دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهبلینکن له قطري او پاکستاني سیالانو سره یې د افغانستان په اړه...

بلینکن له قطري او پاکستاني سیالانو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۳ مه ) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له خپل قطري او پاکستاني سیالانو محمد بن عبدالرحمن الثاني او بلاول بوټو زرداري سره د افغانستان او د دغه هېواد د حالاتو په اړه خبرې کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو د وزارت د اعلامیې له مخې، د دې خبرو نور موضوعات د اوکراین د جګړې پرمختګونه او د ایران اټمي موافقه وه.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر خپل ټویټر لیکلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره یې خبرې کړې دي.

بلینکن لیکلي، چې امریکا له پاکستان سره د رغنده، جمهوري او بریالۍ ملګرتیا ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: “موږ له بلاول ز داري سره ښه ټیلیفون وکړ چې د پاکستان د اقتصاد د ښه والي او د افغانستان په ګډون زموږ د ګډو سیمه ایزو اندیښنو لپاره د خپل ملاتړ په اړه خبرې اترې وکړي.”

 یو شمېر شنونکي فکر کوي، چې دا خبرې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د موجودیت په اړه د پاکستان د حکومت له پرله پسې تورونو او امریکا ته په دې اړه له ممکنه شکایت سره تړاو ولري.

1 COMMENT

  1. څو ورځي وړاندې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د خپل مشرانو ته وویل چې طالبانو په بدل باندې کار وکړی او همدارنګه د امریکا وزیر خارجې او برتانیی وزیر د خارجي د قطري چارواکو سره وکتل، دا غونډی کاته داسې مهال کيږی چې راتلوونکي ورځو یا میاشتو کې طالبان په روسیه کې هم غوندي ته غوښتل شوي، اوس امریکا غواړي دا ځل د پاکستان او قطر همکاری د ایران او چین په وړاندي خنډونه جوړ کړی چې امکان لري کچیری روسیه په اکراین کې ناکامه شوه نو بیا کیداي شی امریکا په ایران برید وکړی چې افغانستان لپاره ښه خبر نده، کچیري امریکا او ناټو د تیر په څیر له اکراین سره لازمه مرسته ونکړه لکه افغانستان یي په نیمه لار کې پریښود نو بیا کیدای شي، امریکا خپل متحدین له لاسه ورکړی او اروپایی هیوادونه او برتانیه لپاره خطر جوړ شي ځکه هغه هیوادونه چې ناټو کې شامل دي فنلنډ او نور ته سرخوږي جوړ شي ولی چې پوتین اخطار ورکړي او هلته کلستر بمونه غورځول شروع کړي چې اخر به داسې شي لکه ۳۰ کاله پخوا چې افغانستان د امریکا او غربی هیوادونه په مرسته د شوری په وړاندي وو چې روسانو کلستر بمونه وغورځول.
    اوس موږ افغانانو ته پکار ده چې پداسې حالاتو کې بې طرفه پاتې شو ځکه دوي دواړه (روسیه او ملګری یی) (امریکا + ناټو او ملګری یعنی اروپایی هیوادونه ) خپل اقتصادی د پیاوړتیا لپاره جګړه کوي او موږ د ۴۵ کلني جګړی له لاسه خپل هیواد په کنډواله بدل کړ
    چې آن د خپلو افغانانو په سرونو باندې ځینو ډلو میخونه ټکوهل، سینې یې ورباندې پری کړی او رقص مرده اجرا کړه
    ځینو بیا لنډغري شروع کړه لکه دوستم او نورو چې کابل په کنډواله بدل کړ کچیری ملی سیاست غوره نکړو بیا هغه حالت ته ځو نو دوی دواړو سره احتیاطي سیاست ته باید مخه کړو (تربیا ښه چارې)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب