادامه ور کړې وه، نو په سرو سترګو به مې ژړلي وو.“
ټولو د کلیوال دا خبره ټوکه وګڼله او ویې خندل هههههههه!
ښاغلي زاهد احمد یې په اړه وویل:
په دې بیت کې د ټولنې د وګړو تر منځ تفاوت ته اشاره شوې ده، څه موده مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د مالدار او غریب لړۍ به ټولو څارلي وي، مهم واقعیتونه پکې وو، دلته هم محبوب چې د شال خاوند دی د شړۍ په څښتن ځان نه ورکوي، رحمن بابا بیت دی چې:
نه شي د خانانو غریبانو سره کلي
چرته عزیز خان چرته ملنګ عبدالرحمن

ښاغلي جنت نو یې په شرحه کې بیا داسې وویل:
”… د انسان له روح سره مینه تلپاتې وي، وجود له دوه برخو څخه جوړ دی، جسم او روح
که موږ د انسان پر وجود مئین یو، نو د دنیا ټول انسانان مو دا تنده نه شي خړوبولی، خو که د انسان پر روح مئین اوسو، نو يواځې یو انسان مو هم راضي کولای شي.“

سردار اغا کلیوال د غونډې د ټولو ګډونوالو نظریات په سړه سینه وزغمل، له ټولو څخه یې مننه وکړه او بیا یې د خپل غزل د شرحې په موخه لومړی بیت ولوست او ویې ویل:
”د وصال خبرې خوږې خبرې وي، که هر څومره اوږدې شي او یا وځنډېږي، نو لا مزه کا.“
د ساندو په اړه یې خپله وینا داسې وړاندې کړه:

”…څو کاله مخکې مې ځوان ورور چې تازه مې مټ و بازو ګرځېدلی وو، په ملي اردو کې شهید شو، چې زه یې سخت ودردولم، کال لا پوره نه و، چې مور مې د حق داعي ته لبیک وویلو او دا دوهمه غمیزه وه چې په ما راغله، نو اوس که څوک هم د ساندو خبره کوي، نو له خوښۍ سره سره مې تېر یادونه هم را په زړه کوي، چې ډېر مایوسه او خفه کېږم.“

د غونډې په دویمه برخه کې مشاعره تر سره شوه، چې پیل یې د یار محمد نوري پر غزل او نظم وشو، ښاغلي زاهد احمد اعلی ترین انتخابي بیتونه ګډونوالو ته واورول، سمیع الله ثمر مو ټوله ستړیا په ترنم سره پای ته ورسوله، عارف الله عابد خپل شعر پیرزو کړ، شاکرالله کرامت هم خپل بیتونه واورول، نورالحق علومي په خپل غرل سره د ادبپالو ادبي تنده خړوب کړه، شریف الله حباب په ډېر ښه انداز سره خپل شعر وړاندې کړ، کوچني ساحل احساس له خپل ځان څخه لوړ شعرونه وویل، ابرار قربان ښه شعر ووایه، هدایت الله صمیم بې جوړې نظم ډالۍ کړ، عطاءالله په خواږه غږ ترنم وکړ، صفت الله احساس غزل تقدیم کړ، حیا خان افغانمل خوندور بیتونه وړاندې کړل، استاد کفایت الله همدرد هم خپل انتخاب واوروه، سلمان خان عالي انتخاب له ځان سره لره، د مشاعرې په اخر کې سمیع الله ثمر د دویم ځل لپاره پورته شو لومړی یې غزل او بیا یې خوندور سروکی ترنم کړ.

استاد ذوالفقار الماس سالارزی چې له غونډې پوره اغېزمن شوی و، خپله وینا د غونډې ګډونوالو ته واوروله، نیک احساسات یې شریک کړل، د پنځون ناستې یې وستایلې، د کره کتنې نه زده کړه کول یې رابرسېره کړل، د ناستو ارزښت او د دوام هیله یې وښوده او….

په پای کې ډاکتر ضیاء احمد شېرزی د غونډې د ارزیابۍ لپاره دریځ ته وبلل شو.
ښاغلي شېرزي په ټوله کې غونډه مثبته ارزیابي کړه، د کلیوال پر غزل د شوې کره کتنې په تړاو یې مثبت تاثر شریک کړ، د نوو ځوانانو په خبرو او شعرونو ډېر وخوښېده او په اینده کې یې د لا داسې غونډو د کېدو هیلمندي هم وښوده.
یاده ناسته مازیګر قضا پای ته ورسېده.۱۴۰۲/۴/۳۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب