دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا د حکومت تازه راپور؛ طالبان له نړیوالو بشري مرستو ناوړه...

د امریکا د حکومت تازه راپور؛ طالبان له نړیوالو بشري مرستو ناوړه ګټه اخلي

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۳ مه ) د امریکا متحده ایالاتو د حکومت لپاره یو نوی جوړ شوی راپور وايي چې د طالبانو حکومت توانیدلی چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستندویه ادارو “په مؤثره توګه نفوذ” وکړي.

سرچینه زیاتوي، طالبان په زیاتیدونکي توګه له افغانستان سره نړیوالو مرستو ته د “عاید سرچینې” په توګه ګوري.

فارن پالیسي مجله چې د دې راپور یوه کاپي یې ترلاسه کړې، لیکي چې دغه راپور چې د امریکا د حکومت د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا جوړ شوی.

راپور ادعا کوي، چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې په سیستماتیک ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې عناصرو ته اړول کېږي.

راپور زیاتوي: داسې ښکاري چې طالبان د ملګرو ملتونو مرستو ته د یوې بلې عایداتي سرچینې په سترګه ګوري او له همدې امله “د دې سرچینې د کنټرول هڅه کوي.”

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو دوه کاله وروسته، دغه هېواد له بشري ناورین سره مخ دی او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې هره میاشت شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر د بشري موخو لپاره کابل ته راځي.

له هغه وخته چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه ایستلي، د ملګرو ملتونو له لارې یې افغانستان ته نږدې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

طالبانو مخکې له نړیوالو بشري مرستو، د دوی استفاده رد کړې، خو یو شمېر نړیوالو بنسټونو ټینګار کړی، چې افغانستان ته استول کیدونکې مرستې باید په شفافه توګه مصرف شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب