جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ایا تاسو خپل خاوند ته د جنسي اړیکي بلنه ورکوئ؟

ایا تاسو خپل خاوند ته د جنسي اړیکي بلنه ورکوئ؟

لیکوال: ډاکټر خالد سهیل

ژباړه: احمدشاه پاڅون

ما د ښایستې په نوم (مستعار نوم) له خپلي یوې ناروغي و پوښتل: ستاسو د واده څو کاله کیږي.

ځواب یې راکړ: نولس کاله.

و مي پوښتل: په دومره موده کي ستاسو او خاوند د جنسي اړیکي په سلسله کي څه بدلون راغلی؟

له لږ سوچ او فکر وروسته یې وویل: د واده په لومړیو څو میاشتو کي په ورځ کي دوه ځله، بیا په اوونۍ کي دوه ځله، وروسته په کال کي دوه ځله. اوس دا څو کاله کیږي چي دواړه د ورور او خور په شان سره اوسیږو.

له یوې بلي مسلمانې ناروغې عالیې (مستعار نوم) څخه مې و پوښتل: ایا تاسو کله هم خپل خاوند ته د جنسي اړیکي بلنه ورکړې ده؟

  • یا هیڅکله نه
  • ولي؟
  • زه د هغه د بلني په تمه یم
  • ایا ته د جنسي اړیکي څخه خوند نه اخلې؟
  • یا، زه دا ګڼم چي دا مي یوه فریضه ده.
  • ولي له جنسي اړیکي خوند نه اخلې؟
  • ښايي د ماشومتوب د روزني اثر وي، موږ ته دا را ښودل سوي دي چي جنسي اړیکه یوازي د ماشوم د پیدا کیدو لپاره ده، نه د خوند اخستلو لپاره. اوس موږ درې اولادونه لرو، فکر کوم اوس جنسي اړیکي ته کومه اړتیا نسته.

ما پر خپلو غوږونو باور نه سو کولی چي داسي خبرې دي مي اوریدلي وي.

زه د تیرو درې لسیزو تخصصي تجربې پر اساس ویلای سم چي داسي بې شمیره ښځي سته چي د خپل جسم او جنسي اړیکي له رازونو نه دي خبري.

له لومړی تر وروستي حیضه، له لومړۍ جنسي اړیکي تر وروستۍ هغې پوري حتی د دوی خپل جسم هم د دوی لپاره نابلده وي.

ډیری نجونو او ښځو ته جنسي تعلیم نه ورکول کیږي، هغوی د کانډوم او د حمل د مانع کونکو درملو په اړه هیڅ نه پوهیږي. هغوی په دې هم نه پوهیږي چي په هره میاشت کي یوازي درې ورځي داسي دي چي هغوی پکي حمل اخستلای سي.

خدای خبر څومره ښځي به د خپل خاوند سره جنسي اړیکه یو فرض ګني؟

هغوی ته چا نه دي ور ښودلي چي د خپل وجود څخه خوښي او خوند هم تر لاسه کولای سي.

له بده مرغه په یویشتمه پېړۍ کي هم خدای خبر څومره میرمني جنسي اړیکه د میني، محبت او ملګرتوب پر ځای ګنا او چټلي ته منسوبوي. داسي انسانان د میني او اړیکي له ادابو سره بلتیا نه لري.

ډیری میرمنو ماته ویلي چي دوی د خسر په کور کي ډیري شرمیږي، زړه یې غواړي خاوند ته ووايي چي یو هوټل ته یې بوزي، مګر دا خبره یې هم له شرمه خاوند ته تر خوله نه وځي.

د ختیځ د ښځو په پرتله د لویدیځ ښځي د خپل جسم او جنسي اړیکي په رازونو ډیري خبري دي، هغوی په مینه او رومانس کي ډیري واریدي دي او په جنسي اړیکو کي فعال رول لوبوي.

ما له غربي ښځو د میني د زار پوښتنه وکړه، هغوی راته ویلي چي (په خوږو خبرو کي جادو دی) نه پوهیږم څومره میرمنو راته ویلي چي کله یې خاوند ټوله ورځ له دوی سره د میني، خلوص او زړه را کښون چلند وکړي، نو ماښام ته د دوی وجود د بخمل په شان نرم سي، زړه یې غواړي چي خاوند په غیږ کي و نیسي، مګر کومه ورځ چي خاوند موږ ذلیله کړي، تحقیري او بې عزته کوونکي خبري راته کوي، ماښام د دوی وجود د اغزي لرونکي وني په شان سي چي لمس کولو سره یې زړه او وجود دواړه ژوبل کیږي. په داسي وخت کي جنسي اړیکه خو پریږده، حتی نه غواړو چي د هغوی څیره لا وګورو.

په دې خبره ډیر لږ خلک پوهیږي چي د غربي ښځو مینه او له مباشرت څخه لذت تر لاسه کول په تیرو څو لسیزو کي د ښځو د ازادۍ د تحریک او جنسیتي انقلاب ثمره ده.

په غرب کي اوس هم ډیري د رسیدلي عمر ښځي د ختیځ د ښځو په ډول جنسي اړیکه ګنا ګڼي او یا خپل خاوند ته د اړیکي بلنه ورته شرم ښکاري.

یوې مشري ښځي راته وویل چي دا جنسي اړیکه په تیاره کي تر سره کوي، په خبره یې نه غواړي خاوند یې لوڅ بند و ګوري، هغې هم هیڅ کله خپل خاوند لوڅ نه وو لیدلی.

ځینو حتی داسي هم راته ویلي چي که و غواړي هم نه پوهیږي خپل خاوند ته څه ډول د اړیکي بلنه ورکړي. ځیني خو خپل خاوند ته اشاروي بلنه ورکوي مګر خاوند یې نسي درک کولای.

د بیلګي په ډول زما یوه د پاخه عمر ناروغه نینسي ( مستعار نوم) ده. دا ښځه د ژور خپګان په ناروغۍ اخته وه چي بیا وروسته روغه سوه، وروسته به دا هره میاشت د چک اپ لپآره راتلله. ددې سره د خبرو پر مهال به یې خاوند په انتظار خونه کي ناست و.

یوه ورځ یې خاوند زما سره په تنهايي کي و لیدل، و یې ویل: نینسي ستا ډیر قدر کوي، ایا کولای سي ورنه و پوښتې چي دا زما سره جنسي اړیکه ولي نه ساتي؟

راتلونکي میاشت ما له نینسي څخه و پوښتل: ایا ته له خپل خاوند سره جنسي اړیکه نه ساتې؟

ځواب یې راکړ: زه خو یې غواړم، هغه یې نه غواړي. زیاته یې کړه، چي زه کله هم له هغه و پوښتم، ایا ته غواړې زما سره بستره شریکه کړې، د هغه ځواب منفي وي.

ما د نینسي خاوند سټین (مستعار نوم) خپل اطاق ته را و غوښت، ورته و مي ویل: کله چي نینسي وايي:  Can we make bed together? ددې مطلب دا وي چي راځه جنسي مباشرت وکړو.

سټین و خندل، تندی یې و ټکوی و یې ویل: که داسي خبره وي نو بیا خو زه هر وخت بسترې شریکولو ته اماده یم.

تر دې لیدني وروسته د نینسي او سټن تر منځ د خوښۍ شېبې زیاتي سوې او ژوند یې لا پسي رنګین سو.

تیره میاشت سټین زما څخه د منني لپاره راغلی و چي زما سره د یوه مجلس له برکته یې په ازدواجي ژوند کي زړه را کښوونکي تغییر را منځ ته سو.

اوس پوښتنه دا ده چي تر واده کلونه وروسته خپل خاوند ته د زړه له اخلاصه د جنسي اړیکي بلنه ورکوئ، شرمیږئ او که دا یو فرض ګنئ؟

11 COMMENTS

  1. ۱ – ډاکټر صاحب خپل د سترګو حال بیان کړی دی خو ددی مسئلی عمومی اړخ ئی په علمی توګه نه دی تشریح کړی ( یقیناً چی دا مسئله یو علمی – روانشناسانه – کلتوری ریښه هم لری ) .
    اکثره د جنسی مسائلو متخصصین په دی باور دی چی د ” ښځی ” جنسی تحرک د ” نر ” تر تحرک وروسته را منځته کیږی نو ځکه د ښځی جنسی صبر تر نر پراخ او قوی دی.
    جنسی – روحی متخصصین په دی باور هم دی چی د یو نورمال مجرد نر ذهن په ۲۴ ساعتونو کی ( د تجرد په حالت کی ) ۸ ځله د څو شیبو لپاره جنسی فضاء ته دخول کوی خو د یوی ښځی ذهن د تجرد په حالت کی ندرتاً د جنسی فضاء په اسارت کی ښکیل کیږی او د تأهل په صورت کی ئی جنسی ذهن د میړه د تحرک په څرنګوالی اړه لری.
    بله دا چی ناممکنه ده زموږ د دین سترو او رښتینو امامانو د ” مباشرت ” په هکله د ماندینی د جنسی حقوقو او غوښتونو په هکله لازم توصیات نه وی بیان کړی خو مُلایانو په دی باب خوله پټه نیولی ده او حقائق نه بیانوی.
    ۲ – د پورته لیکنی عنوان مناسب نه ښکاری ( دا عنوان هله مناسب دی چی متکلم او مخاطبین ټول ښځینه وی ) اوس چی محترم لیکونکی یو نر طِبی ډاکټر دی او لوستونکی هم اکثراً نران دی نو باید عنوان ( مثلاً ) داسی وای:
    《 آیا یوه میرمن خپل میړه ته د جنسی اړیکو د اجراء بلنه ور کولای سی؟》.

  2. سلامونه ښاغلی غلام حضرت صاحب!
    زه ستاسو نظر بلکل تائیدوم، یو د ښځي د فطرت خبره ده او بله د نا پوهاوی او یا غلط پوهاوي خبره ده. چي له یوه اړخه ښځه طبعتاً سوړ مزاج لري او بل پلوه په دې مسایلو ښځه اګاه نه وي، فکر کوم ازواجي ژوند له ننګونو سره مخ کیږي.
    زما نظر دا دی، چي نجوني باید تر واده وړاندي په جنسي مسایلو اګاه ګړل سي.
    پاته سوه د عنوان خبره، همداسي لیکلی و، همداسي مي و ژباړی، ښايي د جزابیت په خاطر یې دا عنوان داسي ورته انتخاب کړي وي.

  3. زه جناب غلام حضرت صاحب سره بیخی موافق یم، خصوصاً ذ عنوان په اړه. اوسنی لیکوال او لیکنی ډیری بی سنچشه او آن د قلم د عفت مخالفی او بی لفافه او له متداول ادب او دلازمو اصطلاحاتو له غوراوی تشی او آن خینی یی بازاری دی. دا خبره یواځې د پورتنی موضوع په اړه نده بلکی د ډیرو نورو په اړه ده . پورتنی موضوع ښه او ضروری ده ، خو لږ په دقت او د عنوان او اصطلاحاتو په رعایت سره

  4. زه خو داسې فکر کوم بیله دې څخه چې ادبیات بازي او لغات پراني وکړمه !
    دا مسائل کلتوري اړخ لري چې په محمدي دیني رسۍ کې کلکه تړل شوې دي او مسلمانان نارینه اوس ښه ګټه ترې اخلي او اخیستې یې دی ! ښځه د مالکیت په دود نه د انسان او انساني حقوقو په تله اندازه شوې او تلل کیږي ! که تاریخ ته فکر وکړو نو محمد ۱۱ ښځې لرلي چې کوچنۍ یې ۹ کلنه وه او دا پيغامبر نږدې ۵۰ کلن وو !! نو تاسې ګورۍ چې سیکسي جرعت او پالنه به څرنګه منځ ته راشي !! ددې بد بختویو او جهلالت علت د اسلام دین دی !

  5. تشکر موضوع خیلی جالب بود پاسون صاحب . خو دلته سوال را منج ته کیژی چی ایا باید دوی جنسی اریکه فرض وگنی او که یا دا د دوی وجیه او وظیفه ده چی هپل خاوند ته بلنه ورکری؟؟؟
    پشتو کیبورد راسره نشته نو عفو غوارم.

    • د خاوند او میرمني تر منځ د ګډ ژوند په لړ کي جنسي اړیکه یو مهم اړخ دی چي تقریباً نور اړخونه ورسره بشپړیږي. زه داسي فکر کوم چي جنسي اړیکه د دواړو په خوږه او راده د میني په فضاء کي داسي تر سره سي چي دواړو لوري لذت او میني ترې واخلي.

  6. د دې لیکنې له لیکوال، ژباړن او خپروونکي ډیره مننه.
    دا زموږ د ټولنې یو تابو و او دی چې په دې توګه مات شوی خو محافظه کاران یې نه شي زغملی. د دې پر ځای چې د ژباړن هڅې وستايي داسې خبرې ورته لیکي چې نور د داسي تابوګانو له لیکولو راوګرځوي.
    ژوند ژړوند

  7. يپه المان کي ديوه ملګري له خوا زما ميرمن اوزه ميلمانو وو خبري مو د هغه د زوی په هکله کولي چي هغه اوس د تب له پوهنتون نه مخ په خلاسيدو ده او غواړي له خپلي هم صنفي سره واده وکړي کومه چي روسي ده د المان تابيعت لري، دملګري له کوروداني مي ټپوس وکړ چي کومه افغانه مو ورته پيدا نکړه، هغي په ځواب راته وويل چي زما زوی د خپلي ملګري کورني مور پلار نيکه او انا ټول پيږني هلته تګ اوراتګ لري برسيره پردي ددي کورني په هکله دومره مالومات ورته شته چي له ارسي مرزونه لکه سرتان چي په د کورني کي نشته. او دواړه يو بل سره خوشحاله دي موږ افغاني ميرمني بلخوسوس په پښتنوکي چي يا په زور، يا په بدل، يا په پيسو، يا په بدي کي واديږو او لږ په غوسه شوه وي ويل کومه پښتنه ښځه به له خپل ميړه سره خوشحاله ده.
    نو چي خبره داسيي ده نوکومه افغانه پښتنه به دا جنسي غوښتنه له خپل ميړه وکړي کومه چي بي له خپلي خوښي داسي ميړه ته واده شوي وي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب