Homeخبرونهننګرهار: په خپلمنځي شخړه کې یو تن وژل شوی او څلور نور...

ننګرهار: په خپلمنځي شخړه کې یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل دي

تاند: ( سې شنبه، د زمري ۳ مه )  د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د دوه کورنیو ترمنځ خپل منځي شخړه شوې، چې په کې یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.

 په ننګرهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې دغه نښته د روداتو ولسوالۍ په مزینې کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله شوې ده.

خبر زیاتوي، چې د دغو کورنیو ترمنځ یاد جنجال له پخوا څخه موجود و، چې تېره ماښام یې یو بل په لرګیو او تبرګیو باندې وهلي دي.

 اوړمه ورځ د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ كې د یوې شخصي شخړې له امله یو تن وژل شوی او بل ټپي و.

په وروستیو کې له مختلفو سیمو څخه داسې خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...